انسان له خپل پيدايښت سره سم په دې هڅه او تكل كې ؤ چې د نويو اطلاعاتو او معلوماتو د راټولونې او خبرېدنې لپاره هلې ځلې وكړي. په لرغونو وختونو كې انسانانو د خبرېدا او آګاهۍ لپاره بېلابېل وسايل او ګڼ كاركوونكي پر كار ګومارلي او اچولي وو، تر څو له حالاتو څخه خبر شي. د بېلګې په توګه، پخوا به خلك په يوه لوى كوټ (كلا) كې په ټولنيز ډول ګډ اوسېدل، د كوټ شاوخوا به يې ساتونكې او څارونكې پوستې جوړولې، تر څو د كوټ ساتنه، دفاع او هم كوټ ته زر تر زره د كوم پېښېدونكي خبر او يا پېښې خبر وركړي. كله به چې كوم خطر رامينځته كېده، نو له څارونكو پوستو څخه به يو تن د نورو د خبرېدا لپاره كوټ ته استول كېده چې خلك له ټوليز خطر څخه خبر كړي، نو په همدغه وخت كې دغو اطلاعاتو ته خبر، سړي ته خبرلوڅ، خبريال، خبروركوونكى، خبررسوونكى او مخبر (Reporter) او د دغو اطلاعاتو او معلوماتو په راټولولو كې منډو ترړو ته خبريالي وويل شول.
همدارنګه داسې پوستې به د كوټ شاوخوا نږدې غرونو او غونډيو باندې جوړېدلې چې هغوى به هم كوټ ته د خطر د پېښېدو خبر په اور لګولو سره وركاوه يانې دوى به هلته په غره يا غونډۍ كې اور بل كړ او د كوټ خلك به له خطر څخه خبرېدل. وروسته تر ډېرې مودې دغه كار لږه پرمختللې بڼه خپله كړه او هغه داسې وه چې له لېرو او نږدې سيمو څخه به يې د كاغذ په وسيله خبرونو راټولول او د دې كار به ځانګړي خلك ګومارل شوي وو چې د هغوى به همدا كار ؤ چې غوره بېلګه يې د روم د قيصر جنګي راپورونه او پيغامونه دي چې ان يو راپور يې تر زرو صفحو زيات موندل شوي دي.
وروسته، وروسته د وسايلو په رامينځته كېدو سره يې نور پرمختګ هم وكړ چې بيا به دغه خبرونه د وسيلو پر كارولو سره تر لاسه كول چې هغه د مخابرې مينځته راتګ ؤ چې دا كار يې خورا ډېر اسانه كړ او د دې كار لپاره به يې يو يا ډېر كسان ګومارلي وو چې له مخابرې څخه خبرونه راواخلي او مسوولو سرچينو ته يې ورسوي، هغه به چې دې كار ته ناست ؤ، ((مخابره چي)) ونومول شو.
غواړم بېرته خپلې آرې موضوع ته راشم، خبر، خبريال، خبريالي دا درېواړه هغه وييونه دي چې يو له بله سره تړلي او نه جدا كېدونكي دي. خبر د پښتو، پاړسۍ، دري، اردو، عربي او .... ژبو تر مينځ ګډ هممانيز ويى دى چې په نوموړو ژبو كې ژورې ريښې لري، لكه په پښتو كې خبر، خبرونه او خبرتيا، په پاړسۍ او دري كې خبر، خبرها، په اردو كې خبر او ....، په عربي كې خبر، اخبار، الاخبار او ....
خبر ته په انګرېزۍ كې ژبه كې Report او NEWS وايي، دا چې كوم يو سم برېښي، اړينه ده چې دواړه تر څېړنې لاندې ونيسم. د NEWS د ويي په اړه دوې بېلابېلې نظريې شتون لري، يوه ډله په دې اند ده چې دغه ويى د نورو څلورو وييونو د سر له تورو څخه رغول شوى دى، چې:
N د North
E د East
W د West
S د South
لنډيز بللى شي چې ماناوې يې په پرله غښتي (منسجم) ډول شمال، ختيځ، لويديځ او سوېل كېږي يانې له څلورو كونجونو (كه د هېواد په كچه وي او كه د نړۍ) څخه نويو راټول شويو اطلاعاتو، معلوماتو او خبرونو ته NEWS ويل كېږي. دويمه ډله وايي چې NEWS د New ويي څخه چې په انګرېزۍ كې نوي ته وايي، اخيستل شوى دى او يو مفرد صفت دى. كله چې ورسره د (S) تورى زيات شي، جمع كېږي يانې New نوى او News نوي، نو همدا لامل چې د خبر تعريف په دې ډول هم كولى چې نويو او تازه معلوماتو ته خبر وايي. كه همدغه ويى (New) د نورو ژبو له هممانيزو وييونو سره پرتله كړو، نو د دغې ډلې نظريه پياوړې كوي، لكه په پښتو كې ورته نوى، په اردو كې نيا، په دري كې نو، په جرمني كې Neu او لاتيني كې ورته Novus وايي چې د انګرېزۍ له New سره ډېر لږ توپير لري او ټول په “ن” يا N توري پيل شوي دي.
Report له دوو برخو (Re او Port) څخه رغول شوى دى چې د Re د انګرېزۍ د Back د پښتو د بيا او Port د انګرېزۍ د Carry د پښتو د راوړنې مانا وركوي چې بشپړه مانا يې (بياراوړنه) كېږي. د NEWS او Report د پرتلنې له مخې نه پوهېږم چې خبريال ته څه ووايم، خو په Report كې خبريال ته Reporter ويلى شم او بايد د ژورناليزم په ډګر كې د خبر لپاره Report ومنل شي، ځكه چې انګرېزان په عادي ګړدود كې، كله چې كوم خبر تر لاسه كړي، نو يو بل ته Good News وايي. همدارنګه د News هم د خبر لپاره كارولى شو، خو د پېښې او حادثې لپاره Report مناسب دي.
د پورتنيو شننو له مخې د خبر تعريف په دې ډول وړاندې كوم: د نږدې، نويو، تازه او راوروسته پېښو، واقعو او حادثو معلوماتو او د دغو معلوماتو خپرولو ته خبر وايي او يا هم خبر هغو اطلاعاتو ته وايي چې ځينې خلكو ته ناروغي، رنځوري او خواشيني پيدا كوي.
د خبريال ويى نږه او خالص پښتو او په پښتو كې ريښه لري چې له دوو وييونو (خبر او يال*) څخه رغول شوى دى چې (خبر) د آګاه او باخبر او (يال) د حال يا حالت مانا وركوي او خبريال هغه چاته وايي چې له حالت يا د حال له پېښو څخه آګاه او باخبر وي او خبريالي د مسلك، فن او هنر ځاى نيسي.
--------------------------------------------------------------------------------
*دغه د يال ويى اوسمهال هم د خوږياڼيو په سيمه كې په ګړني ډول پاتې دى، لكه چې يو تن د بل د حال يا حالت پوښتنه وكړي، نو ورته وايي: ((دغه مې يال دى)) يانې دغه مې حال دى.