انځوريزه ليكنه هغه ژورناليسټيك ژانر دى چې د يوه سړي په اړه معلومات وركوي يا انځوريزه ليكنه د هغه سړي په باره كې ليكل كېږي چې يو نه پېښېدونكى كار يې كړى وي او يو هنر ولري. بايد د هغه شخص انځور (عكس) هم شتون ولري، په چا چې ژورناليسټ انځوريزه ليكنه ليكي، ځكه چې په دې ليكنه كې د ليكنې تر څنګ د هغه سړي د انځور راوړل هم اړين او ضروري دي.
ځينې خلك انځوريزې ليكنې ته انځوريز راپور وايي چې دا خبره باالكل ناسمه او بې بنسټه ده، ځكه چې انځوريزه ليكنه او د هغو خلكو په وينا انځوريز راپور سره ډېر غټ توپير لري او هغه دا دى چې په انځوريزه ليكنه كې ژورناليسټ كولى شي چې خپل نظر داخل كړي او په هيڅ ډول راپور، كه هغه انځوريز وي او كه بل ډول، نظر راوړلى نه شي.
په دغه ژورناليسټيكه ليكنه كې ژورناليسټ پېيلى وي، كولى شي خپل نظر په كې وړاندې كړي، ځكه چې دغه ليكنه لكه د تبصرې غوندې د ژورناليسټ پر اند او نظر ولاړه وي او د څلورو ژورناليسټيكو ژانرونو او ډولونو (راپور، فيچر، مركې او تبصرې) څخه جوړه او درلودونكې وي يانې د هغه شخص په اړه كه چېرې د له ژورناليسټ سره معلومات او راپورونه موجود وي او پر حقيقت ولاړ وي، راوړلى كېږي. په فيچر كې د سړي ځانګړنې يا مشخصات لكه سترګې، وروزې، مخ، وېښتان، رنګ او نور راوړل كېږي، په مركه كې د هغه سړي وينا يا د مركې غوره نكتې چې خورا ډېرې مهمې وي راوړلى كېږي او تبصره كې خپله د ژورناليسټ نظر وي او د هغه شخص پر اخلاقو او نورو خواوو باندې غږېږي.
Portrait Story is Mixture of Reports+ Features+ Interview & Comment.
كه چېرې د انځوريزې ليكنې لپاره توكي او مواد پيدا نشي او يا يې په لاس كې نه لرئ، نو بايد كتابتون يا آرشيف ته ولاړ شئ، تر څو د انځوريزې ليكنې د ليكلو لپاره وړ توكي لاس ته راوړئ. ادبي، شاعرانه او خيالي كليمات د انځوريزې ليكنې يوه غوره برخه جوړوي، ښكلا وربښي او په رنګينۍ كې يې لا زياتوالى پيدا كوي.
انځوريزه ليكنه بايد جمله پر جمله يا د زينې د پوړيو غوندې په پر له پسې ډول وليكل شي، ځكه چې د جملو پر له پسېوالى او تسلسل لوستونكى اړباسي چې انځوريزه ليكنه تر پايه ولولي او هم ژورناليسټ بايد د انځوريزې ليكنې د ليكلو پرمهال خپل ځان لوستونكى وګڼي او داسې وګڼي چې دغه ليكنه ځانته ليكي يانې په دې سره كولى شي چې خپل ځانته د ليكنې زړه راښكونتيا او دلچسپي معلومه كړي. د انځوريزې ليكنې لومړنۍ جمله بايد د مقناطيس غوندې وي، ځكه چې خلك جذب كړي او همدارنګه ژورناليسټ كولى شي چې د لومړنۍ جملې ځاى كې د هغه شخص له مركې څخه يوه غوره وينا يا نقل قول راوړي.
دېته پام كول په كار دي چې د ((البته)) او نورې هغه كليمې چې شك راپيدا كوي، بايد رانه وړل شي، ځكه چې شك پيدا كېدل انځوريزه ليكنه بېخونده كوي. همدارنګه دغه ژورناليسټيكه ليكنه بايد د كرونولوژۍ او بيوګرافۍ په بڼه ونه ليكل شي، داسې دې وليكل شي چې لوستونكى د هغه شخص په باره كې بشپړ، هراړخيز او انځوريز معلومات لاسته راوړلى شي او همدارنګه بايد په دې ليكنه كې فاعلي ضميرونه رانه وړل شي، ښايي د فاعلي ضمير پر ځاى د هغه شخص نوم راوړل شي.