د بن تر پرېكړو وروسته د لنډمهالي حكومت له جوړېدو سره سم په هېواد كې سياسي بهير پيل او ولس د پخوا په پرتله د بيان آزادي تر لاسه كړه، آزادې رسنۍ منځته راغلې او د نړيوالې ټولنې په مرسته يې خپرونې پيل كړې چې مسؤلينو يې د ولس د راويښولو پر ځاى د خپلو جيبونو ډكولو ته ډېر كار وكړ او د بدنامو تنظيمونو او ډلو په انحصار كې راګير شول، خپل ملي رسالت يې د پيسو او ټوپك د شپېلۍ له وېرې هېر كړ، خو اوس د ټلويزيوني شبكو په ګرم بازار كې د دوى ناوړه او ناولې كړنې ټول ولس ته سردرد او د اندېښنې وړ وګرځېدلې.
۱- ټلويزيوني شبكې او كولتوري يرغل:
د هراړخيز بهرني كولتوري يرغل يو عامل چې دا مهال زموږ ملي كولتور ګواښي، آزادې ټلويزيوني شبكې دي، د دې پر ځاى چې د بهرني كولتوري يرغل پر ضد مبارزه وكړي، د هندي، ايراني، تركي او غربي كولتورونو د خپرولو پر سيالۍ بوخت دي. كوم مبتذل هندي سريالونه چې اوس دا شبكې خپروي، زموږ دوديزې ټولنې سره هيڅ اړخ نه لګوي او له كوره د ځينو زلميو او نجونو تښتېدل يا تر واده مخكې بلاربتوب (اميدواري) هغه منفي تبليغ چې ټولنه پر اخلاقي فساد اخته كوي، په دې ټلويزيونونو كې د هندويېزم تبليغ كېږي او د فېشن په خپرولو كې بهرني سټايلونه ښودل كېږي.
۲- د ملي ارزښتونو سپكاوى:
په دې ټلويزيونونو كې داسې شبكې هم شته چې د ولس تر منځ درز او بېلوالى رامنځته كوي او كله، كله د هېواد ډېرى پښتنو ته ښكنځلې كوي، له ملي ټرمينالوژۍ نه سرغړونې كوي، د بېلګې په توګه نوي ايراني راوړل شوي لغاتونه لكه دانشگاه، دانشكده، دادگاه.... او د ملي مصطلحاتو نه منل او د هېواد پر وياړونو ملنډې وهل او په ځينو خپرونو كې د دوى ړانده متعصبين اساسي قانون هم نه مني، خو داسې اشخاص چې په بحث كې چېرته ښكېل شي، بيا د همدې اساسي قانون د مادو د ناسم تعبير له مخې ځان ته برات وركوي.
د طلوع ټلويزيون يوه خپرونه مې ليده چې فهيم دشتي په ولسمشر كرزي تور پورې كړ چې په قانون كې يې لاسوهنه او جعل كړى دى، كه د دوى د هرې خبرې ځواب وركړې، نو بيا وايي چې منظور من اين نبود.... پښتانه دا مهال په انزوا او جګړو كې ښكېل دي او بله خوا تش په نامه رسنۍ ورته ښكنځلې كوي. كه حكومت دا ټولې ناوړه شبكې مهار نه كړي، نو د ولس زغم به يو ځل بيا پاى ته ورسېږي. شونې ده چې يو قومي او سمتي جنګ ونښلي، بيا به يې مسؤليت د همدغو اجيرو رسنيو پر غاړه وي، كه بيا هر څومره له نړيوالو څخه د مرستې غوښتنه وكړي، نو هغه به د اوبو پر سر ځګ ته لاس اچول وي.
موږ نه پوهېږو چې د مطبوعاتو د سرغړونې كميسيون ولې چوپه خوله ننداره كوي، دا په دې مانا ده چې دغه كميسيون همدوى همدغو چارو ته هڅوي، د هېواد روڼاندي او هر هغه څوك چې ملي ګټې ورته تر ځاني هغو غوره دي، ټول بايد په يوه چغه او يوه خوله د ايراني اخوندانو او هندي پنډتانو له كولتوري يرغل سره مقابله وكړي او خپل ملي رسالت ترسره كړي چې راتلونكى نسل له بربادۍ وژغوري.