فيچر د اوسني وخت يو بل ژورناليسټيك ژانر دى چې نن سبا ډېر لوستونكي لري. فيچر د خبرونو سره له دې لامله څنګ لګوي چې د خبر په څېر په فيچر كې هم حقيقتونه وړاندې كېږي؛ خو په دې توپير سره چې په فيچر كې حقيقتونه په ډراماټيك انداز وړاندې كېږي. د خبر په پرتله په فيچر كې مشاهده، تحقيق او شننه زياته وي. په موجوده وخت كې د ورځپاڼو او مجلو د زياتوالي له لامله د فيچر اهميت ځكه زيات شوى دى چې خبرونه خو ټولې ورځپاڼې ليكي او عام ولس له خبرونو يو څه اندازه ستومانه شوي؛ نو د دې لپاره چې ورځپاڼه زيات نه زيات لوستونكي راجلب كړي، په كار ده چې له نورو ورځپاڼو سره سيالي وكړي؛ نو د نورو ورځپاڼو د وروسته پرېښودو په موخه فيچر ليكل كېږي. په فيچر كې موخه خلك له ورځنيو پېښو خبرول او همدارنګه هغوى ته يوه اندازه د تفرېح لپاره سامان برابرول دي.
فيچر د شخصياتو، پېښو، انساني فعاليتونو، مسلكونو او نورو موضوعاتو په اړه ليكل كېدى شي. بېلابېلو خلكو د فيچر بېلابېل تعريفونه ليكلي دي.
پټرسن ويلي دي چې: ((فيچر د خبر سره ورته والى لري چې پكې له حقايقو سره تحقيق، مركې او شننې د دې لپاره ورزياتې كړل شوې وي چې د لوستونكيو لارښوونه وكړي او هغوى خبر كړي.)) همدارنګه سپېرسور ويلي دي: ((فيچر د ورځپاڼو د ليكوالو له خوا په دې موخه جوړ شوى دى چې كم ارزښته معلومات زيات په زړه پورې كړي.)) د انځوريز ژورنالېزم د منځته راتلو نه وروسته اوس د فيچر سره يو شمېر عكسونه هم كارول كېږي چې موضوع سمه روښانه او لوستونكي راجلب شي. په دغو ورځپاڼو كې د هر خبريال د كار ساحه معلومه وي. سياسي، اقتصادي، پوهنيز، پوځي او داسې نورې د كار ساحې دي چې هر خبريال اړ دى چې د خپلې كاري ساحې اړوند خبر وليكي او همدارنګه هر خبريال د خپل اړوند كار د ساحې فيچر هم ليكي.
د فيچر د ليكوال لپاره اړينه ده چې لومړى خو بايد پر ژبه پوره برلاسى ولري، انځوركشي وكړاى شي او دويم دا چې د موضوع په اړه د تحقيق، شننې او مركې كولو په نتيجه كې د بشپړ معلوماتو د لاسته راوړلو ځواكمنتيا او توانايي ولري او له همدې لامله هر خبريال كولى نه شي چې فيچر وليكي، يوازې وتلي او تجربه كار خبريالان فيچر ليكلى شي.
د فيچر جوړښت:
په وروستيو كلونو كې فيچرليكنې ډېر ارزښت پيدا كړى دى، په فيچرليكنه كې د څېړنو، حقايقو او شاليد(پسمنظر) وركولو پر مهال بايد ليكوال خپله شخصي ونډه اخيستنه يقيني كړي. په لنډ ډول موږ ويلى شو چې فيچر بايد يو زړه راښكونكى پيل، له ولولې ډك منځ او هېښوونكى پاى ولري. فيچر بايد ښه تعريف شوى جوړښت ولري. په عمومي ډول فيچر د لاندې وركړل شويو برخو نه جوړ شوى دى.
سرليک: لوستونكيو ته د فيچر وړاندوينه ده. كه چېرې فيچر بشپړ او په زړه پورې وي؛ نو لوستونكي خپل طرف ته راجلبولى شي، په عمومي توګه موږ ويلى شو چې سرليك د فيچر پلورونكى دى، كه سرليك په زړه پورې وي خلك فيچر لولي او كه داسې نه وي؛ نو لوستونكى فيچر نه لولي. زړه راښكونكى سرليك لوستونكى د فيچر لوستلو ته اړباسي؛ نو له همدې لامله د فيچر د سرليك ليكلو پرمهال بايد ډېره پاملرنه وشي. سرليك بايد د فيچر له موادو سره تطابق وكړي، كه فيچر د يوې جدي موضوع په اړه ليكل كېږي؛ نو عنوان هم بايد جدي وي او كه نه ددې برعكس.
انټرو Intro: د فيچر په ليكلو كې لومړنى قدم د انټرو ليكل دي، لېكن د خبر د انټرو، چېرته چې د خبر نچوړ په انټرو كې وي، برخلاف دلته د كليماتو په وسيله انځوركشي كېږي. د فيچر انټرو لوستونكي د ټول فيچر لوستلو ته اړباسي. د فيچر د انټرو د اوږدوالي لپاره كومه اندازه او حد نشته، دا له يو نه تر څلورو پراګرافونو پورې اوږد وي. په خبر كې هڅه كېږي چې مهم ټكي يو دم د لوستونكي مخې ته كېښودل شي، ولې دلته بيا په انټرو كې تلوسه وي.
نټ ګراف Nut Graph: له انټرو وروسته نټ ګراف ليكل كېږي چې انټرو له نور فيچر سره تړي. اصلاً په دغه پراګراف كې روښانه كېږي چې ولې دغه موضوع دومره ارزښت لري چې په اړه يې فيچر ليكل كېږي. بېلابېلو پوهانو نټ ګراف په بېلابېلو بڼو تعريف كړى دى.
ځينې وايي چې نټ ګراف په فيچر كې د يو كركټر (شخص) يا د يو منظر چې په ليډ كې يې يادونه شوې وي وضاحت او تشرېح ته وايي. نور بيا وايي چې دغه پراګراف په اصل كې د فيچر ارزښت په ډاګه كوي چې موږ ولې فيچر ليكو؟ دغه پراګراف لوستونكيو ته د فيچر په اړه ذهنيت وركوي.
سيګنيفيکنټ ګراف Significant Graph: وروسته له دې چې په نټ ګراف كې د نظر يا كركټر په اړه يا د موضوع د شاليد په اړه لوستونكيو ته معلومات وركړل شي. سيګنيفيکينټ ګراف ليكل كېږي چې دا د فيچر تر ټولو مهمه برخه ده چې ليكوال لوستونكيو ته د موضوع په اړه نقل قولونه، اعداد او ارقام او نور معلومات وړاندې كوي.
پايله Conclusion: د فيچر وروستنۍ برخې ته ويل كېږي چې په ليكلو سره يې فيچر پاى ته رسېږي. د فيچر په نتيجه ګيرۍ يا پايله كې ليكوال يو په زړه پورې نقل قول يا وينا رانقل كوي. د فيچر جوړښت د خبر له جوړښت نه په كوم كې چې ليكوال له ډېر مهم نه كم مهم ته راځي، توپير لري. فيچر د يو منظر يا يو كركټر شخص نه پيلېږي، دلته اهميت كوم ارزښت نه لري؛ بلكې دلچسپۍ ته زيات ارزښت وركول كېږي. په زړه پورې توكي سره د فيچر پيل او د معلوماتو تسلسل بيا د كېمرې د ۲۰۰ متره سره ورته والى پيدا كوي چې په ځينو ځايونو كې يې ۲۰۰ متره غټ او په ځينو نورو كې بيا كوچنى كېږي. د خبر په پرتله په فيچر كې انساني احساساتو او جذباتو ته زيات ځاى وركول كېږي، لوستونكى داسې ګومان كوي، هر شى چې هغه يې لولي، ګويا هغه دغه منظر پخپلو سترګو ويني او د چاپېريال تغيرات پخپله حس كوي.
د فيچر د جوړښت بڼه له هغو پيالو يا ګيلاسونو سره ورته والى لري چې د يو بل له پاسه سرچپه اېښودل شوي وي. په دغه جوړښت او ساختمان كې ارزښت ته ګورو؛ نو د فيچر پيل له كم ارزښت لرونكي توكو نه شوى دى؛ خو دلچسپي يې زياته ده بيا د پيالې په منځ كې ارزښت زياتېږي؛ خو دلچسپي يې د پيل د توكو په پرتله كمه ده. د پيالې وروستنۍ برخه ښيي چې د دغو توكو ارزښت فوراً كم دى؛ خو دلچسپي يې هم د پورتنيو دواړو توكو په پرتله كمه ده او دا ترتيب په نورو پيالو كې هم تر پايه دوام پيدا كوي. په عمومي ډول كله چې يوه پېښه رامنځته شي، په لومړنۍ ورځ د پېښې خبر ليكل كېږي، په سبا يې څېړنيز خبر او له دې وروسته يې بيا په اړه فيچر ليكل كېږي.