جنتان دوب پر ۲۰۰۳ كال د برېښناليك E-mail له لارې د يوې مركې زياتونې او كمونې د خپل ويبسايټ د لارښوونو په كالمونو Web Tips Columns كې په څرګنده ښودلې دي. د شخصي مركې د ټوليز شكل د اندازې له هماغو كمبوتياوو سره، د برېښناليك له لارې يوه مركه د ټيليفوني مركې سره ورته والى لري، مګر په ټيليفوني مركه كې رښتيا هم خبريال د وخت Deadline له نظره د فشار لاندې وي. په دې ځاى كې، څه ډول د ګزارش لپاره له دې ډول ځانګړې اړيكې يا ارتباط څخه ګټه د توجه وړ نيول شوې ده، په دې اړه د سنديپ جان ناركار مقاله ولولئ:
http://www.poynter.org/content/content_view.asp?id=50462
له برېښناليك څخه د ګټې اخيستنې ادبونه او تشريفات:
موږ ټول د پېژندل شويو خپرونو لكه نيويارك ټايمز او نيوزويك لپاره كار نه كوو، نو د دې لپاره خپل توليد، خبري سازمان چې تاسې د هغه لپاره كار كوئ، تيراژ، ځايګى او د هغې ارزښت چې په ټولنه كې يې ژوند كوئ، په پام او ياد كې يې ساتئ. د دې لپاره چې مركه كېدونكى په مركې كې د ګډون لپاره وهڅوئ، تر لازمې اندازې پورې هغه ته موضوع يا خبري داستان روښانه كړئ. روښانه كړئ چې مركه كېدونكى څنګه غواړئ مخاطب كړئ. هغوى ته روښانه كړئ چې د هغوى څه ډول تفاسير كولى شي چې ستاسو د خبري داستان په څرګنداوي كې يې ورزيات كړي. د ټيليفون شمېره، جغرافيايي موقعيت او نور خپل مناسب ارتباطي معلومات مو چمتو كړئ. د برېښناليك له لارې د يوې مركې پر ځاى د يوې ټيليفوني مركې سر ته رسول غوره دي. هغه څوك چې غواړئ د برېښناليك له لارې ورسره اړيكه ونيسئ، بايد تاسې وپېژني. دغه شونتيا او فرصت د هغه په اختيار كې وركړئ. د يوه مطلب د ښودنې لپاره چې پخوا مو چمتو كړى وي، ورته اړيكې يا Links پيدا كړئ. تاسې د خپراوي د ضرب الاجل Deadline لپاره ناكراره يئ. څرګنده كړئ چې د ځوابونو د لاسته راوړلو وروستنى مهلت كوم وخت دى. دا د همكار، ملګري يا د كورنۍ د غړي لپاره يو برېښناليك نه دى. بشپړې جملې، دقيق كليمات، نكته اېښودنې Punctuation او ګرامر په پام كې نيسئ. هيڅكله پوښتنې په يوه ضميمه كې د سند په بڼه يا په هره بله بڼه په مايكروسافټ ورډ Microsoft Word كې ونه لېږئ. خلك د دغو فايلونو د پرانيستلو لپاره په ارام كې نه وي. هغوى چې كله يو برېښناليك له ناپېژندونكيو لاسته راوړي، شكمن وي چې ښايي د هغوى كمپيوټر ته يو وايروس ننوځي يا يو بل ارتباطي مزاحم رامينځته كړي.
د مركې د پوښتنو لېږل:
مخامخ يا ټيليفوني او يا د برېښناليك له لارې مركه وي، آيا تاسې د پوښتنو د چمتو كولو لپاره د موضوع د شاليد Background په اړه دقيقې څېړنې يا تحقيقات كړي دي؟ د مركې پوښتنې كم تر كمه د درېيو مركه كېدونكيو لپاره په عين وخت كې ولېږئ او هيله من اوسئ چې يو له هغو به ژر تر ژره ځوابونه ولېږي. كاپي C/C ونه لېږئ، د هر يو لپاره جدا، جدا برېښناليك ولېږئ. لنډې، روښانه پوښتنې او يوازې يو مفهوم يا پوښتنه د هرې پوښتنې په برابر كې وړاندې كړئ. پوښتنې په ټوليز ډول پيل كړئ، مګر په دې ترتيب سره دوې پوښتنې بسنه كوي او كافي دي، نه په هغه شكل سره چې مخامخ لورى په ځوابونو كې چوپ كړئ. د نورو سرچينو پته چې ښايي ستاسو د ګزارش د بشپړېدا لپاره مناسبه وي وغواړئ. مركه كولى شي چې ستاسو ارتباط پيدا كړي.
د ځانګړيو او هدفمندو پوښتنو پر لور خوځښت او حركت پيل كړئ، نه دا چې څلور يا پينځه پوښتنې وي، ځكه چې مركه كېدونكى په دغه ډول پوښتنو ستړى نه كړئ، دا هغه ځاى دى چې هغوى په ځانګړې زبردستۍ سره د كليدي نكتو د له مينځه وړلو لارې پيدا كوي. د هغو پوښتنو پوښتل چې په ((بلې)) يا ((هو)) او ((نه)) سره يې ځواب وي، يوازې هغه وخت مجاز دي چې ورځپاڼه يا حقايق كېدى شي رښتيا يا درواغ (تصديق يا تكذيب) شي. د اسنادو، اطلاعاتي سرچينو او مناسبو انځورونو په باره كې، چې كولى شي ستاسو له ګزارش سره مرسته وكړي، وپوښتئ.
د ځوابونو لاسته راوړل بايد څومره موده ونيسي؟
كه چېرې خبر تازه وي Breaking News له مركه كېدونكي وغواړئ چې ځوابونه درته په يوه يا دوو ساعتونو كې درولېږي، ځكه چې چټكتيا د ستاسو د خبر د لېږنې په ضرب الاجل پورې تړاو لري. كه چېرې نه زړېږي Feature Piece لږ تر لږه د پوښتنو د لېږد څخه وروسته اته څلوېښت ساعته وخت هغوى ته وركړئ. د يو ډول خلكو لپاره دويم غوښتنليك ورولېږئ. پام مو وي چې له مشهورو او پېژندل شويو خلكو څخه هم كولى شئ يو ډول پوښتنې وپوښتئ. د پوښتنو لپاره ناارامي، ښايي تاسې د پوښتنو په هېرېدا كې ناچاره كړي.
ځوابونه ورسېدل، اوس بايد څه وشي؟
اوس د مننليك د لېږلو وخت نه دى. ځوابونه په ځيرتيا (دقت) سره ولولئ. د هغوى مسووليت د ګزارش په اړه چې تاسې يې اوس د چمتو كولو په حال كې يئ، له هغه وخت څخه دى چې تاسې لومړنى برېښناليك ورلېږلى دى. آيا كمبوتياوې چې د لېرې كولو يا د له مينځه وړلو ته اړتيا لري، شته؟ آيا ځوابونه تر كافي اندازې پورې روښانه دي؟ آيا زياتې روښانتيا يا وضاحت ته اړتيا لرئ؟ اوس يو متن په دې شكل ولېږئ: ښاغلى يا آغلې!، له هغه وخت څخه چې تاسې زما په اختيار كې راكړئ، مننه كوم. زه تر يوې اندازې پورې په مطالبو پوه شوى يم، مګر غواړم ډاډمن شم چې په بشپړه توګه يې درك كړم. د هغو پوښتنو په اړه چې ځواب يې رالېږل شوى نه دى، په ادبي شكل روښانتيا او توضېح ترې وغواړئ او په پرله پسې ډول بشپړوونكې او نوې پوښتنې وړاندې كړئ.
كږوونكى تګلورى (انحرافي مسير) وتړئ:
اوس هغه وخت دى چې مننليك هغه ته ولېږئ. مركه كېدونكى خبر كړئ چې له هغه سره اړيكه ونيسي او مطلب چې هغه وخت چمتو شي، نو هغه ته به ولېږي. د مركه كېدونكي د مطالبو د منځپانګې (محتوا) په پامنيوي او له ځوابونو څخه د منځګړتوب په ګټې اخيستنې سره د هغه باور او اعتماد راجلب كړئ. دغه پړاوونه به له تاسو سره مرسته وكړي، تر څو ډېرې مركې د برېښناليك له لارې لاسته راوړئ، دا له نويو مركه كېدونكيو سره د مخ كېدلو او مركه كولو وړتياوو (قابليتونو) ته ځواك بښي. برېښناليك د اړيكې شونتيا يا امكان له خلكو سره د نړۍ او هېواد په برخو او اطرافو كې اسانه كوي او د نويو خبري داستانونو د چمتو كولو لپاره د سملاسي مطالبو د چمتو كولو د تګلوري پر لور تاسې ته شونى او ممكن كوي.