مخکې له دې چې موږ د مدني ژورناليزم په اړه وغږېږو، لومړى ښايي مدني او مدنيت وپېژنو، مدني Civic د لاتيني ژبې له Civitas څخه رااخيستل شوې ده چې د ښار او ښاري پر مانا کارول شوې ده، ارسطو وايي: ((انسان يو مدني الطبع او ټولنيز حيوان دى او څوک چې په ټولنه کې ژوند نه کوي، اصلاً حيوان دى.))
د انسان اړتياوې ډېرې دي چې هغه کولى نه شي يوازې واوسېږي، کله چې انسان د تيږو او غارونو ژوند پاى ته ورسولو او له يو بل سره يې ګډ ژوند پيل کړو، هغه مهال په ټولنه کې د خلکو سره يو ځاى ژوند ته مدنيت وويل شو، خو د انسان د سياسي، ټولنيزو او اقتصادي پرمختګونو په پايله کې مدنيت هم بېل مفهوم ورکړ، ځکه که موږ له حقوقي پلوه ټولنه په دوو برخو وېشو، يو هغه ټولنې دي چې هلته ديکتاتوري واکمنه وي، هلته نو خلک يو، يو بل سره د خپلو بنسټيزو حقوقو لکه د ژوند حق، د ملکيت او جايداد حق، د رايې حق، د کانديدۍ حق، د سياسي سازمان جوړولو حق، د دندې حق او د زده کړې د حقوقو له تساوۍ څخه بې برخې وي.
دويم هغه ټولنې دي چې خلکو ته يې دغه ياد شوي حقوق په برابره توګه ورکول شوي وي، مدني ټولنه بلل کېږي. دا چې ټاکنې د مدني ټولنې پر لور يو ګام دى، نو له دې کبله د ژورناليزم هغه بڼه چې خلکو ته د رايو ارزښت، د رايې ورکونې څرنګوالى، همدا راز د خلکو ستونزې واکمنو ته او د واکمنو کړنې ولس ته ورسوي، مدني ژورناليزم باله شي. دغه ژورناليزم (د ښاريانو پر بنسټ) د ټولټاکنو پر پوښښ باندې ټينګار کوي او د متمدن يا ښاري ژورناليزم په اند د ژورناليسټانو لومړنۍ اړينه دنده د ښاريانو په ملکي ژوندانه کې مرسته کول دي. د ښاري ژورناليزم فلسفه په دې کې نغښتې ده چې د ژورناليسټانو يوازينۍ دنده د داسې خبرونو برابرول دي چې له خلک سره مرسته وکړي، تر څو د خپل حکومت په چارو کې کارنده برخه او ونډه واخلي. دغه فلسفه زموږ څخه غواړي چې موږ د عامو وګړيو ژوند او د ژوند اړتياوې د زورورو له غوښتنو نه لوړې وګڼو او د خپلو راپورونو په مينځ کې راونغاړو.
د ټولټاکنو په اړه د متمدن ژورناليزم موخه د سياسي ګوندونو له خوا د مينځته راغلې اجنډا په پرتله د ورځنيو حقايقو په اړه راپور ورکول دي. په متمدن ژورناليزم کې د ټولټاکنو پر مهال ژورناليسټان د ګوندونو د اجنډا پر ځاى د ورځنيو حقايقو په اړه راپور ورکونې ته زيات ارزښت ورکوي، د ښاريانو اړوند پوښښ به يوازې د کانديدانو د مبارزې د کړنلارې او يا د دوى د ناڅرګندو ژمنو د راپور ورکولو په پرتله پر مسايلو، د پېښو په حل و فصل او حقيقتونو متمرکز وي.
په دې توګه به تل يو رښتينى ژورناليسټ مخامخ لوستونکيو او سرچينو سربېره د عامو ښاريانو چوپړ کړى وي، ستاسو اغېزمنتيا او لېوالتيا په هغو خلکو کې زياتېږي، څوک چې ورځپاڼې او يا ستاسو خپرونې وينې او اوري. عام خلک به ستاسو ليکنې، معلومات او مقالې خپلو ملګريو او نورو خلکو ته ورکړي. د اړوندو خدماتو په اړه به تازه دم راپورونه د سيمه ايزو رسنيو څخه لاسته راوړي يانې دغه راپورونه به د راډيوګانو له خوا خپاره او هغه وګړي به يې هم واوري چې نالوستي او يا په لېرې سيمو کې مېشت او استوګنه لري.
په زياترو وختونو کې به ټوله نړۍ ستاسو د هېواد ټولټاکنې ستاسو د ژورناليسټيکي کارونو له مخې وګوري. د مدني ژورناليزم يوه موخه د ټاکنو د بهير پوښښ دى چې د دې پوښښ موخه دا ده چې مطبوعات پرته له دې چې خلک د کانديدانو له خبرو څخه خبر کړي، بايد د ټاکنې د بهير د پوښښ په اړه نورې دندې هم پر مخ يوسي. اصلي هدف او موخه خلکو ته روښانول دي چې دوى هم د دې ځواک او توان لري چې د موضوعاتو په اړه فکر وکړي، مسايل وڅېړي، خپل نظر څرګند کړي او د دې مسؤليت لري چې د ټاکل شويو کسانو غوښتنه وکړي.
دا په دې مانا چې د ټاکنې بهير ډېر راپورونه لري چې هر يو يې د مختلفو موخو لرونکي دي او د هر يو کانديد، د هغه ګوند د ټاکنو د بهير په اړه د معلوماتو برابرول چې نوموړي معلومات بايد ښکاره، اسانه او د پام وړ وي، تر څو رايه ورکوونکي پرې پوه او ښه کس وټاکلى شي.
د پېښو په اړه د راپورونو تشرېح کول:
د ټاکنو خبرونه يوازې د کانديدانو خبرې او د ټاکنو پر پرسونل باندې نه دي. ژورناليسټان بايد هر ډول پېښې تشرېح کړي، که څه هم سياستوال او د ټاکنو کارکوونکي د يوې  ښې او وړ ټاکنې په رامينځته کولو کې بوخت او مصروف وي.
د نظريو او پرېشانيو واضح کول:
دا مهال بايد خلکو ته غوږ کېښودل شي او د هغوى د اړتياوو او پرېشانيو څخه ځان خبر کړل شي او کانديدان بايد د دوى غوښتنو او پوښتنو ته ځواب ووايي.
د ګوندونو په اړه د پوښتنو ټولول:
کانديدان او رهبران له دوى څخه وپوښتي چې آيا د دوى وعدې به تر سره شي؟ آيا دغه ځانګړي کانديدان پوه کسان دي؟ تر اوسه يې څه شى کړي او که نه؟ او د دوى د لګښت پانګې څه دي؟
د موضوعګانو رابرسېره كول او د هغوى حل لارې:
هغو موضوعګانو ته ډېر پام وكړئ چې د رايه وركوونكيو د پرېشانۍ لامل ګرځي، د ستونزو دلايلو ته پام وكړئ او كوم كس د دې ستونزې د حلولو توان لري. وروسته د كانديدانو په اړه بشپړ معلومات وليكئ چې څنګه هغوى د دغو موضوعګانو په اړه خلكو ته خبرې كوي.
د ټاكنو په بهير كې د ستونزو ښكاره كول:
د انتخابېدو، كمپاينونو، نومليكنې او د رايې وركولو د ستونزو په اړه چې د يوه ښه او وړ كانديد په ټاكلو كې مرسته كوي، څېړنه كول او دغه ستونزې بايد راپور، ثبت او پرې فكر وشي.
د ټاكنو د ښه ترسره كېدو لپاره لاسرسى كول:
د خپلواكو ټاكنو معيارونه بايد وپېژنئ او باوري اوسئ چې دغه معيارونه دمخه جوړ شوي دي. ژورناليسټان د پلټونكيو مفتشينو په توګه كار كوي او د ټاكنو د مشروع كېدو پر مهال ښايي خپل عكس العمل وښيي.
د قانون د واكمنۍ او د مسؤليت د منلو زمينه برابرول:
د ټاكنو راپورونه هره ورځ او هر كال صورت نيسي. رايه د دغې پروسې لومړنۍ برخه ده او ژورناليسټان بايد هغه كسان بريالي وښيي چې پر خپلو وعدو ولاړ وي.