په سهوې سره د ليكوال او ژورنالېست ښاغلي احمد الله ارچيوال ليكنه د (ادب او ژورنالېزم) تر سرليك لاندې د ښاغلي عبدالغفور لېوال په نامه چاپه شوې وه، چې بښنه يې غواړو.
05.07.2008
- نجيب الله نايل
راپورتاژ يا د سترګو ليدلي حال هغه نكل يا راپور ته وايي چې بنسټ يې پر رښتينولۍ ولاړ وي.راپورتاژ په دوه ډوله دي:۱- د سترګو ليدلي حال نکل چې لوستونکيو او ليدونکيو ته د معلوماتو د ورکولو لپاره پکارېږي.۲- يونليک يا د مساپرۍ راپور چې لوستونکيو يا ليدونکيو ته پردۍ نړۍ، د هغې نااشنا، د حيرانتيا وړ ځايونه، پردی هڅوب (كولتور) او د پرديو خلکو نکل کوي او يا هم د دې لپاره چې لوستونکي او ليدونکي وهڅوي چې په سيل ووځي، نو ځکه هم ډېرې داسې هاند و هڅې شوې دي چې د...
06.07.2008
- نجيب الله نايل
که څه هم زموږ په هېواد کې ژورنالېزم ډېر اوږده پړاوونه تر شا پريښي، خو تل له يو لړ ستونزو لکه د تجربې د نشتوالي او تقليد ښکار ګرځېدلي. که چېرې څوک تېرې ژورنالېستيکي هڅې تر غور لاندې ونيسي، ډېر کم به د نوښت څرک ولګوي. دا مهال په لسګونو چاپي رسنۍ (ورځپاڼې، اوونيزې، جريدې، مجلې او مهالنۍ) خپرېږي، خو دا ټولې خپرونې د ورته والي ښکار دي. که له بازاره دوې يا درې مجلې راونيسئ، نو د سينما، سپورټ، اقتصاد، سياست، ادب، مرکې او نورې برخې به هره مجله ورته ولري، هغه د چا خبره که له ځينو مجلو پښتۍ (...