سريزه: زموږ ګران هېواد افغانستان د تاريخ په اوږدو كې ډېرې لوړې او ژورې تېرې كړې دي، د ژورناليزم په برخه كې يې هم برياليتوبونه او ناكامۍ درلودې، ډول، ډول مطبوعاتي نظامونه يې په خپلو وختونو كې تجربه كړي، لكه د مطبوعاتو امرانه نظام، ازادي پلوه نظام او داسې نور.
خو له دې سره، سره بيا هم د خوشالۍ ځاى دى چې په افغانستان كې د مطبوعاتو د ازادۍ د نظام په درشل كې يو، دا په دې ملنا چې موږ كه په قانون كې ازادي لرو، مګر د هېواد رسنۍ او مطبوعات دومره وړتيا نلري چې د قانون له دغې ازادۍ څخه سمه او په زړه پورې ګټه واخلي.
موږ په افغانستان كې د 50 په شاوخوا كې برېښنايي رسنۍ او څه دپاسه 300 چاپي خپرونې او همدا راز يو زيات شمېر ويبپاڼې لرو. د كميت په لحاظ په افغانستان كې دا شمېر بېسارى دى او كه د كيفيت له پلوه ورته و ګورو د ګوتو په شمېر رسنۍ به د ژورناليزم تقدس او رسالت ته په پام سره خپرونې كوي، دا ځكه، په كومه اندازه چې د رسنيو شمېره زياته شوې ده، هومره مسلكي ژورناليستان نشته. د مطبوعاتو اوسني نظام هم د دې زمينه برابره كړې ده چې كميت پر كيفيت حاكم شي او د ژورناليزم په كاري ډګر كې فساد را منځته شي.
بل، هغو مرستندويو هېوادونو چې په هېواد كې كومې پروژې او كارونه يا پروګرامونه پر مخ بيايي، دوى د هر يوه لپاره يوه خپرونه را منځته كړې ده او ډالري معاشونه يې ور ته ټاكلي دي، چې دې هم په خپل وار د ژورناليزم كاري ډګر فاسد كړى دى، ځكه د كار د زياتوالي او معاشونو له امله انجينرانو، ډاكټرانو او د نورو مسلكونو درلودونكيو هم ژورناليزم ته مخه كړې ده.
دا چې اوسمهال په افغانستان كې د ژورناليزم څانګه نوښتونو ته اړتيا لري، نو له همدې امله ځوانو ژورناليستانو ته په كار ده تر څو په تيوريكي ډول د ژورناليزم هغه برخې چې په نړيوال ژورناليزم كې شته، مګر په هېوادني ژورناليزم كې يې بېلګې نه تر سترګو كيږي، لكه: كالم ليكنه، فيچر ليكنه، څېړنيز ژورناليزم او داسې نور، بايد له نړيوال ژورناليزم څخه خپل ژورناليزم ته داخلې كړو، تر هغې چې افغاني ژورناليزم هم بېرته په نړيواله سطحه خپل حيثيت كسب او په ټولنه كې هم لازم برياليتوبونه لاس ته راوړي.
نو پورتنيو ستونزو ته په پام سره ما هم وړ وبلله چې د كابل پوهنتون د ژورناليزم له پوهنځي څخه د فراغت په وياړ د ژورناليزم يو ناپېژندل شوى ډول، د ژېړ ژورناليزم تر سرليك لاندې د يوه علمي سيمينار په اډانه كې را ټول او غواړم د هېواد د ځوانو ژورناليستانو مخې ته يې كېږدم، تر دې چې دوى هم د دا ډول ژورناليزم له ځانګړنو څخه خبر او زموږ په رسنيو كې څېړنه پرې وكړي چې څوك، كومه رسنۍ او كوم ګوندونه له دا ډول تبليغاتو او پروپېګنډا نه كار اخلي. دا چې دا سيمينار به څومره په دې برخه كې قانع كوونكى وي، د لوستونكو په قضاوت پورې اړه لري.
تاريخي شاليد:
ژېړ ژورناليزم د امريكا د رسنيو د تاريخ په اوږدو كې رامنځته شوى دى. د ژېړ ژورناليزم تاريخ د نولسمې ميلادي پېړۍ له وروستيو څخه پيل كېږي، ويليام راندولف هيرست او جوزف پوليټزر دوه امريكايي ژورناليستان وو چې د دوى تر منځ په هماغه وخت كې د ورځپاڼو د ښه خرڅلاو لپاره سيالۍ روانې وې، نوموړيو د خپلو ورځپاڼو د ډېرو لوستونكيو د جذبولو په اړه فكر كاوه او هر وخت به يې نوي او په زړه پورې مطالب راپيدا كول او خپرول به يې، د دوى د سيالۍ له امله د ژېړ ژورناليزم بنسټ هم كېښودل شو.
هرست د نيويارك ژورنال د ورځپاڼې مالك ؤ چې نوموړې جريده يې په كال 1882 زېږديز كې پېرودلې وه، پوليټزر هم د يوې ورځپاڼې خاوند ؤ او د نيويارك د (پارك راو) په سړك كې چې ټول مطبوعاتي دفترونه هلته راټول شوي وو، د دوى د سيالۍ په بهير كې د 1896 زېږديز كال په لومړيو كې د نيويارك ورلډ ورځپاڼې د زيات خرڅلاو په موخه په يوه ابتكار لاس پورې كړ.
نيويارك ورلډ ورځپاڼې د ريچارډ فلټون په نامه يو هنرمند چې د تصويري كاميك داستانونو ليكوال ؤ، په كار وګماره. د دغو داستانونو د مجموعې نوم د هغه د لومړي كركټر د ژېړو جامو له امله د ژېړ هلك په نامه مشهور شو، نوموړي كركټر به عامه ژبه كاروله او د هغه په ژېړ كميس به يې د داستان ډراماتيكه مكالمه ليكله.
د فلټون د استخدام له امله نيويارك ورلډ ورځپاڼې ډېر شهرت وموند او د چاپ شمېر يې هم ډېر لوړ شو. د دې پر وړاندې نيويارك ژورنال هم د ژېړ ماشوم ډوله كركټر خلق كړ او دا چې دا ډول خپرونې خلكو ته په زړه پورې شوې وې، نو ژېړ ماشوم هم د دې جريدو د يوه سمبول شكل ځانته غوره كړ او ارام، ارام يې په ژېړو جريدو او ژېړو خپرونو كې د ژورناليزم دا ډول رامنځ ته كړ. د دې سيالۍ په بهير كې دواړو ورځپاڼو له هر ډول لارو چارو څخه ګټه اخيسته، تر څو دوى خپل مقابل لورى د سيالۍ له ډګره بهر كړي او د مطبوعاتو په بازار كې ډېره ګټه تر لاسه كړي. نو هماغه وخت دغو دواړو ورځپاڼو د ژېړو ورځپاڼو په نوم شهرت وموند.
په دې رقابت كې دواړو خواوو هڅه وكړه چې د جنجالي موضوعګانو او حساسيت پاروونكو پېښو په واسطه د خلكو احساسات تحريك او را وپاروي او خلك د دوى د ورڅپاڼو اخيستلو ته تشويق شي. دوى به د كم اهميته او جنايي پېښو په راپورونو كې له مبالغې او غلو څخه ګټه اخيسته، نوموړو جريدو په سياسي جريانونو كې هم مغرضانه او جانبدارانه دريځ غوره كاوه، حقايق به يې پټول او عامه افكار به يې بېلارې كول. دوى حاشيه يي موضوعګانو ته ډېر پام كاوه او اصلي موضوعات به يې پريښودل، تر څو د خرڅلاو بازار پيدا كړي.
د بېلګې په توګه د 1898 زېږديز كال د فبرورۍ په 15 مه د يوې امريكايي بېړۍ د انفجار په اړه د وخت ورځپاڼو د صبر او ټيكاو وړانديز كاوه، خو د نيويارك ژورنال او نيويارك ورلډ ورځپاڼو دغه انفجار عمدي باله او دوى داسې تبليغ وكړ چې جنګ ته يې زمينه برابره كړه. په هماغه وخت كې د امريكا او هسپانيا جنګ پېښ شو، چې دغو دوو ورځپاڼو د هسپانيا پر واړندې هيجاني تبليغات كول، ان د امريكا ولس يې په حيرانتيا كې واچاوه، دا موضوع د كيوبا د جنګ سبب هم شوه، نوموړو ورځپاڼو د كيوبا پر وړاندې د امريكايانو د منفي فكرونو په جوړښت كې پوره ونډه واخيسته، وروسته مشخصه شوه چې واقعيت داسې نه ؤ، نو له همدې امله دغو دوو جريدو د ژېړ ژورناليزم بنسټ كېښود او د ژېړ ژورناليزم كليمه د خلكو په ژبو را پيدا شوه.
پوليټزر د ژوند په وروستيو وختونو كې په خپلو تېرو كړنو پښېماني وښودله او د پوليټزر مشهوره جايزه يې هم را منځته كړه. په شلمه پېړۍ كې ژېړ ژورناليزم د بازار او خرڅلاو لپاره كار وكړ، او اوسمهال يې په ژورنالېزم كې يو مهم بحث رامنځته كړى دى.
تعريف: ژېړ ژورناليزم مشخص تعريف نلري، خو په اكاډميكو بحثونو كې هغو رسنيو ته ويل كېږي چې ډېر پلويان ولري او له هيجاني سرليكونو، اغراق آمېزه پېښو او له ډېر رنګو يا څورنګو تصويرونو څخه ګټه اخلي. ژېړ ژورناليزم ځانګړې ساده ژبه لري او غواړي د ټولنې معمولي خلك ځان ته جذب كړي، دې ډول ژورناليزم ته سوپر ماركيټي او تابلوييدي ژورناليزم هم وايي. ژېړ ژورناليزم هغو خپرونو ته ويل كېږي چې د خلكو احساسات د مبالغې څخه په ډكو تبليغاتو او د رښتيا او درواغو په ګډولو سره بې له كومې څېړنې څخه راپاروي.
د اغېز له پلوه د ژېړ ژورناليزم ډولونه:
ژېړ ژورناليزم په مخاطب باندې د اغيز له پلوه په دوه ډوله وېشل كېږي:
1- ژېړ مبتذل ژورناليزم: كه چېرې ژورنالېزم له پورتنيو اصولو سره سمې خپرونې وكړي او په ټولنه كې منفي اغېز ولري یانې تخديري خپرونې و كړي، مبتذل ژېړ ژورناليزم يې بولي.
2- ژېړ غير مبتذل ژورناليزم: كه ژېړ ژورنالېزم په ټولنه كې مثبت اغېز ولري، نو غير مبتذل ژېړ ژورناليزم يې بولي.
د ژېړ ژورناليزم تر ټولو لويه ځانګړنه دا ده چې د خلكو د احساساتو د راپاروونكيو مطالبو خپرندوى دى. نن ورځ ژېړ ژورناليزم د ليكني ژورناليزم يوې ځانګړې ډلې ته ويل كېږي، يونس شكرخواه وايي: (هغه خپرونه چې د ژېړ ژورناليزم بنسټ يې د مخاطب د جذب پر اساس كېښود، نيويارك سن خپرونه وه چې په 1883 زېږديز كال كې يې پر كار پيل وكړ. دې خپرونې يوازې يوه پينۍ قيمت درلود او د دې سبب شوه چې نوموړې جريده ډېر خلك واخلي، دوى يوه پينۍ يي خپرونې په غرب كې دود كړې، دا ډول خپرونې پوره د خلكو د خوښې خپرونې وې او په ډېره ارزانه بيه به يې خلكو ته خبرونه رسول.
جوزف پوليټزر چې د نړۍ مشهوره ادبي جايزه د ده په نامه ده او نوموړى يې بنسټ اېښودونكى هم دى، دى د ژېړ ژورناليزم بنسټ اېښودونكى بلل كېږي، ده په خپله نيويارك ورلډ ورځپاڼه كې له هرې طريقې څخه كار واخيست چې وكولى شي خپل مخاطبان زيات كړي. نوموړي د خشونت اړوند خپرونې او آن سكس يا جنسي موضوعاتو ته هم په خپله جريده كې پوره ځاى وركړ).
د ژېړ ژورناليزم ځانګړنې:
ژېړ ژورناليزم په واقعي مانا د خلكو غوښتونكى يا د خلكو د خوښې د مطبوعاتو په نوم يادېږي او د مطبوعاتو دا سبك ځانګړي خاصيتونه لري، دوى په ټوليز ډول د نور عامه ژورناليزم له اصولو څخه ګټه اخلي. د ژېړ ژورناليزم موخه د اطلاع رسول او دفرهنګ پراختيا نه ده، بلكې د چاپ د شمېر د زياتوالي او د خرڅلاو ښه بازار درلودل دي. د دوى د موخو مركزي ټكى سود او ګټه ده، ددوى مديران د نورو صنعتي څانګو د مديرانو په شان د پيسو د لاسته راوړلو لپاره كار كوي.
ژېړ ژورناليزم غواړي چې ډېر مخاطبان ولري، د عوامو غوښتنې او ذايقه پوره كړي. دا ډول ژورناليزم د لوستونكيو د پيداكولو لپاره د ژورناليزم له اصولو لكه دقت، اعتبار، سياسي او ټولنيزې موخې هم تر پښو لاندې كوي او د هيجاني خبرونو، شايعاتو او ستونزمنو موضوعاتو په را برسېره كولو كې هڅه كوي. نو له همدې امله جنجالي او احساس پاروونكي موضوعات خپروي.
ژېړ ژورناليزم كم ارزښته موضوعګانې مهمې ښيي او تر لويو، سختو، پاروونكيو سرليكونو لاندې خپرونې كوي، وروسته پاتې او غيرمهمې پېښې له مبالغې سره يو ځاى كوي، آن دومره يې لويوي، چې خلك فكر وكړي چې دا تر ټولو لويه او مهمه پېښه ده. دوى په لومړۍ پاڼه كې لوى، لوى عكسونه او سواليه سرليكونه خپروي.
ژېړ ژورناليزم هم د عمومي ژورناليزم يوه برخه ده او د سياست، ټولنې، اقتصاد او فرهنګ په ډګرونو كې فعاليت كوي. نوموړى ژورناليزم عموماً انتفاعي وي، سياست چې د ايډيالوژيو ټكرونه او بحثونه دي، هغه ته څومره پام نه كوي.
ډېر څېړونكي په دې نظر دي چې د ژورناليزم اخلاق په ژېړ ژورناليزم كې نه مراعات كېږي، نو له همدې امله بې كيفيته مطالب او د ټيټې سويې موضوعات خپروي. كار پوهان دا هم وايي چې د ژېړ ژورناليزم لپاره د بېل اخلاق، اصول او موازين وضع شي، ژېړ ژورناليزم له موشګافانه تحليلونو او څېړنو څخه خالي دى، دوى موضوعات په سطحي او ظاهري ډول ګوري او عموماً په تابلوييد شكل خپرېږي.
ژېړ موضوعات د ژورناليزم په ټولو وسايلو كې خپرېدى شي يانې په راډيو، ټلويزيون، مطبوعاتو او آنلاين ژورناليزم كې هم كېدلى شي، ژېړ موضوعات خپاره كړي.
د تابلوييد اصطلاح هغه څه ته ويل كېږي چې په لنډه توګه تياره شوې وي. په خپرونو كې د شكل له مخې کوچنیو مطبوعاتو ته نوموړې اصطلاح كارول كېږي، په ژېړ ژورناليزم كې د رنګونو څخه ډېر كار اخيستل كېږي، همدا سبب دى چې رنګونه يې له كيفي ژورناليزم څخه بېلوي. په رنګونو كې اغراق كول، د پلورونكيو په شمېر او د خپرونې په جذابيت كې ډېره ګټه لري. د ژېړو خپرونو پښتۍ د پوسټر حيثيت لري. د دا ډول خپرونو په منځ، منځ كې تصویرونه په ډېره اندازه پيدا كېږي، ډېرې پاڼې يې د مشاهيرو د ژوند انځورونه، د سپورټي لوبغاړو او د سينما د ستوريو په تصويرونو ډكې كړې وي، دا ډول تصويرونه څومره اهميت او ارزښت نلري، خو دوى د هغو په واسطه پېښې تصويروي، د خلكو عاطفي ذايقه مړوي.
په ژېړ ژورناليزم كې تصويرونه په غيرمعمولو ابعادو باندې، د تضاد او تناسب په حالت كې، يا هم دګرافيكي پلوه متن، مونتاژ او لا پسې ډراماتيك كوي.
د ژېړ ژورناليزم په خبرونو کې د خبر دوه عناصر كاروي چې يو يې (څه؟) او بل (څه ډول؟) دي. دوى د (ولې؟) یا د پېښې د علت ځواب نه پلټي، دوى ته د موضوع څرنګوالى مهم دى چې دا عنصر د پېښې په ډراماتيك كولو كې ډېر لوى رول لوبوي او ليكوالانو ته دا زمينه برابروي چې پېښه په هيجاني ډول تصوير او ترسيم كړي.
د ژېړ ژورناليزم مخاطبان موقتي دي، ځكه د دې خپرونو موضوعات سطحي وي، نو مخاطبان د پېښې په علت پسې نورو كيفي مطبوعاتو ته مخه كوي چې دا هم د ژېړ ژورناليزم يوه ګټه شمېرل كېږي او لوستونكي د موضوعاتو د لا ژورو څېړلو لپاره هڅوي.
حسين قندي د ايسنا خبري اژانس ته د ژېړ ژورناليزم او د عامه خلكو د خوښې د ژورناليزم په اړه ويلي دي: ((ژېړ ژورناليزم يوازې جنجالي او هيجاني موضوعات خپروي، دروغ نه وايي، خو د دې ژورناليزم تر څنګ دروغ ويونكى ژورناليزم هم را منځ ته شوى چې ډېر يې د ښارونو په منځ كې خپرونې لري. ژېړ ژورناليزم موضوعات هيجاني او په تنده او تېزه لهجه سره خپروي.))
قندي په دې باور دى چې په شپېتمه لسيزه كې ژېړ ژورناليزم د سپورټي خبرونو په ډېروالي سره پراختيا ومونده. دا خپرونې د ټولنې د منځنۍ سطحې خلك لولي او خپل خالي وختونه پرې ډكوي.
نوموړى زياتوي: ((د نولسمې پېړۍ په وروستيو كې د خلكو د خوښې مطبوعاتو اقتصادي موخو ته مخ واړاوه، سپورټي لوبغاړي او د سينما مشهور ستوري به يې معرفي او لا پسې مطرح كول چې په پاى كې دا ډول خپرونو ټوله نړۍ ونيوله. وروسته د وخت په تېرېدو سره په امريكا كې له منځپانګې نه غني ژورناليزم مخ په زياتېدو شو او يو له بل سره يې سيالۍ پيل كړې چې مسلكي ژورناليزم يې را منځته كړ.))
فريدون صديقي د ايران د اړيكو استاد بيا ژېړ ژورناليزم د درواغو او جنجالي موضوعاتو خپرندوى بولي، دى وايي چې ژېړ ژورناليزم ډېر د سرګرمۍ موضوعات خپروي او تل د واقعيت عنصر په كې كمرنګه وي.
احمد توكلي هم د ايران د اړيكو او ژورناليزم استاد، ژېړ ژورناليزم، كيفي ژورناليزم ته د مخاطبانو ښه لارښوونكى بولي. توكلي زياتوي: ((ژېړ ژورناليزم په غرب كې د كيفي ژورناليزم پر وړاندې تقريباً يوه پېړۍ تاريخي سابقه لري او همېش په دې ډول ژورناليزم ډېر تند او تېز انتقادونه شوي دي.
ژېړ ژورناليزم يوازې په مطبوعاتو كې نه وي، بلكې راډيو، ټلويزيون او انټرنېټ يې هم په غېږه كې رانغښتي دي. ژېړ انټرنېټ اوس تر ټولو مهم شوى او ژېړ ويبلاګونه رامنځته شوي چې په نړيوال جال يې لويه برخه جوړه كړې ده.
د ژېړ ژورناليزم مخاطبان:
عمومي او ژیړ ژورنالیزم، هر یو خپل ځانګړي مخاطبان لري. لومړى د ژېړو رسنيو اصلي مخاطب عام ولس دى، هغه عام ولس چې غواړي بېله دې چې د موضوع اصلي علت او لامل درك كړي، د يوې خاصې موخې لپاره تحريك او راوپاروي، آن تر دې چې نن ورځ هغه رسنۍ چې په ژېړو خپرونو مشهورې نه دي، ولې ځينې وخت ژېړ موضوعات را پيدا كوي او خپروي يې.
د امريكا زياترو رسنيو د سپټمبر له پېښو وروسته د عربو، مسلمانانو او ټروريسټانو پر وړاندې له ژېړ ژورناليزم نه كار واخيست او د امريكا ولس يې د مسلمانانو، عربانو او ټرورسټانو پر وړاندې را وپاراوه.
تر ١٨ كلونو كوچني كسان او د كورنۍ ښځې، نه هغه پخوانۍ ښځې، هغه ښځې چې ٦٥% يې له پوهنتونونو څخه فارغې شوې دي، د ژېړو خپرونو لومړني ښكار شوي مخاطبان بلل كېږي. د دوى خوشبختي دا ده چې دوى د ژورناليزم له دا ډول څخه د كار او فعاليت لپاره كار اخلي.
مسعود كوثري د ايران د پوهنتون استاد او د رسنيو د ټولنپوهنې د نظر خاوند، په دې نظر دى چې ژېړ ژورناليزم په ټولنه كې يو ارزښتناک رول لوبوي او د خلكو غوښتنو ته ځواب وايي او دا د دې سبب نه كېږي چې موږ په دوى نقد ونه كړو او دوى هم خپله علمي كچه لوړه نكړي.
هغه رسنۍ چې ژېړې نه دي او ځينې وخت ژېړ موضوعات خپروي، ډېرى يې په اوږدو او مسلسلو داستانونو كې دا ډول كار سرته رسوي او دا ډول موضوعات د خپلو مخاطبانو تر غوږو تېروي. د بېلګې په ډول د كلېنټن رسوايي له مونيكالوينسكي سره او د هغه په اړه چې كومه مبالغه د امريكا مطبوعاتو كوله، په دې ډول رسنيو كې خپرېده.
لكه څنګه چې ژېړ ژورناليزم د خلكو احساسات را پاروي، نو حساسيتونه هم د سيمې د اخلاقو، كلتورونو او د سيمه ييز واټن په تغير سره تغير مومي، د بېلګې په ډول په امريكايي مطبوعاتو كې كلېنټن په دروغ ويلو باندې له رسوايۍ سره مخ شو، اما زموږ په مطبوعاتو او رسنيو كې د مونيكالوينسكي سره د نا مشروع اړيكو په ساتلو تورن شو. د دوى په كلتور كې جنسي اړيكې، شخصي اړيكې بللې كېږي. د هر فرهنګ حساسيتونه او حساسې پېښې يو له بل سره توپير لري.
موږ بايد د خاصو مخاطبانو او عامو مخاطبانو تر منځ توپير وكړو، كه په ټلويزيونونو كې ځير شئ، نو مركې، احساساتي سريالونه او ټلويزيوني مسابقې په احساساتي ډول خپرېږي، خو تر څنګ يې ډېرې نورې درنې خپرونې هم خپرېږي چې هره ډله يې بېل، بېل ليدونكي لري.
په ژېړ ژورناليزم كې سوژه پيداكول:
ژېړې رسنۍ ډېرې محلي يا سيمه ييزې خپرونې كوي، د بېلګې په ډول د انګلستان ژېړو رسنيو ته، لكه سان ته د ډيويډ او د هغه د ښځې ويكتوريا موضوع اصلي سوژه بلله كېږي، همدا راز يوې ايټالوۍ ژېړې رسنۍ ته فرانچسكوتوتي او د پېرو هېواد الكس ډل د ډېر اهميت وړ دى.
د ژېړو خپرونو سوژه د عامو خلكو د خوښې سريالونه، فلمي ستوري، رقاصې، سپورټي لوبغاړي او د جامو موډلونه دي. ژېړې خپرونې د خلكو احساسات اندازه كوي او بيا وروسته له هغو د خلكو د خوښې سوژه ټاكي او خپروي يې.
په ژېړ ژورناليزم كې ژورناليسټانو ته وظيفه وركول كېږي چې تر څو خپله سوژه په هر ځاى كې تعقيب كړي. مثلاً كه د دوى سوژه د درياب غاړې ته ځي، په هوټل كې چاى څښي او يا هم نورو تفريحي سيمو ته ځي، د دوى تصويرونه بايد ثبت كړي.
په ژېړ ژورناليزم كې د سوژې د اصلي رول سره، سره د هغوى ژوند هم مخاطبانو ته مهم دى چې بايد ثبت او خپور شي. د دوى خالي وختونه، تفرېح او نور د ژوند بېلابېل اړخونه هم د عامو خلكو د پام وړ دي.
يونس شكرخواه وايي چې ژېړ ژورناليزم فكري نه دى، بلكې د سوژې په ظاهر او اطراف كې مانورونه كوي، د دوى سوژې دوه عنصرونه لري، حيرانتيا او جاذبه.
د ژېړو خپرونو منځپانګه:
په عمومي ډول ژېړ ژورناليزم د سوژو په څرنګوالي پسې ګرځي او دوى د دې پر ځاى چې د پېښې د (ولې؟) پوښتنې ته ځواب پيدا كړي، د هغه د وقوع څرنګوالى څېړي او هغه لا پسې هيجاني كوي. دوى سوژو ته فضا جوړوي او موضوع ډراماتيكه كوي. ليكوال د پېښو فضا بيا جوړوي او مخاطب صحنې ته بيايي، تر څو مخاطب خپل ځان د پېښې په صحنه كې وګوري او يا يې درك كړي. د بېلګې په ډول كه يو موټر په يوه ټكر كې يو ځل اوښتى وي، نو ليكوال يې پينځه ځله تصوير او ترسيموي. له همدې امله دا خپرونې د جاذبې او شهرت د عنصرونو درلودونكې دي.
د غربي نړۍ په ژېړو خپرونو كې كه يوه د غلا موضوع خپرېږي، نو دوى موضوع هيجاني تصويروي، بيا د پېښې شاليد رااخلي او اوسني حالت ته يې هم يوه كتنه كوي، وروسته كه معلومات او قرينې ولري، آن وړاندوينه هم كوي، خو د پايلې په ډول. همدا راز د جرم د مخنيوي لارې چارې په وړانديزي توګه خلكو او مسؤلينو ته تفهيموي چې زموږ په مطبوعاتو كې دا سبك ډېر كم تر سترګو كېږي. دوى داسې يو ژورناليسټيك اثر ليكي چې د روزنې پر اصل باندې ولاړ وي.
ژېړ ژورناليزم داسې موضوعات خپروي چې ځوانان د مطالعې لوري ته رهبري كړي. استاد مسعود كوثري وايي: ((په پرمختللو او مډرنو ټولنو كې ژېړ ژورناليزم د فساد، جنايت او نورو وحشتونو خپرندوى دى، كله چې عوام دا ويني، نو دا درك كوي چې داسې ستونزې هم په ټولنه كې شته، خو دوی وایي، شكر چې موږ په كې دخيل نه يو، دوى په راتلونكي كې هم د داسې ستونزو څخه ځانونه ساتي، نو له همدې امله ژېړې خپرونې او ژېړ ژورناليزم خوښوي.))
د ژېړو خپرونو د منځپانګې نيمګړتياوې:
ژېړ ژورناليزم د مخاطبانو د كنجكاوۍ له حس څخه په استفادې سره جنجالي او يا هم داسې سرليكونه خپروي چې له متن سره همغږي نه لري يا داسې انځورونه چاپوي چې د ټولنې د ټولنيز وضعيت سره برابري نه لري. همدا راز سطحي مطالب خپروي او د ځينو اشخاصو د شخصي ژوند په اړه موضوعات راټولوي او خپروي يې، لكه: هنرمندان او سپورتي لوبغاړي. دوى دومره په ټيټو ادبياتو خپرونې كوي چې ډېر وخت املايي غلطۍ هم لري او داسې خپرونې كوي چې د ټولنې روزنې ته پكې هيڅ پام نه كوي، مطالب خپله نه توليدوي ډېرى له نورو نه كاپي كوي، د خپرونې تجارتي او موقت فعاليتي اړخ ته يې پام وي، تر څو ډېر پېرودونكي ومومي او د ژورناليزم له اخلاقو څخه سرغړونه كوي. د ژورناليزم دا ډول د مخاطبانو سليقې ضعيفوي.
د ژېړو خپرونو جوړښت:
د يوه اصلي او ثابت مديريت نه درلودل چې خپرونه يا رسنۍ په ځانګړې پاليسۍ باندې رهبري كړي. دا ډول خپرونې سهار او ماښام خپله تګلاره بدلوي او د خپلو مخاطبانو سره مستمرې اړيكې نه لري، په حرفوي او تجربوي ډول نه وي رامنځته شوې، كافي زده كړې نه لري، مشخص اداره كوونكى ټيم نه لري، دوى غواړي په ځوانو مخاطبانو كې كاذب احساسات راپاروي او ناڅاپي پېښو ته ډېره پاملرنه كوي.
د ژېړ ژورناليزم مقام:
په غربي نړۍ كې چې كومې خپرونې په ژېړو خپرونو باندې مشهورې دي، هغه د يوه ميليون نه د زيات تيراژ درلودونكې دي او دوى چې يو ميليون مخاطبان لري، نو آيا دوى كولى شي چې د دغه ټولو د خوښې مطالب خپاره نكړي؟ له همدې امله ويلى شو چې دا د خلكو د خوښې ژورناليزم دى او په ژورناليزم كې ښه مقام لري. كېدى شي نقادان له همدې امله له دوى سره جوړنه وي او په دوى به نقد كوي. زما په اند دوى كه لومړى موضوعات سطحي څېړي، نو وروسته كېدى شي دوى هم په پوره عمق او ژوره توګه خپرونې وكړي. زه فكر كوم چې ژېړ ژورناليزم به د راتلونكو ښو خپرونو پيلامه وي. زما په فكر كه كومه جريده په داسې موضوعاتو باندې خپل مخاطبان لاس ته راوړلى شي، نو دا يې يوه ښه لاره ده چې د خپل راتلونكي بنسټيز كار لپاره لاره هواره كړي.
پايله:
لكه څنګه مو چې د سيمينار په اوږدو كې بحث وكړ، ژېړ ژورناليزم هم د ژورناليزم يوه لويه برخه جوړوي او ډېر شمېر مخاطبان لري، نو پكار ده چې د دې ډول ژورناليزم له نظارت او تقويت سره، سره د دوى مديران صنفي اتحاديې جوړې كړي او د دې ډول خپرونو د كيفيت په لوړوالي كې هڅه وكړي، خپل كاري پرسونل وروزي او مسلكي كار پرې وكړي، دې ته بايد تشويق شي چې د ژورناليزم د اخلاقو په پام كې نيولو سره دې خپل ژورناليسټيك فعاليتونه تر سره كړي. ژېړ ژورناليزم كه څه هم په خپرونو كې له مبالغې او اغراق نه كار اخلي، خو د ارواپوهنې له مخې هيڅ شى له حقيقت څخه ډير جالب او په زړه پورې نه دي، نو د ژېړو رسنيو چلوونكيو ته دې تفهيم شي، تر څو په واقعيتونو كې اغراق او مبالغه پريږدي.
د ټولنې نخبه ګان له هر چا سره مينه نشي پيدا كولى او د ټولنې اكثر اوسېدونكي نخبه او پوه كسان نه دي، نو د دوى ډېر كم كسان داسې استعدادونه او وړتياوې لري چې د ټولنې لپاره دې په درد وخوري، نو دا د رسنيو دنده ده چې هغه كسان چې د هغوى شخصيت د دې وړ نه دى چې مشهور شي، نو ډډه دې ترې وكړي، لكه د طلوع شكيب ايثار يا شيما رضايي.
ډېر كارپوهان په دې اند دي چې د ژېړ ژورناليزم سبك له دې امله چې په ډېرو وروسته پاتې ادبياتو ليكل كېږي، كه په ټولنه كې د ډېر وخت لپاره خلك همدا سبك په همدې ژېړو رسنيو كې مطالعه كړي، محاوروي ادبيات رامنځته كوي چې دا په يوه ژبه بد اغېز درلودلى شي.
ډېر كارپوهان په دې نظر هم دي چې خبر، ګزارش او مركه بايد په محاوره يي ډول ونه ليكل شي، ځكه دا د ټولنې پوه قشر ته بې مفهومه كار دى. زموږ په هېواد كې ډېر ځله خبريالان د دې په عوض چې له يوه كارپوه او فيلسوف سره مركه وكړي، نو دوى په هماغه اړه د سپورټ له يوه لوبغاړي سره مركه كړې چې دا خپله د ژورناليزم د كيفيت د ټيټولو يو مهم لامل بللى شو، زموږ رسنۍ دې په دا ډول مركو كې له احتياط نه كار واخلي او نه دې پرېږدي چې د هېواد د رسنيو كچه نوره هم ټيټه شي.
زموږ د هېواد ځينې رسنۍ پر ځاى د دې چې خپلې موسيقۍ او كلتوري ارزښتونو ته ارتقا وركړي، د نورو موسيقۍ او كلتور ته تبليغ کوي، آن تر دې چې خپل موسيقي دانان يې له مركو پاتې دي، خو د دوى د خپرونو پښتۍ د هندي سندرغاړو په پوسټرونو ښكلې كړل شوې وي، لكه كليد او مرسل. خو له دې ټول بحث سره، سره ژېړ ژورناليزم د بحث، تحليل او تجزيې وړ دى، كېدى شي د ژېړ ژورناليزم تر عنوان لاندې ښې مفيدې خپرونې را منځته شي، نو زموږ هېوادوالو ته هم پكار ده چې له ژېړ ژورناليزم څخه د خپل هېواد لپاره ګټه واخلي او نور پرېنږدي چې د دوى رسنۍ دنورو د ژبې، هنر او فرهنګ لپاره كار وكړي.