ميرويس رحيمي، انځوريز ژورنالېزم ته ژمن ژورنالېست
ميرويس رحيمي په ښوونځي پر زده کړو بوخت ؤ چې په هېواد کې يې د جنګونو تنور ګرم شو، نو له کورنۍ سره له کابله غزني ته کډن (مهاجر) شو. په غزني کې يې هم لا ډېرې ورځې شپې تېرې نه وې چې پاکستان ته په کډه کولو سره اړوتل. هلته يې خپل ځينې پخواني ټولګيوال ملګري وليدل چې خپلې زده کړې پر مخ بيايي او تر څنګ يې پر انګرېزۍ هم روانې خبرې کولې، نو نوموړى ډېر نهيلى شو؛ پر دې يې افسوس کاوه چې په هېواد کې يې د ارامۍ او سکون وخت موندلاى واى او لکه د نورو ملګريو غوندې يې خپلې زده کړې پر مخ وړې واى او سيال يې پاتې شوى واى. خو د وخت د جبر څپېړه ډېره درنه وه، ځکه چې دغه حال يواځې پر رحيمي صاحب نه ؤ، بلکې د افغانستان ټول وګړي ورسره لاس و ګرېوان وو.
په پاکستان کې پر کراره کېنناست، له هماغې ورځې يې د زده کړو هوډ و تکل وکړ او هلته يې په يوه منډيي کې د کور و کورنۍ د پاللو او پايښت لپاره مزدوري کوله چې تر څنګ يې د خپلو زده کړو لړۍ هم پر مخ وړله.
تر دې وړاندې رحيمي صاحب تر اتم ټولګي پورې د کابل په محراب الدين ښوونځي کې ترسره کړې وې چې له لومړي ټولګي څخه تر اتمه پورې په پر له پسې توګه په لومړۍ درجه کې پاتې شوى ؤ. څرنګه چې د ده له زده کړې سره بې کچه مينه وه، نو په پاکستان کې يې له Al- Khidmat Information Technology ادارې سره د کمپيوټر د آفس Office پروګرامونو په برخه کې د 205 تنو پاکستاني زده کوونکيو تر منځ په لومړۍ درجه کامياب شو.
ميرويس رحيمي دا مهال په جلال آباد کې له افغان کېبل ټلويزيوني شبکې سره د خپرونو د عمومي مسؤل او انځور اخيستونکي Cameraman په توګه څلرويشته ساعته خپله دنده په پوره ايماندارۍ سره پر مخ وړي. ښايسته موده وړاندې د جلال آباد ښار په تالاشۍ څلورلارې کې دوې پر له پسې چاودنې وشوې، کله چې نوموړي واورېدې، نو په خورا چټکۍ سره يې د پېښې ځاى ته ځان ورساوه او انځوراخيستنه (عکاسي) يې پيل کړه. دى پر انځوراخيستنې بوخت ؤ چې د جنايي پوليسو له خوا ونيول شو او د امنيې قومندانۍ ته يې وروسپاره چې ولې په داسې حساس وخت کې انځوراخيستنه ترسره کوي. مګر تر پوښتنو او ګروېږنو وروسته راخوشې شو او د دفتر له کارکوونکيو ښه ونازول شو.
له ميرويس رحيمي او افغان کېبل ادارې څخه همدغه انځوريز راپور په 1000 امريکايي ډالرو وغوښتل شو، خو څرنګه چې د افغان کېبل ټلويزيوني شبکې د ادارې رئيس دغه فلم وليد چې افغانان پکې لوڅ لغړ پراته دي او ځينې پکې په بد حال انځور شوي، نو له پلورنې څخه يې تېر شول.
همدارنګه د نيوزويک نړيوالې مجلې د هغه راپور له مخې چې ګواکې په ګوانټانامو کې قرآنکريم په مردارۍ کې اچول شوى او سپکاوى يې شوى ؤ، نو په جلال آباد کې د دغه سپکاوي پر وړاندې ځايي اوسېدونکيو وګړيو سخت غبرګون وښود او په سخت لاريون کولو سره يې لاس پورې کړ چې ډېرى مالي او ځاني زيانونه يې درلودل، آن تر دې چې د دغه لاريون لړۍ تر ننګرهار ولايتي ودانۍ پورې ورسېده او ډېرى دولتي ودانۍ او اسناد پکې له منځه يوړل؛ مګر شپږ تنه لاريون کوونکي پکې هم د پوليسو لخوا ووژل شول او تر شپېتو زيات وګړي پکې ټپيان شول. رحيمي د دغه لاريون انځوراخيستنه کوله، هيڅ چا کولاى نشول چې انځوراخيستنه يا ځان د ژورنالېست په توګه خلکو ته وروړاندې کړي، لاريون کوونکي ډېر قهرېدلي وو، خو نوموړى يوې ونې ته ختلاى ؤ او له هغه ځايه يې د پېښو انځوراخيستنه کوله چې د لاريون کوونکيو ورته پام شو او په ونه کې يې د تيږو تر باران لاندې ونيوه. خپله کېمره يې په جېب کې واچوله، له ونې راښکته شو او په تېښته يې ځان وژغوره.
پر پورتنيو کارونو او زده کړو سربېره ميرويس رحيمي د دې وړتيا هم لري چې په کمپيوټر کې پر انځورونو او ويډيوګانو ګوتې ووهي، په خپلو هنرمندو ګوتو پکې سمون راولي او لا ښکلا وروبښي. دى د کوچنيو موټرونو چلولو ښه مهارت هم لري، هغه د چا خبره ښه فلمي موټر چلولاى شي، د سټلايټ ډېش او د کېبل په اړه پراخه معلومات لري او د دغو څيزونو ښه تخنيکي انجينر هم دى او د دې تر څنګ د کابل له والي حاجي دين محمد سره مطبوعاتي مسؤل هم پاتې شوى دى.