لكه خوبونه چې اوبه يوسي...
پورته خبرې ته په پام د دې هېواد هېڅ خواخوږي هم پر خپل تندي د باور کرښې پرېنښودې چې دا مات و ګوډ اولس ورته سترګې واړوي او چې و، نو هغه همدا ژورناليست او اديب و، د اديب په اړه خو مو ولوستل چې څنګه له خپل دريځه واوښت او څنګه د دربار په هغو غوښو پرېوت چې ده به د خپل خوار اولس غوښې بللې، نو دغه ځاى دى چې د اولس ملا ماته شوه او د درد و غم د نيمولو خواخوږي ( اديب ) ترېنه خپله لمن راټوله كړه.
اوس به د ژورنالېزم د لارويو پلونه د همدې مسلك په رڼا كې پسې واخلو، دا لاره هغه لار ده چې نور كله د دولت او اولس ترمنځ غځېدلې پاتې شوې اوس هم كېداى شي همداسې وي، مګر په ځينو سيمو كې پر دې لار د راټوكېدلو اغزيو نه هم څنګ نه شو كولاى چې دلته مو موخه د همدې خنډونو راسپړل دي او بايد ياده كړو چې دا ليكنه د چا د پارېدو پر پار نه ده او نه ډېره په جذبو ولاړه ده، بلكې د اولس هغه درد يې و ګڼئ چې د خپلو دوو يارانو ( ژورناليست او اديب ) په بېلتون ورسېدلى دى.
د ژورنالېزم د مسلك په اړه دا دوه خبرې ډېرې كېږي چې وايي ژورنالېزم د دولت او اولس تر منځ د تړاو بڼه لري، دا په دې مانا چې ژورناليست د اولس په ستونزو دولتي چارواكي خبروي او د دولتي چارواكو وعدې د اولس غوږونو ته ورسوي او بله مشهوره خبره دا چې ژورنالېزم د څلورمې قوې بڼه لري، ددې مانا به همدا وې چې يو ژورناليست دا زور لري چې د دولت خام او نيمګړي كارونه ور په ګوته كړي او دولتي چارواكي داسې و انګيري چې داسې څوك هم شته چې موږ وپوښتي...
وړاندې نه ځو او همدې دوو كاڼو ( خبرو ) سره د دې دور ژورناليست په تله كې اچوو، د اولس او دولت ترمنځ تړاو ته كه وګورو، نو ډېرې ستونزې شته چې تر اوسه يې ژورناليست د راسپړلو هڅه نه ده كړې او يوازې همدې ته يې كار ويلى چې هلته دومره او دلته دومره ووژل شو، له دې پرته ژورناليست اولس ته كومه خوښوونكې خبره نه ده ورسولې او هغه د وژنو خبرونه يې هم پوره نه دي راټول كړي، ځكه ډېرې پېښې رامنځ ته شوې او همداسې پټې پاتې شوې چې وروسته به پرې خبره وشي.
دا بله خبره چې يو شمېر پوهان ژورناليزم ته د يو هېواد د څلورمې قوې نوم وركوي، دا كه څوك د ژورناليزم پر لار سم روان وي، نو رښتيا هم ډېر زور به ورسره وي، خو چارواكي هم څه واړه خلك نه دي او هڅه كوي چې په ډول، ډول لارو له ژورناليست نه دا زورواخلي او اوبه يې كړي.
كله چې يو ژورناليست شپه او ورځ د دولتي چارواكو په لنګر پروت وي، خوراك، جامه، كور او نور بود و باش يې چارواكو پورې تړلى وي، نو څه فكر كوئ چې په داسې حالاتو كې به د ژورناليست هغه زور پاتې وي!؟
همدې پوښتنې سره په تړاو يوه ورځ يو ځوان ژوراليست كيسه كوله چې هغه په يوه دولتي ودانۍ كې د غونډې پر مهال هلته و، هغه ويل چې نور ډېر همڅانګيز (هممسلكي) يې هلته راغونډ و، ده د غونډې په وروستيو كې يوه ملګري ته ويلي و: (( څه كوئ ځئ چې ځو كنه!!)) هغه ملګري يې ورته لنډ ځواب وركړى و چې تاسې لاړ شئ او موږ څو كسه د صيب سره ځانګړې ناسته لرو، خو د ځوان ژورناليست لكه چې ځانله تګ بد اېسېده، نو يوه بل ته يې همدا ست كړى و، هغه ورنه پوښتنه كړې وه چې ولې دا نور ياران نه ځي؟ ځوان ژورناليست ورته د نورو ملګرو د ځانګړې ناستې خبره كړې وه، د ځوان ژورناليست خبره ده چې هغه بل ويل: (( راځه!! نن زه او ته هم په دې ځانګړې ناسته كې برخه اخلو ))
وايي موږ دواړه هم هلته ورسره تم شو او لږه شېبه لا نه وه تېره چې يو څوك مسكى مسكى د ناستو ژورناليستانو په لورې رواروان شو، چې رانېږدې شو، نو سپين پاكټونه يې له څنګ جيب نه را و ويستل، ټولو ته يې يو يو پاكټ وركړ او نور په راغلو قدمونو بېرته روان شو، هغه ځوان ژورناليست ويل چې ډېره شېبه يې همداسې دې سپين پاكټ ته كاته او هېڅ نه پوهېده چې په دې سپين كفن ډوله پاكټ كې به څه وي...؟
د ځوان ژورناليست پر زړه راټولې اندېښنې د نورو ژورناليستانو له منځه يو نااشنا غږ، لكه د زركو خورې ورې كړې او په لوړ اواز يې وويل چې هلكه! تاسې پاكټونه بېرته كړئ چې دې راوړوونكي خو به ترې څه ويستلي نه وي...
همدې غږ سره د سپينو پاكټونو په سپړلو پيل وشو، ټولو د افغانيو په نوو نوټونو ګوتې واړولې او لږه شېبه وروسته بيا هماغه غږ پورته شو: (( په ټولو كې لس، لس زره پوره دي!!)) ځوان ژورناليست وايي زه غلى وم او لا مې هم رډ رډ د سپين كفن ډوله پاكټ څېرې ته كاته چې ټولو په يو غږ وويل: (( هو!! په ټولو كې پوره دي. ))
همدې ډاډ سره په دولتي ودانۍ كې راغونډو ژورناليستانو خپل تور بيكونه غاړو ته واچول او له دولتي ودانۍ نه په وتو يې د خپل هغه ( زور ) مړى په همغه ودانۍ كې بې كفنه پرېښود چې پوهانو ويلي وو: (( ژورناليزم د يوه هېواد څلورمه قوه ده )) او هغه غبرګې سترګې يې هم له سپينو پاكټونو داسې ځار كړې، لكه هغه كوم پخواني بادشاه چې د كابل له تخته ځار كړې وې، هغه ( سترګې) چې په اړه يې ويل كېده چې ژورناليست د اولس دوه سترګې دي، اوس چې د اولس د ( دې ) غبرګو سترګو ديد سپينو پاكټونو وخوړ، نو له امله يې اولس هغه سل كلن بوډا ته ورنېږدې شو چې نظر ورسره د تل لپاره مخه ښه كړې وي او په لوېدو، لوېدو له بېرته پاڅېدو وتلى وي.
د همدې پورته كيسې په بڼه ځينې نورې كيسې هم شته چې دا ليكنه پرې غځېدلاى شي، د همدې تېرو دوو كلونو په اوږدو كې يوه ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ كې يو لوړ پوړي چارواكي د ژورناليستانو سره په دې خبرې كولې چې تاسې يوازې په دې پسې مه ګرځۍ چې د ښار هغه يا دا څنډه ولې ورانه ده، بلكې د خپل هېواد هغه څه راوسپړۍ چې د دې موجوده نظام نوم ورسره ښه كېداى شي، د هغه لوړ پوړې چارواكي په دې خبره هېچا څه و نه ويل او نه دا خبره چا وكړه چې ژورناليزم خو پر حقايقو ولاړ دى، ژورناليست خو د خپل ورور په ګټه هم خبره نه شي كولى.
كله چې هغه لوړ پوړي چارواكي د ناستو ژورناليستانو سرونه ښكته وليدل، نو ډاډه شو چې ګنې خبرې يې پرې اثر وكړ او د خپلو خبرو پر دوام يې وويل: (( تاسې همداسې وكړئ، لكه ماچې درته وويل او څومره پيسې چې تاسې ته يې خپلې ادارې دركوي د هغې يو په دوه درته زه دركوم، خو خبرونه مو بايد ټول د دولت په ګټه وي ))
همدې وړې خبرې يو لوى انقلاب را له بره كړ، همغه ورځ شوه او بيا تر ننه چا د ختيزو سيمو نه داسې خبر وا نه ورېد چې دولتي چارواكي پكې پړه ښودل شوي وي، آن تر دې چې دولتي موټر د خلكو په سرونو و خاته او بېرته په همغو موټرو كې وژل شوي خلك د طالب، ځانمرګي او القاعده په نومونو ياد شول، داسې نورې ډېرې پېښې رامنځته شوي، مګر څوك پرې خبر نه شو او همداسې پټې له خاورو لاندې شوې.
اوس خو خبره دې ته رسېدلي چې ژورناليستان شپه او ورځ په دولتي ودانيو كې مېلمانه وي او ته به وايي چې د رسنيو دفترونه يې هلته دي، ځكه دا ښاغلي په خپلو كارخونو كې دومره نه موندل كېږي، لكه څومره چې په دولتي ودانيو او درباري بنډارونو كې په اسانۍ موندل كېږي، ځينې خو د سوژو اخيستو لپاره هم ورځي او د دولتي رئيسانو په مشوره خپلو رسنيو ته سوژې ټاكي.
په دولتي ځمكو او ښارګوټو كې د نمرو خبره خو ډېره سولېدلې ده، نو ځكه ورته په دې ليكنه كې ډېره ګوته نه نيسو او دا هم شونې ده چې په ښارګوټو كې به هر ژورناليست درې څلور نمرې په همغه دولتي نرخونو كې اخيستې وي، مګر له خپل مسلك نه يې د هغو نمرو په ترلاسه كولو كې پوره ګټه پورته كړې او د دې مسلك نه داسې ناروا ګټه پورته كول د يو ژوناليست سترګې تړي او شونډې يې د تل لپاره ګنډلې ساتي.
دا د اولس او دولت ترمنځ د ځنځير هغه کړۍ وه چې دې نوو راپورته شوو څپو ماته كړه او دا وې د اولس هغه غبرګې سترګې چې همدې څپو له خاورو ډكې كړې او همدا د يوه هېواد څلورمه قوه وه چې مړى يې په دولتي ودانيو كې تر ننه بې كفنه پوروت دى، نو اوس به دا مات وګوډ اولس څوك له لمنې و نيسي، د دې اولس خو همدا دوه ياران او همدا دوه خواخوږي وو چې هغوى ترې هم خپلې لمنې راټولې كړې.