که څه هم زموږ په هېواد کې ژورنالېزم ډېر اوږده پړاوونه تر شا پريښي، خو تل له يو لړ ستونزو لکه د تجربې د نشتوالي او تقليد ښکار ګرځېدلي. که چېرې څوک تېرې ژورنالېستيکي هڅې تر غور لاندې ونيسي، ډېر کم به د نوښت څرک ولګوي. دا مهال په لسګونو چاپي رسنۍ (ورځپاڼې، اوونيزې، جريدې، مجلې او مهالنۍ) خپرېږي، خو دا ټولې خپرونې د ورته والي ښکار دي. که له بازاره دوې يا درې مجلې راونيسئ، نو د سينما، سپورټ، اقتصاد، سياست، ادب، مرکې او نورې برخې به هره مجله ورته ولري، هغه د چا خبره که له ځينو مجلو پښتۍ (کميسونه) وباسئ، نو دا توپير به ګران شي چې دا سره بېلې مجلې دي.
ورته چاپي رسنۍ او زيانونه:
که يو لوستونکى له سياسي شننو سره مينه ولري، هغه له ادبي، سپورټي، اقتصادي، سينمايي او نورو موضوعګانو سره مينه نه ښيي او همدارنګه د نورو برخو مينه وال بله برخه نه خوښوي؛ پايله دا چې خپرونه يو شمېر اخيستونکي له لاسه ورکوي او زړه يې ترې تورېږي، له همدې المه د خپرونې ډېر شمېر ګڼې خپروونکې ادارې ته پاتې کېږي چې بيا د بلې ګڼې د چاپ لپاره له مالي پلونه خپرونه کمزورې کېږي او ځينې وخت خپرونه له همدې امله مړې شي.
د چاپي رسنيو د ورته والي يو بل لامل هم د خپرونو د چلوونکي نامسلکيتوب دى؛ نن هر چا په يوه او بله بڼه مالي امکانات پيدا او يوه خپرونه رامنځته کړي، له دوه- درېيو ګڼو تر خپرولو وروسته حيران شي چې څه وکړي، چې هر څه لاسته ورشي، له غور پرته يې خپروي. بل زيان د دې ډول رسنيو دا دى چې هغه څوک چې په دې برخه کې کار کولاى شي، مخه يې ډب کړې وي.
معيار ټاکل او سلاکاره ډله:
په لنډ ډول هره خپرونه بايد د يوه ټاکل معيار پر بنسټ خپرونې وکړي، که د اوسمهال چاپي رسنيو ته ځير شو، سړى نه پوهېږي چې دوى په کوم معيار خپرونې کوي او د څه لپاره يې کوي. د معيار نه ټاکل او هدف نه لرل د ډېرو خپرونو له چلوونکيو لاره ورکوي، هره خپرونه بايد د يوه معيار پر بنسټ خپرونې وکړي او بل هره خپرونه بايد يوه سلاکاره ډله ولري چې د خپرونو د کاميابۍ او لا ښه کېدا لپاره ګډې هڅې وکړي، نه لکه د ځينو خپلسرو خپرونو چلوونکيو په شان چې څه يې زړه وغواړي، هماغسې وکړي، ځکه مطبوعات تر درې ګونو قوو وروسته څلورمه قوه ګڼل کېږي او عام اذهان د مطبوعاتو له لارې په ښه ډول راويښېدلاى شي او د يوې موضوع يا پېښې درک له مطبوعاتو څخه په سم او بې پرې ډول کولاى شي.
موضوعي وېش:
د چاپي رسنيو چلوونکي بايد د خپلو خپرونو لپاره يو له بل سره موضوعي وېش وکړي، د بېلګې په توګه لومړنۍ خپرونه دې اقتصاد، ادب او څېړنيزې ليکنې، دويمه خپرونه دې سياست، تاريخ، تفريحي او ذوقي معلومات او درېيمه خپرونه دې سينما، سپورټ او کيسې غوره کړي او په دې ترتيب دې يو وېش وکړي، نو خپرونې به يې بازار او لوستونکي دواړه پيدا کړي.
ځانګړې خپرونې:
که څوک غواړي يو ګام نور هم وړاندې کېږي يا په خپل مسلک کې خپلې ژبې ته کار وکړي او ځانګړي مينه وال پيدا کړي، ځانګړې رسنۍ دې راوباسي چې له ښه مرغه پښتو چاپي رسنۍ څانګيزې رسنۍ هم لري چې بېلګې يې طب مجله (د ننګرهار د طب پوهنځي د استادانو او محصلينو ګډه خپرونه)، ارزښت (د ننګرهار ګمرک رياست خپرنى ارګان) چې اقتصادي ليکنې خپروي، ښاخۍ (د طنز ځانګړې خپرونه)، لپه (د سياسي ليکنو مجله)، کيسه او ډايجسټ د کيسو خپرونې، ننداره (د سينما په برخه کې) او په دې ډول ځينې نورې بايد په نورو برخو کې هم د ځانګړو خپرونو زياتونه وشي او ځانګړو خپرونو ته تر نورو رسنيو ډېره اړتيا ليدل کېږي، بايد د مسلکي اړوندو چارو کارپوهان لاس په کار شي، د خپلې برخې تشه درک او ډکه کړي او خپل ولس ته د قلم له لوري د خدمت جوګه شي.