ژورناليزم څه ته ويل کېږي؟ په دې اړه د پوهانو تر مينځ د نظر اختلاف موجود دى. بېلابېلو پوهانو دغې پوښتنې ته بېلابېل ځوابونه ورکړي دي، چا ورته يو او چا ورته بل تعريف غوره کړى دى، خو د هر چا تعريف پر خپل ځاى سم دى. که څه هم د ژورناليزم کليمه اوس په ټولو ژبو کې يوه منل شوې کليمه ده او هم په همدغه بڼه کارېږي، خو بيا هم نور کليمات کارول کېږي.
په عربۍ کې د ژورناليزم لپاره د صحافت کليمه چې له صحف څخه اخيستل شوې، کارول کېږي. په لومړنيو وختونو کې د محض، صحيفه او صحايف اصطلاحګانې د پاکو او سپېڅلو ليکنو لپاره ځانګړې شوې وې. چا به چې سپېڅلې ليکنې کولې، صحافي بلل کېده. دغه کليمه د الله (ج) استازو ته د رالېږل شويو احکامو لپاره ډېره کارول شوې ده، وروسته بيا علمي، ادبي او فلسفي ليکنې هم د صحايفو په ډله کې شمېرل کېږي.
په انګرېزۍ ژبه کې د صحافت لپاره مترادف Journalism ده، دغه کليمه له Journal څخه اخيستل شوې چې مانا يې د ورځني کار ليکنيزې کتابچې او يا روزنامچې ته ويل کېږي، خو کله چې د چاپ کار پيل شو او مجلې او ورځپاڼې مينځته راغلې، نو دغه اصطلاح بيا د مجلو، ليکنو، ترتيب او سمتيا لپاره وکارول شوه. د راډيو، ټلويزيون او انټرنېټي خبري سايټونو (ګورتپاڼو) له رامينځته کېدو وروسته اوس د مجلو، ورځپاڼو، راډيو، ټلويزيون او ويبپاڼو سره اړوندې چارې او ان د فکر او بيان ټول صورتونه د ژورناليزم په دايره کې شامل دي.
د ژورناليزم يو کارپوه ايف فرينډز بانډ وايي چې، د خبرونو راټولول او پر خبرونو تبصرې او ولس ته يې په وخت رسول، ژورناليزم دى. يو بل کارپوه وايي چې، ژورناليزم د خلکو خبرول، خلکو ته سمه لارښوونه او د خلکو قيادت دى. ځينې خلک بيا په بې پرې ډول د پېښو منعکس کولو ته ژورناليزم وايي.
د ژورناليزم موخې:
کارپوهان وايي چې په ورځپاڼو کې رسمي خبرتيا، لارښوونې او د خلکو د تفريح او هوسا ژوند په اړه ليکنې وشي او پر خپل وخت خپرې شي. هره ورځپاڼه د خپلو ارزښتونو او موخو د سر ته رسولو لپاره خپلې طريقې او لارې چارې لري، يو شمېر ورځپاڼې سپورټي او تفريحي خبرونو ته زياته پاملرنه کوي، ډېرې نورې يې بيا مقالو، سرليکنو او نورو خبرونو په خپرولو تاکيد کوي.
1- خبرول:
د ژورناليزم لومړنۍ موخه له مهمو معلوماتو او پېښو خلک خبرول دي. که په ورځپاڼه کې خبرونه خپاره نه شي، ورځپاڼه خپل ارزښت له لاسه ورکوي، خو دا هم ضرور نه ده چې ولس دې يوازې د خبر له لارې خبر شي، بلکې کېدى شي د مقالې، خبرتيا، اشتهار او فيچر په بڼه کې خلک له يوې ځانګړې موضوع څخه خبر شي.
2- لارښوونه:
د ژورناليزم موخه نه يوازې خلکو ته معلومات ورکول دي، بلکې د مختلفو موضوعاتو په اړه د لوستونکيو لارښوونه کوي. د سرمقالو او مقالو په مرسته ورځپاڼې خپل نظر او همدارنګه د لوستونکيو نظر څرګندوي او د مختلفو موضوعاتو په اړه حکومت او د ټولنې ټولو افرادو ته لارښوونه کوي او همدا لامل دى چې حکومتونه او دولتونه په ډېرو موضوعاتو کې د ورځپاڼو سرمقالو ته ارزښت ورکوي.
3- ښوونه او تعليم ورکول:
ورځپاڼې، راډيوګانې او ټلويزيونونه د خپلو پروګرامونو له لارې ولس ته اطلاعات او معلومات وړاندې کوي چې په دغه کار سره د لوستونکيو او اورېدونکيو علمي سويې پرمختګ کوي. اقتصادي، ټولنيز، سياسي، مذهبي او نورو موضوعاتو په اړه پروګرامونه جوړېږي او خپرېږي چې موخه يې د لوستونکيو او د اورېدونکيو د علمي کچې پرمختګ دى.
په انساني ټولنو کې د ژورناليزم ارزښت:
هيڅ څوک په انساني ټولنو کې د ژورناليزم له ارزښته سترګې پټولى نه شي. اوس د مطبوعاتو وخت دى او هغه ولس او قوم برلاسى دى چې ميډيا يې په کنټرول کې ده. ولسونه د ميډيا په زور جنګونه ګټي او ملکونه په خپل ګورت کې ځاى کوي. ژورناليزم د انسانانو په اقتصادي، ټولنيز او سياسي ډګرونو کې فعال او رغنده رول لوبوي. د ژورناليزم له موجوديت د مدني ټولنې تصور امکان نه لري.
انسان چې د پرمختګ کوم پړاوونه وهلي او يا يې وهي، د ژورناليزم په نشتوالي کې به فکر کېدى چې ګويا انسان اوس هم په تيارو کې پروت دى. ورځپاڼه د لمر په څېر خلکو ته د راتلونکې نوې ورځې پيغام ورکوي او له نويو پېښو خلک خبروي.
په ډيموکراټيکو ټولنو کې تر اجرائيه قوې، قضائيه قوې او مقننه قوې وروسته ژورناليزم د دولت څلورمه ستن ګڼل کېږي او د ولس او حکومت تر مينځ اهل رول لوبوي. د حکومت کړنې ولس ته او د ولس ستونزې او مشکلات حکومت ته رسوي. مطبوعات په دغه ډول ټولنو کې د څارونکو Watch Dog رول لري. که حکومت کوم ناسم کار کوي، نو همدغه ميډيا يا مطبوعات دي چې د حکومت دغه کړنې ولس ته بربنډوي. ولسونه د حکومت د دغو کړنو پر بنسټ په راتلونکي کې قضاوت کوي. که چېرته حکومت له ولس سره کړې ژمنې عملي کړي، په راتلونکي کې ورته بيا رايه ورکوي او که د ژمنو په پوره کولو کې پاتې راشي، نو په راتلونکي کې ورته رايه نه ورکوي. همدارنګه د ولس ستونزې، غوښتنې او احساسات حکومت ته رسوي. حکومت د ولس په دغو غوښتنو غور کوي او ستونزو ته يې د حل لارې چارې لټوي.
د امريکا ولسمشر رچرډ ځکه له دندې ګوښه کړى شو چې واشنګټن پوسټ د نوموړي له ځينو ناقانوني کړنو پرده پورته کړه. پخوا به چې کله په يو ځاى کې کومه ستونزه راپېښه شوه، نو تر ډېر وخت وروسته به نورو خلکو ته د دغه پېښې معلومات رسېدل، خو د ټکنالوژۍ او ساينس د پرمختګ له امله اوس حالات بدل شوي دي. اوس که د نړۍ په يوه ګوټ کې يوه پېښه رامينځته کېږي، د سترګو په رپ کې ترېنه د نړۍ د بل ګوټ خلک خبرېږي. همدغه مطبوعات دي چې له امله يې د نړۍ مزي او تنابونه رالنډ شوي دي او اوس ورته Global Village يا نړيوال کلى ويل کېږي. اوس که د نړۍ په يوه ګوټ کې څه کېږي، د نړۍ د بل ګوټ خلک يې له تاثيره خوندي نه دي، بلکې د دغو پېښو مثبت او منفي تاثير مخامخ پر هغوى تاثير کوي.
له بل اړخه ژورناليزم د عامه افکارو په پيدا کولو او جوړېدو کې مرسته کوي. همدا ميډيا ده چې خلکو ته د فکر او خبرو کولو لپاره موضوعات ورکوي. ميډيا علمي موضوعات هم خپروي چې خلک ورنه د خپلې علمي کچې د لوړولو لپاره ګټه اخلي. ژورناليزم يو تاريخي رول هم لوبوي، ځکه چې دغه ميډيا ده چې د راتلونکي تاريخ لپاره خام مواد برابروي.