انسانانو د خپلې موخې او ارمانونو د بيان او څرګندېدا لپاره په بېلابېلو او ليكنيزو امكاناتو توانېدلي چې پر كار يې واچوي، مګر ټوليز هنري او پوهنيز برخورد په دغه اړخ كې له رښتينې ځيركۍ او نامستقيمې تېرايستنې څخه عبارت دى. په دغه ليكنه كې نامستقيم او طنزي حالت، تر كومه چې ډېر اړين دى، د جر و بحث لاندې نيول كېږي.
طنزليكنه د هنريت او ليكوالۍ يو سپېڅلى هنر دى چې د نثر، نظم، كارټون، كاريكاتور، نندارو، اشارو او خوځشتونو په اډانو او قالبونو كې بيان او اجراء كېږي. طنزليكنه د وينا د څرګندېدا يو ډېر سخت هنر او د فكر او احساس د انتقال لپاره په كار وړل كېږي. ډېر سخت هم د دې لپاره چې په ټوليز ډول له ژوند، د انسانانو د غمجنو او خوښو حالاتو او د ټولنې سره خورا ډېره اړيكه لري.
د همدې لپاره طنزليكنه ستونزمنه ده چې ډېر لږ ليكوالان په دغه ډګر كې بريمن او وړ كار كوي. زياتره د قلم خاوندان قلم پورته كوي چې طنز وليكي، مګر هسې كم ليكوالان دغه ارمان په بريمنه توګه سر ته رسوي او نور له دغه مسووليت څخه په اسانۍ سره راوتلى شي.
په زړه پورې دا ده چې نوي ليكوالان، كله چې د طنزي پديدو د ليكلو لپاره قلم اوچتوي، څو سپورې او ناسمې خبرې د طنز په نامه د كاغذ او پاڼې پر مخ ليكي او داسې انګېري چې يو نادر طنز يې رامينځته كړى، حالانكې دغه ډول ليكنې طنز نه وي، بلكې نيوكه او كله هم سپورې خبرې وي. كه دغه ليكوالان خپله موخه په نېغه (مستقيمه) او ناطنزي توګه وليګي، غوره به وي.
د هنر او ادبياتو پوهانو ويلي دي چې د طنزليكنې هنر د يوه كيمياپوه له كار سره ورته والى لري. كيمياپوه د يو لړ فارمولونو او دقيقو پوهنيزو تجربو په مرسته تراخه، تريو، توند، خواږه او آن زهري توكي له يو بل سره يو ځاى كوي او له هغو څخه د ښې مزې لرونكې يوه توكه (ماده) مينځته راوړي چې هم د خوړلو وړ او هم باارزښته وي. د بېلګې په توګه طنزليكونكى له قهرجنو او غمجنو، له ناقرارو او ناخوښو، له غرور او ځانليدنې، له خوښو او خوښۍ راوړونكيو توكو څخه ټوكې، طنزونه، هنرونه او غندنې جوړوي چې په لوستلو، ليدلو او اورېدلو ارزي. دغه ډول وينا خوښي راوړي، قهر او غم زېږوي او آن تر دې چې مړينه مينځته راوړي او د ټولنيز ژوندانه له مخې په هر وخت كې باارزښته او د ارزښت لرونكي وي.
د طنزليكنې ارزښت په دې كې دى چې د هغې ليكونكى او پنځوونكى بېلابېلې طريقې او طرزونه پر كار اچوي، تر څو خپله وينا په دغه اړخ كې هر څومره چې اغېزناكه وي، بيانه او څرګنده كړي او په هغه كې ناسمې او منفي كړنې، تبعيضونه او تېري محكوم كړي. همدارنګه د طنز ارزښت په دې كې دى چې طنزليكونكى خپله موخه په داسې ډول بيانوي چې په نېغه او عادي وينا كې د هغې شونتيا موجوده نه وي، په بل عبارت سره دغه ډول وينا د يوې مودې لپاره د خپراوي او نشر له سانسور څخه په امان پاتې كېږي. همدارنګه د طنزي افادو ارزښت په دې كې دى چې په اړينو وختونو كې د غندنې او ستاينې لپاره هم له هغو څخه ګټه پورته كېږي. كه له دې څخه را تېر شو، د طنزليكنې ارزښت په دې كې دى چې په غونډو او مجلسونو كې د ټولو د خوښۍ لپاره د يوې كاري وسيلې په توګه كارېږي.
طنزليكنه په شفاهي، حركي، ترسيمي او تحريري طرزونو په ټولو وختونو او زياترو ځايونو كې موجوده وه، مګر طنز، ټوكه او غندنه (هجوه) د دري پاړسي ژبې په ادبياتو كې د سپوږميزې له پينځمې او شپږمې پېړۍ څخه دمخه معمول وو. د هنر او ادبياتو پوهانو د طنز او ټوكې خصلتونه له هغه وخت څخه تر وروستيو وختونو پورې په لاندې ډول شمېري:
۱- د شاعرانو، انډيوالانو او خپلوانو تر مينځ ګپ شپ او شوخي.
۲- پر دښمنانو يا مخالفينو تېرى او يرغل.
۳- د فكر څرګندونه او د ژبې خوځونه، مګر د وروستيو وختونو په پرتله هومره سخت او شديد نه وو.
۴- له طنز او غندنې (هجوې) څخه د ستاينې غوندې د اغراق او مبالغې په ډول هم كار اخيستل كېده.
۵- طنز او ټوكه د بوللو، قطعو او دوه ييزو په شكل كې هم ليكل كېدل او دغه كار تر وروستيو كلونو پورې هم پلټل كېده.
۶- كله، كله به ټوليزې نيوكې د غندنې او ټوكې په ډول ليكل كېدلې. دغه د طنز او ټوكې خصلت بېله شكه هماغه د ژوندوندونولۍ او استازولۍ څرنګوالى دغو پديدو ته رسوي چې نن ورځ په ژورناليزم كې هم له هغه څخه ګټه پورته كېږي.
۷- غالباً طنز د ښوونكيو او زده كوونكيو تر مينځ په طنزي بڼه د نيوكې د يادولو لپاره كارول كېږي. طنز او كنايه د هرې ژبې په شعر او ادب كې خيالي انځور ګڼل كېږي او هم د وينا په طرز كې د پټې وينا له ډولونو او د وينا له هنري اسلوب څخه ګڼل كېږي. په بل عبارت هر نوم، كليمه او څيز چې په عادي حالت وويل شي، لږ راښكون به ولري او د هغه څرنګتيا او اغېزمنتيا (كيفيت او مؤثريت) به هم څو وارې لږ وي.
هر كله چې يو مطلب د كنايې په بڼه بيان كړو، د هغه جاج او مفهوم به رسوونكى، تاكيدي او شديد (سخت) وي. طنز او كنايه د ماناګانو د يوځاى كېدنې (القاء) ځواكمنه لاره ده. د بېلګې په توګه: كه چېرې يوه سړي ته چې غيرتي وي، د ((شمله ور)) خطاب وكړو، رسوونكى، باكيفيته او ډېر ښكلى به وي. همدارنګه چې چېرته يوه سخي سړي ته ((حاتم طايي)) ووايو، ډېر اغېزناك به وي.
د طنز او كنايې په باره كې د پوهانو ويناوې لكه د مولانا عبيد زاكاني، انوري، سوزني او ... ډېرې زياتې دي او د وينا د اوږدوالي مخنيوى له يوې خوا او د دې لپاره چې په دې ليكنه كې په رسالتمند او ژورناليسټيك طنز توضېح او څېړنه ډېره كېږي. نو د هغوى ويناوې ادبياتو ته پرېږدو. په دې برخه كې چې د كنايې موخې، ارزښت، څېړنې او معلومات وړاندې شول، پر هماغه بسنه كوو او د طنز او كنايې پوهېدو، مانا او تعريف ته راګرځو.
طنز په لغت كې د افسوس كولو، ټوكو كولو، ملنډو وهلو، سركوبولو، ناز كولو، ريشخند ويلو او د رمزي خبرو كولو په مانا وو راغلى دى. همدارنګه طنز يو ډول كب ته وايي. د طنز اصطلاح په انګرېزۍ ژبه كې (Satire) ده چې حييم د هغې مانا سپكاوى، هيجايي شعر، كنايه، ملنډه، استهزا او ټوكه كړې ده. دغه كليمه په روسۍ ژبه كې (سيتره) ده چې د Satyrus (د يوناني خدايانو څخه د يوه نوم دى) له كليمې څخه اخيستل شوې ده. يو شمېر پوهان په دې اند دي چې د Satire او د روسۍ د (سيتره) كليمې، د لاتيني د Satura له اصطلاح څخه اخيستل شوې دي چې د هغې مانا (لنده يا لمده) ده. په لرغوني روم كې هر نښېر (اثر) چې په هغه كې به يو سړى په طنزي نيوكه نيول شوى او مسخره شوى ؤ، د (طنز) يا Satura په نامه به يې ياداوه. په ننني وخت كې هم د ژورناليسټيك طنز موخه همدغه نيوكه او مسخره كول دي.
طنز يا كنايه په اصطلاح كې هغې وينا ته وايي چې غير له خپلې حقيقي مانا څخه د مانا او نورو دلايلو لپاره هم كارول كېږي. لكه د عربۍ ژبې دغه عبارت: ((كثيرالرماد)) چې اصلي مانا يې زياته ايره كېږي. مګر په طنزي بڼه د سړي او كورنۍ لپاره كارول كېږي چې سخي او ډوډۍ وركوونكي وي.
په پښتو ژبه كې د ((پر اوبو ليكل)) اصطلاح اصلاً پر اوبو د ليكلو مانا لري، مګر په طنزي بڼه د بېپروايۍ او بې تفاوتۍ مانا لري. په پاړسي دري ژبه كې، كله چې د يوه سخص په باره كې ويل كېږي: ((هنوز جوان است)) ښكاره د هغه ځواني ښيي، مګر په طنزي بڼه د ساده توب او بې تفاوتۍ مانا بيانوي.
د طنز د لغوي او اصطلاحي ماناوو له پوهېدنې او خبرېدنې څخه د هغه تعريف په دې ډول وړاندې كوو: طنز د واقعيت د تجسم هغه ډول دى چې په هغه كې د ژوند منفي اړخونه او ناخوښې منځپانګې په هجايي كليمو او الفاظو محكومېږي.
طنز او كنايه له مودو، مودو راهيسې په ادبي نښېرونو كې ليدل كېږي او په يقين سره چې په لومړي ځل د هغوى ګټه او استعمال په ادبي پديدو كې ښكاره شول. د ژورناليزم او ټوليزو ارتباطي وسايلو د پيدايښت او پرمختګ سره دغې هنري_ ادبي پديدې خپله لاره د ژورناليزم خوا ته وويستله. طنز په دې خاطر خپله لاره د ټوليزو ارتباطي وسايلو ته خلاصه كړه چې هسې خپور شي، هو! د دې لپاره يې هم لاره خلاصه كړه، تر څو ټولنيزو موخنو (مطلبي) او ارزښتمنو مطالبو ته انعكاس وركړي.
ژورناليسټيك طنز په ټوليزه توګه د خوښۍ په موخه وي او په ټوليزو ارتباطي وسايلو كې خپرېږي. د ټوليزو ارتباطي وسايلو له مخې ادبي او ژورناليسټيك طنزونه بغير له تبعيضه د مخګڼو او صفحو ښكلا ګرځي او خپله موخه له هرې خوا څخه څرګندوي.
د ادبي طنز خصلتونه
د دغو خصلتونو وړاندې له هغې خوا څخه ارزښت لري چې پوه او مينه وال ژورناليسټيك طنز ښه وپېژني او دا ومني چې ژورناليسټيك طنز په طنزليكنه كې د ژوندي، بشپړ او غښتلي ځاى درلودونكى دى.
۱- په ټوليزه توګه ادبي طنز بغير له معلوم وخت، ځاى، شخص او موضوع څخه په پامنيوي سره بيان او څرګندېږي. دغه ډول طنز په هر وخت كې د ګټې وړ ګرځېدى شي او پر ټولو اشخاصو او موخو د تطبيق وړ ګرځي. بېلګه:
المردود: مېلمه له درېيو ورځو وروسته.
ښايي د مولانا عبيد زاكاني د ژوندانه پرمهال، چې پورتنى طنز د هغه دى، مېلمستيا د درېيو ورځو د تحمل وړ وه، مګر نن ورځ يوورځني مېلمه ته د ((راكټ)) اصطلاح كارول كېږي.
له ترجمان اونيزې څخه يوه بله بېلګه:
· په يوه شتي (غشي) دوې نښې.
· هغه مامور چې د خپل آمر په يووالي او اتفاق سره بډې او رشوت خوري.
دوه پورتني طنزونه د ايپي ګرام غوندې دي چې د هغوى لومړنى د مولانا عبيد زاكاني دى او د وييليكنې (لغت نويسۍ) په بڼه ليكل شوى دى او دويم چې له ترجمان څخه اخيستل شوى دى، هم ايپي ګرام دى او د متل په سبك ليكل شوى دى.
۲- دواړه ادبي او ژورناليسټيك طنزونه په منثوره بڼه او هم په منظومه بڼه ليكل كېږي، مګر په هر حال ادبي طنز د ټوليزې_ ليكنيزې بڼې درلودونكى وي او ژورناليسټيك طنز په څرګنده او مشخصه بڼه ليكل كېږي او موخن وړاندې كېږي.
۳- په ادبي طنز كې ((نمونه يا تمثيل)) جوړونه اړينه او مهمه وي. نمونه جوړونه په هر وخت، كه په ادبي طنز او كه په ژورناليسټيك طنز كې وي، ښايي هيله منه او ارماني وي او په څرګنده توګه د ليكوال موخه راوړلى شي. په نمونه جوړونه كې شكلونه، توري، كنايې او خوځښتونه په جدي او غيرجدي توګه وړاندې كېږي. په جدي نمونه كې غالباً خاين، رشوتخور، چوغلګر، چلباز، بېكاره، تېرى كوونكى، استثمارګر او ... پر ضد مبارزه كول دي. د دغه ډول نمونه غوره بېلګه كولى شئ چې د (خميرخان) په نمونه يا تمثيل كې پيدا كړئ. دغه نمونه په ترجمان اونيزه كې په هغه ډول ترتيب شوې چې شخص او يا اشخاص د كاريكاتوريسټ او ليكوال د نظر په اړه په څرګنده توګه پوهېدى شي. دغه ډول نمونه جوړونه بغير له شكه د ژورناليسټيك طنز له ډول څخه ده او د ترجمان او د هغه د كاركوونكيو، په ځانګړې توګه د پوهاند ډاګټر عبدالرحيم نوين له لوړو نوښتونو څخه ګڼل كېږي.
غيرجدي نمونه جوړونې د ټولو د خوښۍ او بوختيا په موخه وړاندې او جوړېږي. دغه ډول نمونه جوړونه په افغانستان كې هماغه د ((عجب خان او رجب خان)) نمونې دي چې متاسفانه د هغوى سويه لوړه نه ده. همدارنګه د ملانصرالدين نمونې له همدغه ډول څخه دي چې پر كليمو، عبارتونو او اشارو ښې او ولاړې دي.
په رسالتمند او ژورناليسټيك طنز كې نمونه جوړونه په بېلابېلو بڼو د استعمال وړ ګرځي. د ترجمان په ځلانده اونيزه كې د ((پسر سياست))، ((خرمهره)) او ... زياتره بېلګې ليدل كېږي، مګر ((خميرخان)) د نمونه جوړونې او كاريكاتور شاهكار دى. په نمونه جوړونه كې كاريكاتوريسټ په هر دور او وخت كې د مشخصو شرايطو مطابق سياسي، ټولنيزې او جنايي څېرې څرګندوي او د خپلې هيلې او ارمان مطابق له هغه ګټه پورته كوي.
۴- د ادبي طنز او ژورناليسټيك يا موخن طنز د پرتلنې له مخې دواړه د ټوليز شكل درلودونكي دي، مګر پر هماغه عام متل متبني ادبي طنز ((دروازې! تا ته يې وايم، دېواله! ته يې واوره!)) هم په مستقيمه او نامستقيمه توګه خپله جوړوونكي (تعميري) موخې لري.
بايد وويل شي طنز چې په هره بڼه وليكل شي، بايد له خلكو، ټولنې او ژوندون سره سر وكار ولري. طنز بغير له انسان او ژوند څخه بېساه او بې كيفيته دى. ژورناليسټيك طنز ته د دې لپاره جوړوونكى او موخن وايي چې له رښتيني ژوند سره نښتى او د انسانانو د ګټو او تاوانونو په نظر كې نيولو سره بيانېږي، په بل عبارت سره د هغوى كونجونه په ځانګړي تبارز او څرګندون سره برخمن او څرګندوي.
ژورناليسټيک طنز
پوهان ژورناليسټيك طنز د ټولنيز طنز، رسالتمند طنز، موخن طنز او څارونكي طنز په نومونو يادوي. د همدې لپاره دغه ډول طنز د ټولنې د ژوند د واقعيتونو سره اړيكه نيسي او غالباً د جوړونې سمون او بنسټ جوړوي، نو ځكه ورته ټولنيز او رسالتمند وايي. ژورناليسټيك طنز غالباً له هر ډول درغلۍ، باټو (لافو)، ځانغوښتنې، رياضت، ميخورۍ، غلا، بدبينۍ او د خلكو د مالخوړنې څخه پرده لېرې كوي او د دغو كړنو كړونكي، طنزليكونكى د طنز په مشخصو نمونو محكوم او رسوا كوي.
ژورناليسټيك طنز د عامې وينا غوندې نه وي، له ژوندون څخه سرچينه اخلي او د ټولنې په سمون كې خپله ونډه پر ځاى كوي. په ژورناليسټيك طنز كې نيوكه لوړ ځاى لري، نيوكه په ژورناليسټيك طنز كې په نامستقيمه، موخنه او سترګيزه (عيني) توګه صورت نيسي.
ژورناليسټيك طنز بې موخې نه وي. په دې ډول طنز كې لنډې كليمې، ادبي صنايع، نېښ لرونكې كليمې، غندنه او ټوكې، د انډيوالۍ او كله هم د دښمنۍ په بڼه بيان او وړاندې كېږي. معمولاً:
· پاملرنه ځانته رااړوي.
· اغېزناك وي.
· سمون مينځته راوړي.
او د دښمنۍ په بڼه:
· دښمن او د هغه كړنې ښكاره او رسوا كوي.
· دښمن او د هغه كړنې محكوموي.
· دښمن محوه او پوپنا كوي.
د وخت او تاريخ د پلتنې له مخې، طنز د دې لپاره ژورناليسټيكه بڼه خپله كړه چې له ټولو څخه لومړى يې ټولنيز خصلت غوره كړ. همدارنګه طنز د ټولنيز خصلت پر غوراوي رسالتمند وګرځېد او د ترخو حقيقتونو په څرګندېدنه كې يې پل واخيست. ژورناليسټيك طنز د خپل پرمخيون تر خوا د انسانانو د هيلو د لوړاوي او لاسته راوړنې لپاره د مبارزې د ډګر په لومړنۍ ليكه كې ځاى ونيو او هم مرسته يې وكړه چې انسانان د پرمخيون طرز او لارې په مستنده او پوهنيزه توګه بيامومي.
بايد وويل شي چې د ټولنې د پليتيو او فساد په رد او محكومولو كې چې زياتره يې د ژوندون د پرمختګ خنډ كېږي، ژورناليسټيك طنز خپل ځانته يو رسالتمند حات غوره كوي. د طنز دغه خصلت په زياترو مواردو كې د جوړونې لامل ګرځي او كله هم نابودي رامينځته كوي. د ژورناليسټيك طنز دغه څرنګوالى يانې تعميري جوړونه او د مشخصو طريقو محكومول په څرګنده كولى شئ چې په ژورناليسټيكه طنزليكنه كې پيدا كړئ.
د دغه مطلب د ښې څېړنې لپاره د ژورناليسټيك طنز د ډولونو نومونه په لنډه توګه اخلم. بايد وويل شي چې دغه ډولونه ښايي يو شمېر پوهان ونه پېژني او يا نه غواړي چې نظر پرې واچوي. ښايي يو شمېر قلموال نور ډولونه او وېشنې وړاندې كړي چې د هغو په اړه كومه خبره نه لرم. ژورناليسټيك يا رسالتمند طنز يو شمېر پوهانو په پينځو (۵) ډولونو وېشلى دى. دغه ډولونه د هغوى د ځانګړي ليكنيز طرز له مخې پروديه، ايپي ګرام، كنايې، فليتان او پامفليت څخه عبارت دي. د دغو يادو شويو ډولونو هر يو په ځانګړي سبك كې ليكل كېږي او څرګنده موخه لري، د يادو شويو ډولونو بشپړه پېژندنه د يوې بلې ليكنې غوښتنه كوي او د خندا رول په طنز كې يوه بله په زړه پورې او باارزښته موضوع ده او په ګانده (راتلونكي) كې به پر هغوى څېړنه او ليكنه وشي.