د چاپی رسنېو ډولونه
۱- چاپي خپرونې (پرنټ ميډيا)
۲- غږيزې او تصويري خپرونې (راډيوتلويزيون)
۳- برېښنايي خپرونې (انټرنېټ،وېب پاڼې)
دلته تر ټولو لومړى غواړو پر چاپي خپرونو وغږيږو.
چاپي خپرونې ديولړ ځانګړنو له مخې په لاندې برخو ويشلای شو:
- ورځپاڼه
- رساله
- کتابونه
- دېوالي جريده( اونيزه،١٥ورځنۍ،مياشتنۍ )
- خبرپاڼه
- فصلنامه
- پوسټر
- بولټن
- مجله (مهالنۍ،مياشتنۍ،دوه مياشتنۍ، درې مياشتنۍ،شپږمياشتنۍ،کلنۍ)
١-ورځپاڼه :
ورځپاڼه لکه څنګه چې يې له نامه څرګنديږي له دوو نومونو (ورځ اوپاڼه)څخه رغېدلى نوم دى .دقطعې اوسکښت له مخې بېلابېل ډولونه لري .دلته يې پر قطعې او صحافت سربېره پر هغو آرونو غږيږوچې له نوروخپرونو سره يې بريد ټاکي .
الف :ورځپاڼه دورځې په اوږدو کې دوه مهاله چاپيږي.يوې ته سهارنۍ او بلې ته مازيګرنۍ ويل کيږي،سهارنۍ تر مازيګرنۍ زيات دود ده،ورځپاڼه له اره ورځني مالومات وړاندې کوي .
په ورځپاڼه کې معمولا تودې خبرې،بېړني خبرونه،ګزارشونه،تبصرې،سرليکنه،سياسي، اقتصادي،ټولنيزې،ادبي،ورزشي،اونورې ليکنې خپريږي .
سوداګريز، دمړينې،دولتي،اشخاصو او دلادرکۍ اعلانونه يې په څنګزنو ليکنو کې راځي چې دليکلو ځايونه يې هم جوت وي.
په ورځپاڼو کې دصفحو دډکون او لوستونکو دذوق په اساس اوږدې ليکنې په پرله پسې ډول په منځنيو مخونو کې خپريږي. دورځپاڼودمخونو شمېر جوت او کره نه وي خو له څلورو نيولې بيا تر لسګونو مخونو پورې وي .ځينې ورځپاڼې دبيلابيلو سيمو لپاره ځانګړي مخونه هم لري.
په څلور مخيزه ورځپاڼه کې ورځني مسايل په ښه بڼه خپريداې شي.دداسې ورځپاڼو لوستونکي هم خورا زيات وي خو چې تر دې يې د مخونو شمېر زيات شي نو لوستونکی دستومانۍ تر اغېزلاندې راولي .
دزياتو مخونو ورځپاڼه يو ډول ځانګړې کليشې هم لري چې تر همدغو کليشو لاندې ځانګړي موضوعات خپروي .
دبيلګې په توګه دځوانانوو کوچنيانو، ميرمنو،ادب،ورزش ،سوداګرۍ او داسې نور...
ورځپاڼه شاو خوا دوه پېړۍ عمر لري په اسانۍ سره له يو ځای نه بل ځای ته وړل کيږي. دغه راز دورځپاڼې لپاره په خپل نوم يو ځانګړى کاغذ هم شته.
ب : دورځپاڼې تخنيکي برخه:
دورځپاڼې خبر،سرليکونو،متن او کليشو ته دتورو انتخاب او ډيزاين ځانګړې لوړه سليقه غواړي ،چې پر همدې بنسټ هره ورځپاڼه ديو معيار څښتنه ده ،ډيزاين ورځپاڼې ته دلوستونکو او مارکيټ په موندلو کې کارنده ونډه لري ،ډيزاېنر دمسؤولو کسانو په سلا او څارنې سره ورځپاڼې ته ځانګړى چوکاټ برابروي چې همدا چوکاټ لوستونکي ځانته پخپله راجلبوي.چلوونکى هم هڅه کوي چې ځانګړي شوي چوکاټ او کليشې ته وړ ليکنې ومومي ،په ځينو ورځپاڼو کې ټاکل شوې کليشې خپل چلوونکې لري ،تر هر څه دمخه دورځپاڼې په تندي (لومړي مخ) باېد بېړنې خبر وليکل شي دغه راز ددې مخ ټول خبرونه بايد نوي او تازه وي.
هر سرليک بايد واضح،څرګنداو له ابهامه پاک وي،توري يې بايد داسې وي چې هر څوک يې دلوستلو توان ولري،سرليکنه چې د ورځپاڼې مهمه برخه ده بايد هڅه وشي چې په لومړي مخ کې وکښل شي ،سرليکنه په ورځنيو روانو پېښو ،سياسي،فرهنګي او ټولنيز بهير ليکل کيږي ،دورځپاڼې لومړى مخ بايد دداسې مطالبو وړاندې کوونکى وي چې لوستونکى يې دليدلو سره سم له ځمکې پورته کړي ،ټولې سرخۍ بايد زړه راښکونکې وي چې لوستونکي ته تلوسه پېدا کړي ،يوه بريالۍ ورځپاڼه په لنډو ورځو کې ددې جوګه کيداې شي چې ځانته دپلور او لوستلو مارکيټ ومومي ،په يوه ورځپاڼه کې له مسؤل مدير،مرستيال او تخنيکې ډلې پرته عکس اخيستونکی (انځور ګر)او لسګونه نور کسان په دنده ګومارل کيدای شي.
مجله :
مجله له آره دچاپي خپرونو هغه ډول ته ويل کيږي چې دوخت له مخې په ځنډني او دمحتوا له مخې دبېلابېلو ګڼو ليکنواو يا په ځانګړي مسلکي بڼه خپريږي .وړاندې تر دې چې پر دغو ډولونو وغږيږو دمجلې نوم راسپړو .
مجلې ته دمجلاتي ژورناليزم نوم هم ورکول شوى .
څرنګه چې دمهال له مخې په ځنډ سره خپريږي نوځينې څيړونکي يې له نوروځنډنيو خپريدونکو خپرونو لکه رسالې يا جريدې سره يوګڼي خو دمضامينو دمنځپانګې(محتوا) څومره والي او څرنګوالي له مخې سره توپير لري، دمجلې لپاره په انګريزۍ کې (مګزين) او په عربۍ کې ورته (مخزن)مترادف ګڼل شوي .
مخزن يعنې دقيمتي څيزونو خزانه .
دلته بيا څيړونکي دګټورو ليکنو له مخې رساله ،جريده او مجله درې واړه يو بولي .
په اردو ادب کې مجله رساله بولي .دډيورنډ له پولې پورې غاړه پښتانه ليکوال هم مجله رساله بولي او رساله دمجلې او جريدې دواړو لپاره کاروي.خو ادب څيړونکي بيا رساله هغه اثر ته وايي چې پر يوې مشخصې او ځانګړې موضوع څېړنه شوې وي او دکتاب په انډول يې د مخونو شمېر لږوي.
مجله دکتاب په څېر جلدي پوښ لري،په لويو ،منځنېواووړو کچو چاپيږي .مجله دمهال له مخې مياشتنۍ،دوه مياشتنۍ،درې مياشتنۍ،فصلنامه،شپږمياشتنۍ،کلنۍ او مهالنۍ بڼه لري.
مجله په دوو برخو ويشلای شو:
الف :ګڼ ليکنيزه:
هغه مجله چې په بېلابېلو اړخونو کې ګڼې ليکنې په خپلو مخونو کې ځايوي.
لکه اقتصاد،روغتيا،ادب،هنر اوفرهنګ،سپورټ،او نورې ټولنيزې ليکنې چې دداډول مجلو شمېر نن سبا سلګونو ته رسيږي.
ب : ځانګړې (اختصاصي)
دګڼ ليکنيزې په څېر بڼه لري خو توپير يې دمنځپانګې له مخې له هغې سره په دې کې دى چې په ځانګړې يا اختصاصي مجله کې زياتره ديوې ټولنې يا ادارې يا مسلکي ليکنې خپريږي .
لکه اقتصاد،روغتيا،کرنه،پانګونه، هنر او ادب ،ميرمنو،کوچنيانو،ځوانانو،سوداګرو،مذهبي او نور....چې دا ډول مجلې دګوتو په شمېر دي خو په پرمختللو ټولنو کې ډيری تر سترګو کيږي او ځانګړي لوستونکي لري .
جريده:
جريده هم دمنځپانګې له مخې دمجلې په څېر بڼه لري خو توپير يې په دې کې دى چې دجريدې مخونه دمجلې په پرتله کم او په منځنۍ قطع خپريږي .
جريده په چاپي بڼې سربېره ديوالي بڼه هم لري چې ډيرى ښوونيزې،روزنيزې،فرهنګي او ټولنيزې ادارې يې دخپلو فعاليتونو او عملي کارونو دڅرګندولو او استعدادونو دغوړېدا په موخه په يو چوکاټ کې پر دېوال راځړوي .
دمهال له مخې جريده هم په څو برخو ويشلای شو.
اونيزه،پنځلس ورځنۍ،مياشتنۍ او مهالنۍ.
دجريدې او مجلې تر منځ يو بل جوت توپير دا هم دى چې جريده يو ډول ليکنې خپروي لکه:ښوونيزې،ساينسي،فلمي،کرنيزې، روغتيایي،او داسې نور ې.