ښځې ژورنالېستانې خپلې ستونزې په خپله ښې حلولاى شي
په تيرو دوو كلونو كې زموږ د څو تنو ژورناليستانو خويندو وژل كيدل هغه څه دي، چې دغه ټكي ته د تائيد مهر ږدي. د طلوع تلويزيون خبرياله شيما رضايي، د شمشاد ټلويزيون ويانده پيغله څانګه آماج او د جبل السراج د آزادې راډيو چلوونكې ميرمن ذكيه ذكي هغه ژورنالستانې دي، چې په ناڅرګند ډول ووژل شوې او پرته له دې، چې د مړينې علل او عوامل يې په ګوته شي او يوازې او يوازې د هغوى د ميړينې د خبرونو په خپرولو او د خواشينۍ په ښكاره كولو بسنه وشوه او وروسته بيا د ټولو له ذهنونو هيرې شوې او هيڅ ډول جدي غبرګون يې د وژلو په خاطر د چارواكو له خوا ونه ښودل شو.
په هيواد كې د هرې ورځې په تېرېدو او د ناامنيو د خورېدو له كبله ورځ تر بلې د ژورناليزم د فعالينو او كاركوونكو په وړاندې ستونزې او ګواښونه هم زياتېږي او يو شمېر ژورنالستان د خپل مسلك په وړاندې د تعغد له مخې په بېلابېلو بڼو قرباني كېږي، په تيره بيا دغه ناوړه او نا امنه شرايط زموږ د هغو خويندو پر فعاليتونو تر نورو ډير اغيز ښندي، چې په دې برخه كې فعالې دي.
دا ستونزه خو هغه وخت لاپسې ډېر محسوس وي، چې ګورو زموږ خويندې ژورنالستانې له كابل ځينو لويو ښارونو پرته نه شي كولاى، چې د هيواد لرې پرتو سيمو كې د رپوټ يا خبر جوړولو په موخه لاړې شي. اندېښمنونكې خبره لا دا ده، چې زموږ دغه ژورنالستانې حتى ځينې وخت په ښارونو كې هم كله، چې د يوې موضوع د څيړلو يا رپوټ جوړولو په خاطر په ټولنو كې راڅرګنديږي، د ځينو خلكو له ناوړه غبرګون او چلند سره مخامخ او ځورول كيږي او حتى زموږ يو شمير هغه خويندې، چې د ښځينه رسنيو په راس كې دي او مسووليت يې په غاړه لري، د هيواد دښمنانو له ګواښ سره مخامخې دي او هر وخت او ناوخت ورته اخطارونه وركول كيږي، چې له خپلو دندو څخه ګوښه شي.
خو له دغو ټولو ناخوالو او ستونزو سره سره په دې وروستيو كې په ملي كچه داسې هڅې روانې دي، چې افغان ژورنالستانې په ټولنه او نړۍ كې مطرح شي او وكولى شي، چې خپل غږ اوچت كړي. د دې هڅو په لړ كې د افغانستان د سفما ټولنې په نوښت، د ښځو ژورناليستانو د كار د لا ښه والي او آسانتيا په خاطر يوه آزاده ښځينه ټولنه د سفما ( د ښځو( په نامه جوړه شوه، څو د ژورناليزم د كورنۍ ښځينه غړې په كې په ښه توګه فعاليت وكړي، د ستونزو حل لارې په كې ومومي. په دې لړ كې يوه مثبته پراختيا دا هم ده، چې ويل كېږي د دغې ټولنې له لارې به افغان ژورنالستانې د جنوبي اسيا هيوادونو د ښځو له ستونزو او كاري فعاليتونو له څرنګوالي څخه باخبرې شي، ځكه كه څه هم په دغو هيوادونو په تيره بيا افغانستان كې د ژورناليستانو ښځو د فعاليت ساحه پراخه شوې، خو لا هم ورته د تصميم نيولو پوره واك نه دى وركړل شوى.
د دغې ټولنې په جوړيدو سره به ژورناليستانې وكولاى شي، چې خپلو كاري وړتياوو ته وده وركړي. د هيواد اوسنيو شرايطو ته په كتنې سره د داسې يوې ټولنې جوړېدل پخپل ځاى يو نيك او مثبت ګام دى او دا هيله كېداى شي، چې له دې لارې زموږ ژورنالستانې د يوې مرجع په شتون كې د افغانو ښځو او ژورنالستانو ستونزو او مشكلاتو ته رسيده ګي وكړي، خو دا هله شونى ګڼل كېږي، چې د داسې ادارو مشران او غړي په پوره جديت او قاطعيت سره خپلې دندې سمبالې كړي او د دوى هڅې يوازې او يوازې سمبوليكې نه وي.
دا يو څرګند حقيقت دى، چې زموږ خويندې ژورنالستانې د خپلو وړتياوو د لوړولو لپاره، ډېر كم امكانات په لاس كې لري، خو د همدغو كمو امكاناتو په شتون كې بيا هم د دوى هڅې د ستاينې او قدر وړ دي، كه چېرته تر دې وروسته د داسې خپلواكو ټولنو په جوړولو سره د دوى د وړتياوو د لوړولو لپاره كوښښ وشي دا باور موجود دى، چې دوى به وكولى شي، چې دغې نيمګړتيا ته د حل لاره راوباسي.