په دې وروستيو كې د دولت د رياست دفتر لخوا، يو مكتوب ځينو دولتي ادارو ته ليږل شوى، چې په كې له دولتي چارواكو څخه غوښتنه شوې، له ژورنالستانو سره د دولت پر ضد له مركو څخه ډه ډه وكړي، چې دا خبره د بيان د آزادۍ او د رسنيو د قانون پر خلاف يو ګام ګڼل كيږي او دا امر د دې لامل شوى، چې دولتي چارواكي رسنيو ته په بيلابيلو برخو كې له مالوماتو وركولو څخه ډه ډه وكړي.
د دې ډول مكتوب په ليږلو سره، دولت يو ځل بيا دا وښوده، چې د افغانستان حكومت د يو ډموكراتيك نظام له ماهيت سره بشپړه آشنايي نه لري.
پداسې حال كې، چې دا كار يو غير قانوني كار دى. دا د دې لپاره، چې د رسنيو په قانون كې دا په ډاګه شوې، چې دولتي چارواكي ښاريانو په تيره بيا ژورنالستانو ته د مالوماتو په وركولو موظف دي او كله، چې موږ يوه چارواكي او مامور ته مراجعه كوو او هغه د مالوماتو له وركولو ډه ډه كوي، په حقيقت كې هغه د رسنيو د قانون له دغې مادې څخه سر غړاوى كوي.
څه موده وړاندې د ملي امنيت رياست هم يو شمير رسنيو ته رسمي مكتوب ليږلى و، چې ګواكې هغوى نه شي كولاى، چې له دولت سره په مخالفت كې ګزارشونه جوړ او خپاره كړي. داسې اټكل كيږي، چې ځينې داسې ستونزې دننه په دولت كې شته، چې چارواكي نه غواړي په ډاګه شي.
د بيان او فكر آزادي د افغانستان د خلكو اساسي حق دى او هيڅ څوك، پرته له اساسي قانون څخه نشي كولاى دا حق له هغوى څخه واخلي.
رسنۍ، چې په افغانستان كې د دولت څلورم ركن يا پايه ګڼل كيږي، د ټولنې د عيني واقعيتونو بيانوونكې دي، خو په دې شرط ، چې دغه رسنۍ ، خپلواكه، بيطرفه او په هيڅ ارګان پورې تړلې نه وي، خو له بده مرغه زموږ په هيواد كې د رسنيو اړوند كاركوونكي، چارواكي او ژورنالستان له خورا نا خوالو سره مخامخ دي او نشي كولاى، چې په ډاډمن ډول خپلې دندې پر مخ يوسي. ډير ځله د راپور جوړولو په وخت كې د چارواكو او زورمندانو له ناوړه چلند حتى وهلو، ټكولو سره مخ كيږي.
په تير كال كې د ژورنالستانو د وهلو ټكولو، سپكاوي، تهديد، برمته كېدو او حتى د وژنې ٤٠ پيښې په افغانستان كې ثبت شوې، چې دا شمېره په ټوله نړۍ كې بې سارې ده.
تر ټولو زړه بوږنوونكې پيښه، د طالبانو لخوا د آزاد او افغان ژورنالست اجمل نقشبندي وژنه ده، چې په ډيره بې رحمۍ سره ووژل شو. د دغه ځوان ژورنالست په وژنه كې نه يوازې دا، چې طالبانو لاس درلود بلكې دولتي چارواكو هم له دغه پيښې سره په خورا بې پروايۍ چلند وكړ او په ډيره بې مسوولتۍ يې له هغوى سره د بهرني ايټآليايي ژورنالست په بدل كې د دوى پنځه تنه بنديان خوشې كړل، خو د خپل افغان هيوادوال په هكله يې هيڅ هم ونه كړل او پرې ښوده، چې په ډيره بې رحمۍ ووژل شي.
كه په رښتينې د رسنيو او ژورنالستانو په وړاندې دولت دومره بې تفاوته واوسي او د هغوى د ځاني او كاري ژوند د تامين او تضمين په هكله مثبت او كوټلي ګامونه پورته نه كړي، په رښتيا به هم په افغانستان كې د بيان د آزادۍ، رسنيو او ژورنالستانو حالت له نا خوالو ډك وي.