نجيب نايل
زه نجيب الله نايل د ارواښاد حاجي رئيس خان زوى چې نقريباً پر ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال د زړه ته راتېرې سيمې پېښور د ګلبهار په سيمه کې زېږېدلى شم، خو له آره د ننګرهار ولايت د سپين غره د لمنې د کږې د خوږياڼيو ولسوالۍ د زاوې د کلي اوسېدونکى يم.
لومړنۍ زده کړې مې د پېښور د افغان کمېشنرۍ د زندۍ پنډغالي (کيمپ) په ښوونځي کې ترسره کړي او تر کډوالۍ وروسته مې پاتې زده کړې په جلال آباد ښار د مياعمر په عالي لېسه کې تر دولسم ټولګي پورې بشپړې کړي دي.
له پېنځو کلونو راهيسې د ژورنالېزم په ډګر کې منډې رامنډې وهم او په دې برخه کې مې له بېلابېلو رسنيو سره ژورنالېستيکي چارې ترسره کړې دي چې ښې بېلګې يې د ولس غږ خپرونه، نننى افغانستان مياشتنۍ مجله، پانګه مياشتنۍ مجله او نور يادولى شم.
کله نا کله يو نيم مات ګوډ شعر هم ليکم چې له نېکه مرغه يوه شعري ټولګه چې (لکه ګل شونډې، لکه پاڼې سترګې) نومېږي، چاپ شوې ده. د دې تر څنګ مې په ژباړو کې هم يوه نيمه ليکنه ژباړم چې آرماګدون: درېيمه نړيواله جګړه چې يو ديني څېړنيز او سياسي ډوله کتاب دى، هم ژباړلى دى. د ژورنالېزم په برخه کې مې خپله هم ليکنې کړي دي او د نورو ژورنالېزم پوهانو ليکنې مې راژباړلې دي چې په دې برخه کې مې درې د ژورنالېزم کتابونه راژباړلي چې يو د ايران د وتلي ليکوال او ژورنالېست ډاکټر يونس شکرخواه يو چې پاړسي نوم يې (خبرنويسى مدرن) نومېږي، پښتو (نوې خبرليکنه) ته راژباړلى دى، يو بل کتاب چې ژورنالېستيک لارښود نومېږي، بېلابېلې د ژورنالېزم په اړه لارښوونې لري چې د ځوانو ژورنالېستانو لپاره يو ګټور کتاب دى او يو بل کتاب چې (د راپورليکنې بنسټونه) نومېږي، هم راژباړلى دى.
ژورنالېزم
د خبر برخېParts of news
خبر عموماً درې برخې لري. سرلیک، پیلامه اومتن، خو سرلیک یواځې په چاپي خبري رسنیو کې وي، ځکه سرلیک په چاپي رسنیو کې د خلکو د پام په ور اړولو کې کارنده رول لري. دبرېښنایي رسنیوخبرونه د دوه برخو یانې پیلامې او متن لرونکي وي. ځینې خبریالان یا د ژورنالیزم پوهان د برېښنایي رسنیو خبري سرټکي د خبرونو سرلیکونه ګڼي. د دوی دلیل دادی چې خبري سر ټکي هم د سرلیکونو په څېر د اورېدونکو پام ور اړوي. د خبر پیلامه News Lead:پیلامه په ان
د ښيښه يي ګړۍ سبک
د رسنۍ په نننۍ نړۍ کې د خبر جوړولو لپاره درې سبکونه چې ډېر مهم دي، عبارت دي، له:• د سرچپه هرم سبک Inverted Pyramid• داستاني يا روايتي سبک Narrative• د ښيښه يي ګړۍ سبک Hourglassد سرچپه هرم سبک د ټولو ژورنالېستانو لپاره په بشپړه توګه يو پېژندل شوى سبک دى. داستاني يا کيسه ييز سبک هماغه تاريخي سبک دى چې د نرم خبر Soft News په رامنځته کېدلو سره د دغه سبک ځايناستى ګرځېدلى دى او د ښيښه يي ګړۍ سبک هماغه له ليډ سره مل تاريخي سبک دى چې پر
د مرکې کولو هنر
وايي چې: ((که ژورنالېزم مسلک دى، مرکه کول Interviewing يو هنر دى؛)) ولې؟ ښايي په دې دليل سره چې تاسې د يوه ژورنالېست په توګه بايد په ټول هنر سره پر دې وتوانېږئ چې نور اړ او يا وهڅوئ چې د هغوى د خوښې او ميل له مخې هغوى ته او يا هغوى تاسې ته معلومات په لاس درکړي، له تاسې سره د خپل زړه خبرې وکړي او يا داسې ټکي راڅرګند کړي چې دا ځواکمنتيا ولري چې ستاسې د رسنۍ او د ټولنې لپاره ګټور واوسي، ستاسې اورېدونکي، لوستونکي او يا کتونکي خبر، خوښ او راضي کړي.تاسې بايد دا ځواکمنتيا ولرئ چې مر
اسلام او ژورنالېزم
كله چې ژورنالېزم د انساني ژوند يو اړين ضرورت او په ټولنه كې مهم او كارنده رول لري نو ذهن ته دا پوښتنه راپيدا شي چې څنګه كېدلى شي اسلام په دې اړه اصول او لارښوونې ونه لري.كله چې يو ژورنالست غواړي په دې ډګر كې كار وكړي نو بايد پوه شي چې خپله دنده لـه كومو اصولو سره سمه پرمخ بوځي؟څه شى خپاره كړي او د څه شي لـه خپرولو ډډه وكړي؟ عظيم الشان قران او نبوي سنت په دې اړه څه لارښوونې لري؟ د پورتنيو سوالونو د ځواب موندلو لپاره كه د قران عظيم الشان او نبوي ارشاداتو پاڼې راواړول شي نو د ژ
راپورتاژ څه شی دی؟
راپورتاژ يا د سترګو ليدلي حال هغه نكل يا راپور ته وايي چې بنسټ يې پر رښتينولۍ ولاړ وي.راپورتاژ په دوه ډوله دي:۱- د سترګو ليدلي حال نکل چې لوستونکيو او ليدونکيو ته د معلوماتو د ورکولو لپاره پکارېږي.۲- يونليک يا د مساپرۍ راپور چې لوستونکيو يا ليدونکيو ته پردۍ نړۍ، د هغې نااشنا، د حيرانتيا وړ ځايونه، پردی هڅوب (كولتور) او د پرديو خلکو نکل کوي او يا هم د دې لپاره چې لوستونکي او ليدونکي وهڅوي چې په سيل ووځي، نو ځکه هم ډېرې داسې هاند و هڅې شوې دي چې د
د خبري آژانسونو لړليک
په ټوليزه توګه په نړۍ کې درې ډوله خبري آژانسونه شتون لري. ١- سيمه ييز آژانسونه:سيمه ييز آژانسونه هغو آژانسونو ته ويل کېږي چې له خپل اړوند هېواد پرته په سيمه او ګاونډيو هېوادونو کې هم رسمي څانګې لري. په سيمه ييزو آژانسونوکې ټول ټال ١٦ آژانسونه ګډون لري چې لاندې لښتليک کې يې نمونې کتلاى شئ:د اروپا خبري آژانس Agency of Europe (AE)د سوېلي امريکا خبري آژانس Association of National Informationد کارابېن خبري آژانس Caribbean
دژورنالیزم اخلاق Press Ethics
مفهوم Meaning:اخلاق څه شی دي؟ په اکسفورډ ډکشنري کې د اخلاقو مانا داډول بیان شوې چې: “Rule of conduct recognised in certain limited department of human life.”د ژورنالیزم اخلاق هغه ژورنالیستي معیارونه دي، چې د یوشي ښه یا خراب، سم یا ناسم، مسول او غیرمسول ارزښتونه ټاکي. دغه ژورنالیستي معیار ته د ژورنالیزم ارزښتونه (Canons of Journalism) هم وایي. د ژورنالیزم داارزښتونه د ژورنالیست دندې او مسولیتونه هم ټاکي، لیکن هغه دندې او مسولیتونه کوم قانوني
د چاپی رسنېو ډولونه
دژورنالستيکو آرونو له مخې رسنۍ په درې برخو ويشلای شو.۱- چاپي خپرونې (پرنټ ميډيا)۲- غږيزې او تصويري خپرونې (راډيوتلويزيون)۳- برېښنايي خپرونې (انټرنېټ،وېب پاڼې)دلته تر ټولو لومړى غواړو پر چاپي خپرونو وغږيږو.چاپي خپرونې ديولړ ځانګړنو له مخې په لاندې برخو ويشلای شو: - ورځپاڼه- رساله- کتابونه- دېوالي جريده( اونيزه،١٥ورځنۍ،مياشتنۍ )- خبرپاڼه- فصلنامه- پوسټر - بولټن- مجله (مهالنۍ،مياشتنۍ،دوه مياشتنۍ، درې مياشتنۍ،شپږمياشتنۍ،
د ژورناليزم معمولي ژبه JOURNALISM COMOMON LANGUAGE
To Cover a Story: کله چې يوه خبري ناسته يا کومه پېښه او يا هم کومه خبري موضوع ليکئ او يا د هغه راپور ورکوئ، دېته د پروګرام کوور کول (تر پوښښ لاندې نيول) وايي.In–Depth Coverage of: د يوه خبر يا پېښې ژور څېړلو او تحليلولو ته وايي.To Verify: د يوې موضوع په دقت سره ځيرلو او سپړلو ته وايي.Eye Witness Reports: معمولاً د پېښې په ځاى کې د عيني شاهدانو خبرو ته ويل کېږي چې په حقيقت کې څه پېښ شوي دي.
د ژورناليزم او ميډيا ډولونه Types of Journalism and Media
خپرنيز ژورناليزم Broadcast Journalism: هغه ژورناليزم ته ويل کېږي کوم چې د ټلويزيون او راډيو له لارې خپرېږي.چاپي ژورناليزم Print Journalism: هغه ژورناليزم ته ويل کېږي کوم چې د چاپي رسنيو له لارې خپرېږي، لکه ورځپاڼه، مجله او نور.پرليکه ژورناليزم Online Journalism: هغه ژورناليزم ته ويل کېږي کوم چې د انټرنېټ له لارې خپرېږي.خپلواکې يا آزادې رسنۍ Independent Media: هغه ډله رسنۍ دي چې پرته د دولت له تسلط څخه په آزاده توګ
ژانرهاى ادبى و تبليغى
قبل از اينکه در رابطه به ژانرهاى تبليغى ادبى طور مشرح و همه جانبه مطالبى عرضه گردد، ناگزير بايد به گونۀ مقدمه در باب تبليغ که خاصۀ ژورناليزم است و به همين ترتيب در رابطه به صنايع ادبى که ارتباط مستقيم به ادبيات دارد، معلوماتى ارايه گردد.چنانچه ميدانيم و قسمى که از عنوان پيداست، ژانرهاى تبليغى ادبى؛ آميزه يى از ژورناليزم و ادبيات است. درينجا سوال خلق ميشود که تبليغ چيست؟ در جواب بايد گفت که وسيلۀ تاثير سياسى بالاى توده هاى وسيعى از مردم از طريق تدوير ميتنگ ها، ايراد سخنرانى ها، چ
ادب او ژورناليزم
ځينې خلك ژورناليزم او ادب يو صنف ګڼي. كېداى شي دغه خلك د خپل عامه فكر لپاره ډول، ډول دليلونه ولري، ولې ځينې داسې برخې شته چې پكې ژورناليزم او ادب له يو بل سره ورته موخې لري. د بېلګې په ډول ژورناليزم كېداى شي د يوه خاص دور تاريخ وګڼل شي چې د اوچتې پايې ادب هم همدا ځانګړتيا لري. همدارنګه كه د ناخوالو پر خلاف ژورناليزم غږ پورته كړى، ادب هم چوپ پاتې شوى نه دى او په يو ډول يې د ظالم پر خلاف څه ويلي او مظلوم يې ستايلى او د ظلم پر خلاف په هڅو يې پر شا ډبولى دى.په افغانستان كې د شوروي د
فيچر Feature
فيچر د اوسني وخت يو بل ژورناليسټيك ژانر دى چې نن سبا ډېر لوستونكي لري. فيچر د خبرونو سره له دې لامله څنګ لګوي چې د خبر په څېر په فيچر كې هم حقيقتونه وړاندې كېږي؛ خو په دې توپير سره چې په فيچر كې حقيقتونه په ډراماټيك انداز وړاندې كېږي. د خبر په پرتله په فيچر كې مشاهده، تحقيق او شننه زياته وي. په موجوده وخت كې د ورځپاڼو او مجلو د زياتوالي له لامله د فيچر اهميت ځكه زيات شوى دى چې خبرونه خو ټولې ورځپاڼې ليكي او عام ولس له خبرونو يو څه اندازه ستومانه شوي؛ نو د دې لپاره چې ورځپاڼه زيات
متمدن يا ښاري ژورناليزم څه ته وايي؟
مخکې له دې چې موږ د مدني ژورناليزم په اړه وغږېږو، لومړى ښايي مدني او مدنيت وپېژنو، مدني Civic د لاتيني ژبې له Civitas څخه رااخيستل شوې ده چې د ښار او ښاري پر مانا کارول شوې ده، ارسطو وايي: ((انسان يو مدني الطبع او ټولنيز حيوان دى او څوک چې په ټولنه کې ژوند نه کوي، اصلاً حيوان دى.))د انسان اړتياوې ډېرې دي چې هغه کولى نه شي يوازې واوسېږي، کله چې انسان د تيږو او غارونو ژوند پاى ته ورسولو او له يو بل سره يې ګډ ژوند پيل کړو، هغه مهال په ټولنه کې د خلکو سره يو ځاى ژوند ته مدنيت وويل ش
د وال سټريټ ژورنال خبري سبك
د وال سټريټ ژورنال فارمول له فيچري ليډ سره د خبر د ليكلو يوه نوې طريقه ده چې د يوه تن چې د يوې ټوليزې يا عمومي ستونزې درلودونكى وي، متمركز كېږي. په دې مانا سره چې له يوې ځانګړې بېلګې څخه د عمومي موضوع پر لوري خوځښت او حركت كوي. اصلي نكته په نټ ګراف Nut Graph كې ځاى نيسي. همدارنګه كېدى شي چې په يوه توصيفي ليډ يا يوه داستاني او روايي ليډ سره پيل شي. دغه سبك معمولاً په هغو خبرونو كې چې د مسايلو Issues او ستونزو Problems په اړه بحث كوي، كارول كېږي. د خبر په متن كې د ليډ ملاتړي ا
د بلوكي خبر جوړښت
تاسو په ځواكمن ګومان سره تر اوسه له دغه سبك څخه بېلابېلو مخاطبينو ته د بېلابېلو مطالبو د وړاندې كولو لپاره ترې ګټه پورته كړې ده. دغه سبك د مطالبو په ډلبندۍ (دسته بندۍ) كې د خبري كيسو يا داستانونو له يوې برخې څخه ډېر اغېزمن طرز او روش دى، لومړى د خبر چڼ يا نچوړ وړاندې كېږي، په هغه ډول چې د لوستونكي ذهن په بشپړه توګه راويښ كړي او وروسته په وروستنيو برخو كې د كيسې يا داستان اصلي كرښې وړاندې كېږي.د دغه سبك په كارولو كې يو له مهمو كارونو څخه، لاندينيو سرليكونو ته پاملرنه او توجه د
ژېړ ژورناليزم
سريزه: زموږ ګران هېواد افغانستان د تاريخ په اوږدو كې ډېرې لوړې او ژورې تېرې كړې دي، د ژورناليزم په برخه كې يې هم برياليتوبونه او ناكامۍ درلودې، ډول، ډول مطبوعاتي نظامونه يې په خپلو وختونو كې تجربه كړي، لكه د مطبوعاتو امرانه نظام، ازادي پلوه نظام او داسې نور.خو له دې سره، سره بيا هم د خوشالۍ ځاى دى چې په افغانستان كې د مطبوعاتو د ازادۍ د نظام په درشل كې يو، دا په دې ملنا چې موږ كه په قانون كې ازادي لرو، مګر د هېواد رسنۍ او مطبوعات دومره وړت
خبر، خبريال او خبريالي
انسان له خپل پيدايښت سره سم په دې هڅه او تكل كې ؤ چې د نويو اطلاعاتو او معلوماتو د راټولونې او خبرېدنې لپاره هلې ځلې وكړي. په لرغونو وختونو كې انسانانو د خبرېدا او آګاهۍ لپاره بېلابېل وسايل او ګڼ كاركوونكي پر كار ګومارلي او اچولي وو، تر څو له حالاتو څخه خبر شي. د بېلګې په توګه، پخوا به خلك په يوه لوى كوټ (كلا) كې په ټولنيز ډول ګډ اوسېدل، د كوټ شاوخوا به يې ساتونكې او څارونكې پوستې جوړولې، تر څو د كوټ ساتنه، دفاع او هم كوټ ته زر تر زره د كوم پېښېدونكي خبر او يا پېښې خبر وركړي
ژورناليسټيک طنز
انسانانو د خپلې موخې او ارمانونو د بيان او څرګندېدا لپاره په بېلابېلو او ليكنيزو امكاناتو توانېدلي چې پر كار يې واچوي، مګر ټوليز هنري او پوهنيز برخورد په دغه اړخ كې له رښتينې ځيركۍ او نامستقيمې تېرايستنې څخه عبارت دى. په دغه ليكنه كې نامستقيم او طنزي حالت، تر كومه چې ډېر اړين دى، د جر و بحث لاندې نيول كېږي.طنزليكنه د هنريت او ليكوالۍ يو سپېڅلى هنر دى چې د نثر، نظم، كارټون، كاريكاتور، نندارو، اشارو او خوځشتونو په اډانو او قالبونو كې بيان او اجراء كېږي. طنزليكنه د و
د پوښتنو تخنيكونه Techniques of Asking
حقيقي پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې له موږ سره د معلوماتو په راټولولو كې مرسته كوي او د دې ترڅنګ د مركې جريان ژوندى ساتي.ستراتيژيكې پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې ژورناليسټ د دې په وسيله موخه او هدف لاسته راوړي دا ډول پوښتنې د مركې د پرمخ بېولو له پاره زمينه برابروي. حقيقي پوښتنې په دوه ډوله دي:1_ تړلې پوښتنې : هغه پوښتنې دي چې د دې په وسيله كولى شئ لږ معلومات لاسته راوړئ.2_ آزادې پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې د دې په و
پلټونکى يا تحقيقي ژورناليزم Investigative Journalism
په غربي نړۍ کې د پلټونکي ژورناليزم اصطلاح له ١٩٧٠ کلونو راهيسې مشهوره ده. کله چې ډېر خبريالان دغه اصطلاح اوري، د دوى ذهن ته پټې کېمرې، پټ ثبتول، پټ هويت او مايکروفونه درېږي، خو دا د هر يو ژورناليسټ د کار يوه وړه برخه ده.د دې مانا دا ده چې کله يو خبر ليکل کېږي، بايد له ثبوت نه وروسته وليکل شي، يوازې دا نه چې ژورناليسټ تور ولګوي او بېرته يې بيا رد کړي. بايد حقايق راوباسو او د هغو د ملاتړ لپاره شواهد راغونډ کړو. خو ځينې موضوعات شته چې د دوديزې کچې په پرتله د زياتو هڅو غوښتونکي د
د برېښناليك له لارې د مركې لارښود
جنتان دوب پر ۲۰۰۳ كال د برېښناليك E-mail له لارې د يوې مركې زياتونې او كمونې د خپل ويبسايټ د لارښوونو په كالمونو Web Tips Columns كې په څرګنده ښودلې دي. د شخصي مركې د ټوليز شكل د اندازې له هماغو كمبوتياوو سره، د برېښناليك له لارې يوه مركه د ټيليفوني مركې سره ورته والى لري، مګر په ټيليفوني مركه كې رښتيا هم خبريال د وخت Deadline له نظره د فشار لاندې وي. په دې ځاى كې، څه ډول د ګزارش لپاره له دې ډول ځانګړې اړيكې يا ارتباط څخه ګټه د توجه وړ نيول شوې ده، په دې اړه د سنديپ ج
ژورناليزم او د ژورناليزم موخې او ارزښت
ژورناليزم څه ته ويل کېږي؟ په دې اړه د پوهانو تر مينځ د نظر اختلاف موجود دى. بېلابېلو پوهانو دغې پوښتنې ته بېلابېل ځوابونه ورکړي دي، چا ورته يو او چا ورته بل تعريف غوره کړى دى، خو د هر چا تعريف پر خپل ځاى سم دى. که څه هم د ژورناليزم کليمه اوس په ټولو ژبو کې يوه منل شوې کليمه ده او هم په همدغه بڼه کارېږي، خو بيا هم نور کليمات کارول کېږي.په عربۍ کې د ژورناليزم لپاره د صحافت کليمه چې له صحف څخه اخيستل شوې، کارول کېږي. په لومړنيو وختونو کې د محض، صحيفه او صحايف اصطلاحګانې د پاکو او س
د خلكو غږ Vox Pop
د خلكو غږ چې په ژورناليزم كې ورته واكس پاپ (Vox Pop) هم وايي او هغه ژورناليسټيك ژانر دى چې په دې كې د خلكو غږونه، نظرونه، اندونه او مفكورې وړاندې او راوړلى كېږي. واكس پاپ له دوو لاتيني كليمو (Vox) او (Pop) څخه رغول شوى دى، واكس (Vox) د انګرېزۍ د (Voice) له ويي او كليمې سره ورته هممانيزه ويل كېږي چې په پښتو كې د (غږ) مانا وركوي او پاپ (Pop) د انګرېزۍ د (People) له ويي سره ورته هممانا دى چې په پښتو كې د (خلك) مانا وركوي، نو د واكس پاپ بشپړه مانا ((د خلكو غږ)) كېږي.په واكس پاپ ك
انځوريزه ليكنه Portrait Story
انځوريزه ليكنه هغه ژورناليسټيك ژانر دى چې د يوه سړي په اړه معلومات وركوي يا انځوريزه ليكنه د هغه سړي په باره كې ليكل كېږي چې يو نه پېښېدونكى كار يې كړى وي او يو هنر ولري. بايد د هغه شخص انځور (عكس) هم شتون ولري، په چا چې ژورناليسټ انځوريزه ليكنه ليكي، ځكه چې په دې ليكنه كې د ليكنې تر څنګ د هغه سړي د انځور راوړل هم اړين او ضروري دي.ځينې خلك انځوريزې ليكنې ته انځوريز راپور وايي چې دا خبره باالكل ناسمه او بې بنسټه ده، ځكه چې انځوريزه ليكنه او د هغو خلكو په وينا انځوريز راپور سره ډې