حقيقي پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې له موږ سره د معلوماتو په راټولولو كې مرسته كوي او د دې ترڅنګ د مركې جريان ژوندى ساتي.
ستراتيژيكې پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې ژورناليسټ د دې په وسيله موخه او هدف لاسته راوړي دا ډول پوښتنې د مركې د پرمخ بېولو له پاره زمينه برابروي.
حقيقي پوښتنې په دوه ډوله دي:
1_ تړلې پوښتنې : هغه پوښتنې دي چې د دې په وسيله كولى شئ لږ معلومات لاسته راوړئ.
2_ آزادې پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې د دې په وسيله كولى شئ ډېر معلومات لاسته راوړئ.
تړلې پوښتنې په دوه ډوله دي:
1_ دهويانه پوښتنې(Yes/ No question ): هغه پوښتنې دې چي ځواب يې په(( هو)) او يا (( نه)) پورې تړلى وي.
2_حالتي پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې مركه كېدونكي ته دوه حالتونه وړاندې كوي او مركه كېدونكى پكې يو حالت غوره كوي.
آزادې پوښتنې په دوه ډوله دي:
1_ معلوماتي پوښتنې: پوښتنې دي چې د دې په وسيله كولى شئ ډېر معلومات لاسته راوړئ.
2_ توضيحي پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې د دې په وسيله كولى شئ، لاسته راغلي معلومات ښه روښانه كړئ.
ستراتيژيكې پوښتنې:
ستراتيژيكي پوښتنې په پينځه ډوله دي:
1_ اروايي پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې ژورناليسټ خپل نظر او معلومات له مركه كېدونكي سره شريكو ي، خو شك پكې موجود وي، لكه: تاسو په پام كې لرئ چې پلانكى كار وكړئ، آيا دا كار به عملي شي!؟
2_ پېشنهادي پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې د اروايي پوښتنو سره تقريباً يو شى دي، خو په دې كې له مركه كېدونكي سره ځواب شريكوئ، لكه: تاسو په پام كې لرئ چې پلانكى كار وكړئ، آيا په دې كې د ځان خطر نه ګورئ؟
3_ هڅوونكې (تشويقي) پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې تقريباً پېشنهادي پوښتنو سره يو شى دي، خو په دې كې مركه كېدونكى لږ هڅول كېږي، لكه:ډېر خلك په دې نظر دي چې تاسو ډېر كار كړى دى، خو بيا هم كلدارې چلېږي، په دې اړه څه وايئ؟
4_ تكراري پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې د موضوع د موخې د لاسته راوړلو له پاره بيا، بيا پوښتل كېږي لكه: كه دا پوښتنه په دا ډول وكړم...
5_ غوړه مالې پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې ژورناليسټ د موخې د لاسته راوړلو له پاره دغوړه مالۍ په ډول پوښتي لكه: تاسو چې د ټولنې پېژندل شوې څېره ياستئ.....