په غربي نړۍ کې د پلټونکي ژورناليزم اصطلاح له ١٩٧٠ کلونو راهيسې مشهوره ده. کله چې ډېر خبريالان دغه اصطلاح اوري، د دوى ذهن ته پټې کېمرې، پټ ثبتول، پټ هويت او مايکروفونه درېږي، خو دا د هر يو ژورناليسټ د کار يوه وړه برخه ده.
د دې مانا دا ده چې کله يو خبر ليکل کېږي، بايد له ثبوت نه وروسته وليکل شي، يوازې دا نه چې ژورناليسټ تور ولګوي او بېرته يې بيا رد کړي. بايد حقايق راوباسو او د هغو د ملاتړ لپاره شواهد راغونډ کړو. خو ځينې موضوعات شته چې د دوديزې کچې په پرتله د زياتو هڅو غوښتونکي دي. ښايي چې په اوږدې مودې کې اساسي لوبغاړي ونه غواړي چې رښتيا درته ووايي، ښايي بېخي درسره خبرې ونکړي، ښايي دوى په جرم يا ناسمو کارونو کې ښکېل وي او ښايي د ځينو حقايقو په پتولو کې د دوى ګته وي.
نو ځکه پلټونکى ژورناليسټ بايد بااحتياطه او صابر واوسي. تحقيقي ژورناليزم هغه دى چې په کوم کې د تحقيقي تاکتيکونو استفاده شوې وي يانې په عام ژورناليزم کې موږ وايو چې که په شک کې يې پرېيږده (If you are in doubt, leave it)، خو په تحقيقي ژورناليزم کې بيا وايي (If you are in doubt, prove it) که په شک کې يې، ثبوت يې کړه.
د ژورناليزم يو کارپوه وايي چې د تحقيقي ژورناليزم او د پوليسو د تحقيق تر مينځ توپير دا دى چې هلته هغوى له زور نه کار اخلي، خو دلته بيا زور نشته، نور تحقيق يو ډول دى. په تحقيقي ژورناليزم کې هغه شى چې زيات کارول کېږي، اړونده اسناد او شواهد دي.
په عام ژورناليزم کې تل بايد خبريال ځان خلکو ته وروپېژني، خو په تحقيقي ژورناليزم کې خبريال مجبور ندي چې خلکو ته ځان وروپېژني. که موضوع داسې وي چې ډېره مهمه وي تاسې بيا کولى شئ خپل هويت پت کړئ، خو بيا هم له تاسې په دغه اړه ستاسې د مدير ملاتړ ضرور دى. کله چې مو هدف لاس ته راوړ، بايد په پاى کې ځان وروپېژنئ او د تر لاس شويو مالوماتو په اړه د څه ويلو موقع ورکړئ.
خو دا ډول تېرويستنه بايد ډېره کمه وي، ځينې وختونه ان ډېر حساس مالومات هم له قانوني او مشروع لارو تر لاسه کېدى شي. پوښتنه دا راولاړېږي چې زموږ سرچينې چېرته دي؟ راځئ تصور وکړو چې زموږ د تولو پلتنو موخه په توليزه توګه د سياستوالو، چارواکيو، سوداګرو او يا نورو واکمنو د ناسمو کړنو بربنډول دي. په ياد ولرئ چې د هرې تولنې فعاليتونه په اسنادو کې وي، له ملګرو او يا دښمنانو سره نښې پرېږدي.
بريالۍ ژورناليسټيکي څېړنې ندرتاً په ناڅاپي توګه رامينځته کېږي، دا پلتنې له يوه نهيلي او همکار سيال څخه رامينځته کېږي چې له خپرندويو ادارو سره د هدف د بربنډولو په نيت تماس نيسي. داسې قضيې شته چې کارکوونکي ورځپاڼو ته ورغلي او د خپلو آمرانو کړنې يې بربنډې کړې وي چې ګويا کومه ناقانونه فابريکه چلوي او يا خلک تېر باسي، په دغه وخت کې تاسې بايد يوازې د هغه پر خبرو باور ونکړئ، بلکې له هغه مستند شواهد وغواړئ.
راځئ داسې وګڼو چې موږ د درغلۍ په اړه پلتنه کوو، درغلي تل دوه اړخونه لري، رشوت ورکوونکى او رشوت اخيستونکى. دا له اندېښنو ډکه اړيکه ده، ځينې وخت کېدى شي يوه او يا بله خوا احساس وکړي چې ګويا تېرويستل شوى دى او د بل اړخ د ناسمو کارونو د بربنډولو لپاره د شواهدو ورکړې ته چمتو وي، خو موږ يوازې په تورونو تکيه نشو لګولى. بايد موږ ثبوت او اسناد لاسته راوړو، بېلګه:
حکومتونه او يا دولتونه عامه سوابق يا ريکارډ ساتي چې که په ځير وکتل شي، کېدى شي، د ادارو په فعاليتونو کې بې نظمي رامينځته شوې وي؛ بيا له هغو نه په ښکاره ډول وپوښتل شي چې د خپلو کړنو سپيناوى وکړي.
کله چې پېښه راوتوکېږي، نورې سرچينې هم رامينځته کېږي، د واترګېت Water Gate مشهورې پلتنې ته وګورئ، دغه پلتنه له يوې ساده غلا شروع کېږي چې څومره وخت تېرېږي، نوي، نوي خلک راځي، ورځپاڼې ته په پېښه کې خپل برات په ډاګه وي چې باالاخره د امريکا رئيس جمهور Nexon استعفاء کولو ته اړويستل کېږي. دقيق يادښتونه وساتئ، ځکه کېدى شي محکمه له تاسې شواهد وغواړي، لکه د فليپاين رئيس جمهور چې د يوې ژورناليستيکي ليکنې له امله يې استعفاء ورکړه.
· ځينې وختونه راپور کېدى شي له نامسلکي لارو چارو استفاده وکړئ، خو شرط به يې دا وي چې خپل ايډيتر خبر کړئ.
· له راپور ليکلو وروسته خپلو لوستونکيو او اورېدونکيو ته دغه لارې چارې ورپه ګوته کړئ.
· په لويو ګزارشونو کې کېدى شي که نامسلکي چلن وشي، خو که ګزارش کمزورى وي، نو بيا د ليکوال باور ته زيان رسوي. وړه تېروتنه هم بايد ونشي.
د Pultizer په نوم يوه جايزه ژورناليستانو ته ورکول کېږي، يو ژورناليست داسې يو راپور ليکلى ؤ چې ځينې ميندې خپلو اولادونو ته مخدره مواد ورکوي. د دغه راپور له امله هغه ته دغه جايزه ورکړل شوه، خو وروسته چې مالومه شوه چې د هغه په راپور کې تېروتنې وې، نو بيا ترېنه دغه جايزه بېرته واخيستل شوه.
د پلتونکي ژورناليزم ځانګړتياوې:
· د حقايقو وړاندې کول.
· هر ګزارش څېړنو او تحقيق ته اړتيا لري.
· هغه مالومات وړاندې کېږي چې خوندي ساتل شوي وي.
· مالومات بايد جامع وي، په خبر کې يو خلک مالومات وي، په فيچر کې له هغه زيات وي او په تحقيقي راپور کې تر تولو زيات وي.
· په تحقيقي ژورناليزم کې د يوې موضوع ماضي، حال او راتلونکى درې واړه څېړل کېږي، نو له دې امله ويلى شو چې دغه ډېر وخت نيسي، صبر او حوصلې ته اړتيا لري.
· موضوع بايد منطقي وي.
· هغه موضوعات چې نور يې پتوي، د هغو په اړه ليکل کېږي.
· دغه ګزارشونه زياتره وخت ضرب الاجل نلري.
· فلسفه پکې دا ده چې د مطبوعاتو اصلي رول Watch dog يا څارونکي لوبوي.
· خبريال بايد صابر، رښتينى، دقيق او بېطرفه وي.
· خبريال بايد پخپله تحقيق وکړي، که څوک پردي تيار راپورونه کاروي، دغه تحقيقي ژورناليزم ندى.
د تحقيقي ژورناليزم رول:
· چارواکي اړباسي چې له غلطې پاليسۍ تېر شي.
· له نظر غورځول شوي موضوعاتو ته د خلکو نوجه ورګرځوي.
· د فساد مخه نيسي، ځکه فساد همېشه په تروږمۍ کې وي، ژورناليست پرې بايد رڼا واچوي.
· د خلکو پوهاوى زياتوي.
· د فاسدو چارواکيو د استعفاء لامل ګرځي، لکه د فليپاين رئيس جمهور Estarda چې ډېر وخت حکومت يې کړى ؤ، دهغه د موترو تعميرو نواو داري په اړه د تحقيقي راپور يو کتاب د چاپولو په نتيجه کې له مينځه ولاړ، هغه ويلي وو: The Journalists destroyed me.
· تحقيقي راپورونه کېدى شي د يوې خپرونې د خرڅېدا لامل وګرځي.
ډاکټر ان او تشخيص
په شلمه فبرورۍ ٢٠٠٦ سريا بهادر کاکري د درېيم ځل لپاره د زړه هولټر ټېسټ وکړو. ډاکټر بکياش ډالي ورته هلته د تللو ويلي وو. کاکري حيران ؤ چې درېيم ټېسټ به څه نتيجه ورکړي چې لومړنيو ټېسټونوکومه نتيجه نه وه ورکړې. د کاکري په شان شيوکومار ګولي، بشينو پرشاد هم د ډاکټر ډالي په وړانديز دغه ټېسټ سر ته رسولى ؤ.
ډايپن بهاتا چې له ماهيندرانيګر نه د جنورۍ په درېيمه نېټه راغلى ؤ چې کله پروفيسورډاکټر لرون سايامي چې د ټرايبوان په پوهنتون روغتون کې استاد دى، د خپلې سينې د سوزش په هکله وويل: ((دغه ډاکټر هغه ته د ABP د ټېسټ وړانديز وکړو.)) ډايپن بهاتا دغه ټېسټ ونه کړو، بلکې خپل ډاکټر ته يې وويل چې ټېسټ يې کړى او د وينې فشار يې عادي دى، خو ډاکټر وويل تر څو چې ټېسټ ورته رانه وړي، هيڅ ډول دوايي به ورته ونه ليکي.
په ګانګالال شفاخانه کې د ټېسټونو کول ارزان وو، نو ځکه ډايپن له ډاکټر نه غوښتنه وکړه چې هغه به په ګانګالال شفاخانه کې ټېسټونه وکړي. ډاکټر سايامي ورته وويل نه، دغه د منلو وړ نه ده. ډاکټر سايامي همدارنګه دلراج اويو ډيپاډونګل ته هم ويلي وو چې دغه ټېسټونه دې په ميډياټيک کې وکړي. ډونګل ډاکټر تيلينا ته د جنورۍ پر ١٦ نېټه ويلي وو چې زړه يې سوزش کوي. ډاکټر ورته ويلي وو چې که دا شى د زړه تکليف وي، نو ځکه هولټر ټېسټ دې وکړي.
ناقانونه مسلکي کاروبار:
د ګانګالال د روغتون د زړه د واټ د مسوول ډاکټر مانا بهادر K.C وايي چې د ټېسټونو د نتايجو له راوړلو مالومه شوه چې دغه ټېسټونه بې فايدې دي. د زړه د څانګې دغه مسوول ډاکټر زياته کړه چې له راپور نه ښکاري چې دغو ناروغانو ته د ټېسټونو هيڅ اړتيا نه وه.
د ډاکټرانو د وينا له مخې د زړه ډېر کم ناروغان د وينې د فشار ستونزه لري او يوازې په سلو کې پينځه د ABP او هولټر ټېسټونو ته اړتيا لري. هولټر د ECG پرمختللې بڼه ده. ECG يوازې په درې ثانيو کې د زړه د ضربان شدت مالوموي او هولټر يې د ٤٨ ساعتونو په اوږدو کې دغه ضربان مالوموي، که ECG نتيجه ورنکړي، هلته ټېسټونه اجراء کېږي او له دې پرته ناروغ بايد بيا، بيا دغه ډول ټېسټونه اجراء نکړي. د لومړنيو ټېسټونو له اجراء کولو پرته د دغه ډول ټېسټونو اجراء او دوه يا درې ځله ناروغ ته د هغو ليکنه يو غلط کار دى او دا چې ډاکټر ناروغانو ته د ټېسټونو کولو ځاي ورښيي د ډاکټرۍ له مسلکي اخلاقو سرغړونه ده. خو ډاکټر سايامي خپل دليل لري او وايي چې ناروغ ته د ټېسټ ليکنه د ډاکټر د پوهې، علم او مهارت سره اړه لري، هغه زياتوي چې بېلابېل متخصصان د دغو ټېسټونو د اجراء کولو بېلابېلې طريقې لري.
ډاکټر ډالي خپل ځان د زړه د ناروغيو متخصص ګڼي او په جرات سره له خپل کار څخه دفاع کوي، خو د دغه روغتون مشر ډاکټر ماهيندرا نيپال دغه خبره نه مني او وايي چې نوموړى ډاکټر متخصص نه دى او د ډاکټر سايامي تر څارنې او نظارت لاندې کار کوي. د هغه د ٢٠٠٠ ناروغانو له جملې نه چې د ګانګا د زړه د ناروغيو مرکز ته راغلى، له ٣٠-٣٥ تنه يې د هلته ټېسټ او يو څو نورو ته يې د ABP ټېسټ ليکلى دى، خو تقريباً ١٥٠ يې ميډياټيک ته استولي دي. کومو کسانو چې ټېسټونه کړي دي ٩٠ په سلو کې يې د زړه د ضربان ستونزې لري، خو ډاکټر ډالي، ډاکټر سايامي او ډاکټر تانيا چې کوم ناروغان لېږي د هغو٩٠ په سلو کې يې د زړه ستونزې نلري. د ګانګالال د زړونو د مرکز مشر ډاکټر ډيوکر شرما وايي چې ډاکټر سايامي ورته د پړپوس د ټېسټونو لپاره ناروغان ورلېږلي وو چې دغه تېروتنه وه.
نور ډېر شول:
د پوهنتون شفاخانې په دې اړه مالومات راپيدا کول پيل کړل چې آيا دغه ټېسټونه ډاکټران خپلو خپلوانو ته ليکي؟ ډاکټر ډالي د ډاکټر موډنات، چې د ډاکټر پراديف شريتا خپلوان دى، د هغه خسر ته يې هولټر ټېسټ او دوو نورو ناروغانو ته، چې د ډاکټر شاسي شرما تر څارنې لاندې وو، دغه ټېسټونه ليکلي وو. د داخلې د واټ د ډاکټرانو د وينا له مخې ډاکټر شريتا د واټ مشر ډاکټر کوپال اچاريا ته شکايت کړى ؤ او دغه يې يو ناوړه کار بللى ؤ. ډاکټر شرما ډاکټر ماهيندرا نيپال ته چې د روغتون مشر دى، شکايت وکړو او هغه ورته په ځواب کې وويل: ((دا ډېره شوه، دا بايد بند شي.))
ډاکټران ډېر وختونه د خپلو ملګرو د تېروتنو په اړه د خبرو کولو په اړه زړه نازړه وي، خو د خپل روغتون او د ګانګالال د روغتون د ډاکټرانو له ډېرو شکايتونو وروسته ډاکټر نيپال د خپل روغتون د احتساب کمېټې ته په دغه اړه د پلټنو کولو امر وکړو. د دغه کمېټې مشر ډاکټر ماهيش کمار خاکوريل دى چې اوس هم په دغه اړه څېړنې کوي، ډاکټر نيپال وايي چې که دغه معامله په رښتيني ډول غلط کار وي، نو د نيپال د روغتيا کونسل ته به ولېږدول شي. د روغتيايي جرګه ګۍ غړي ډاکټر راميش پرشاد اچاريا وايي چې روغتيايي کونسل د هر ډاکټر ورځنيو کارونو څېړنه کولى نه شي. خو که چېرته شکايت يا د نظر اختلاف رامينځته شي، نو بيا به څېړنه تر سره کېږي: ((که اړتيا وليدل شي، جرګه ګۍ به د اړوندو متخصصينو يوه کمېټه جوړه کړي، که چېرې غلط کار ترسره شوى وي، جرګه ګۍ د اړوند ډاکټر لايسنس منسوخوي.))
دروغتيا کميسيون:
ډاکټر نيپال وايي چې ګانګالال مرکز د هولټر او ABP ماشينونه لري، خو د پوهنتون روغتون ډېر وختونه ناروغان شخصي لابراتوارونو ته لېږدوي. د دغو قيمت له ٣٠٠٠٠٠ نه تر٤٠٠٠٠٠ روپو پورې دى. هغه زياتوي چې هولټر او ABPاړين نه دي، نو ځکه يې دوى نه لري او همدارنګه اړوندو ډاکټرانو يې غوښتنه هم کړې نه ده. ډاکټر سايامي وايي چې دوى د روغتون ضعيف اقتصاد له امله د دغو ماشينونو غوښتنه کړې نه ده، يوه عمومي خبره دا ده چې شخصي لابراتوارونه هغو ډاکټر انو ته روپۍ ورکوي، کوم چې دوى ته د قيمتي معايناتو لپاره ناروغان ورلېږي.
ډېر ډاکټران نه يوازې دا چې له دغې خبرې نه خبر نه دي، بلکې په دغه اړه يې شکايت هم کړى دى. ډاکټر K.C وايي: ((ما اورېدلي چې دوى ډاکټر ته د هولټر او يا ABP ټېسټ په بدل کې له ٣٠٠ نه تر٥٠٠ روپۍ ورکوي.))
ډاکټر سايامي د دغې خبرې له منلو انکار کوي، هغه وايي چې د راکړې ورکړې معامله ده، نوموړى زياتو ي: ((کله چې موږ خارج ته ځو، دوى موږ ته د الوتکې ټکټ اخلي، موږ د دوى مرستو ته اړتيا لرو، دوى په کتمندو کې څه موده مخکې د جنوبي اسيا کنفرانس تنظيم کړى ؤ.))
د زړونو د پاملرنې د پرمختللي مرکز يو تخنيکۍ کارکوونکې شيوا کمار نه پوهېږي چې ډاکټران په کومو شرايطو دغه مرکز ته ناروغان ورلېږي، د دغه مرکز مالک سانجيو ميشرا دى چې په کلکته کې استوګن دى. هغه په کلکته او پټنا کې هم ورته کاروبار لري.
ياديو وايي چې هره مياشت ورته ٨٠ تر٩٠ زره روپۍ ورلېږي. بيحايي شکار چې د ياديو سره کار کوي، وايي چې هره مياشت په دغه مرکز کې تر شپېتوو ABP او هولټر ټېسټونه کېږي چې زياتره ورته د پوهنتون له روغتون نه راځي.
د Media tech يو کارکوونکى له ډاکټرانو سره د دغه ډول روابطو په اړه انکارکوي، خو وايي: ((په لومړيو کې دلته کار نه ؤ، خو کله چې زه لاړم او د ډاکټرانو سره مې خبرې وکړې، ډېر ناروغان راځي، اوس زموږ ماشينونه مصروف دي، هره مياشت شاوخوا ٦٠ راپورونه تکميلېږي.))