خپرنيز ژورناليزم Broadcast Journalism: هغه ژورناليزم ته ويل کېږي کوم چې د ټلويزيون او راډيو له لارې خپرېږي.
چاپي ژورناليزم Print Journalism: هغه ژورناليزم ته ويل کېږي کوم چې د چاپي رسنيو له لارې خپرېږي، لکه ورځپاڼه، مجله او نور.
پرليکه ژورناليزم Online Journalism: هغه ژورناليزم ته ويل کېږي کوم چې د انټرنېټ له لارې خپرېږي.
خپلواکې يا آزادې رسنۍ Independent Media: هغه ډله رسنۍ دي چې پرته د دولت له تسلط څخه په آزاده توګه خپرونې کوي.
ښاري ژورناليزم Citizen Journalism: يوه نوې اصطلاح ده چې د ژورناليزم ډولونه بيانوي، لکه: انځور، غږ او راپورونه چې بيا يې بې له ځنډه نورو رسنيو ته استوي او د هغو له لارې خپرېږي.
Broad Sheets: هغه ورځپاڼې دي چې لږې تر نورو لويې وي، معمولاُ جدي راپورونه او د خبرونو سپړل او تحليل پکې خپرېږي.
Tabloids: دا بيا تر Broad Sheet کوچنۍ دي چې پکې لويې کيسې او تفريحي مواد خپرېږي.
24 Hours News Channels: هغه رسنيو ته ويل کېږي چې شپه او ورځ خبرونه خپروي.
Rolling News: نه درېدونکي خبرونه يانې تل د خپرېدو په حال کې وي.