د ژورنالېزم پېژندوى:
هر ليکني يا ناويل شوي روايت ته ژورنالېزم وايي چې هغه پېښې او واقعيتونه چې په ټولنه او د تاريخ په اوږدو کې ژورې ريښې لري، ګزارش کوي او يا يې څېړي (کېداى شي چې په يوه ټاکلي وخت پورې تړلي واوسي يا تاريخي او پخوانۍ بڼه ولري.) دغه روايتونه ژورنالېستان، ليکوالان او پازوال مديران ټاکي او ترتيبوي يې چې له يوې ټاکلې زاويې څخه يې بيان کړي؛ دا بيا په ليکوال پورې اړه لري چې په څه ډول يې لوستونکي ته وړاندې کوي.
پرليکه Online د زياتو برخو رانغاړونکى ويى دى چې لکه د ټول افغان www.tolafghan.com غوندې د پرليکه معلوماتي خدمتونو پر زياتولو سره يې تر ټولو پياوړى برخه World Wide Web يا (WWW) ده. ساده انټرنېټي برېښناليکونه هم لوى نخچ ترسره کولى شي. له انټرانېټونو Intranets او BBS (Bulletin Board System) سيسټمونو پرته، هغه ټيکلي چلوونکي يا CD-ROMs چې په يوې ګورتپاڼې Website يا د پرليکه ډګر په يوې برخې پورې تړل شوي دي، هم اهميت لري.
پرليکه ژورنالېزم څه دى؟
پرليکه ژورنالېزم د مطبوعاتي خبريالۍ او د راډيويي او ټلويزيوني شبکو لپاره د ژورنالېزم د يو لړ ځانګړتياوو درلودونکى دى او نورې ځانګړتياوې هم شتون لري چې په انټرنېټ پورې تړلي دي. په دوديز ډول، ګورتپاڼې بېلابېلې ليکنې د لوستونکيو د لوستنې لپاره پرليکه کوي، هماغسې چې يوه ليکنه په ورځپاڼه کې لوستل کېږي. په نورو حالتونو کې، مخاطب ښايي يو ويډيويي ګزارش وټاکي چې هغه مهال دغه ګورتپاڼه د يوه ټلويزيوني ګزارش کړنه ترسره کوي. يو پرليکه ګزارش چې د رسنۍ له ټولو نويو شونتياوو په بشپړ ډول ګټه پورته کړي، مخاطب ته دا ځواکمنتيا ورکوي چې پر وړاندې يې په شتو معلوماتو کې ټاکنه وکړي.
نوراپال چې د مېنسوتا په پوهنتون کې د د رسنۍ د مطالعاتو په سازمان کې د مديريت دنده پر غاړه لري، وايي: ((که چېرته يواځې يوه ليکنه د کنټرول او ادارې يو کارن User ولري، سړى ويلى شي چې دغه د يوه نوي ګزارش هډوانه [قالب] دى.))
د www.cyberjournalist.net چلوونکى جاناتان دوب په خپلې نوموړې ګورتپاڼه کې چې د انټرنېټ پر اغېز او پر نورو فنونو، علومو او نويو بدلونونو باندې د انټرنېټ اغېز څېړي، داسې وايي: ((پرليکه ژورنالېزم بايد په سملاسي ډول په بېلابېلو کچو سره فکر وکړي، لکه: وييونه، بېلابېل فکرونه، د ګزارش جوړښت، طرحې، تعاملي اوزار، انځورونه او خبري پرېکړې يا قضاوتونه.)) هغه زياتوي: ((د ټلويزيون دنده د خبرونو ښودل دي، د چاپي رسنيو [مطبوعاتو] دنده د خبرونو زياته څېړنه او څرګندونه ده او پرليکه ګزارش يانې ښودل، د پېښې ښه څېړنه او څرګندونه.))
د دغو ټکو د منلو لپاره، پرليکه ژورنالېستان له بېلابېلو لارو او د ګزارش له بېلابېلو ډولونو څخه په ګټې اخيستنې سره معلومات وړاندې کوي.
د پرليکه ژورنالېزم ځانګړتياوې:
١- د سملاسي خپرولو وړتيا Real Time: پرليکه ژورنالېزم کولى شي چې د سملاسي خبرونو د خپرولو يا هغه وخت چې پېښې رامنځته شي، په سملاسي ډول يې معلومات خپاره کړي.
٢- تر وروستۍ نېټې د خپرولو وړتيا Shifted Time: له پرليکه ژورنالېزم څخه همدا راز تر وروستۍ نېټې پورې د معلوماتو د خپرولو د وړتيا په درلودلو سره کېدلى شي چې ګټه واخيستل شي. پرليکه خپرونې لکه د چاپي، فلمي او څپه ييزو Broadcasting خپرونو غوندې کولى شي چې ليکنې د کتلو لپاره اوسمهال يا په راتلونکي کې خپرې او يا يې زېرمه کړي.
٣- څورسنۍ Multimedia د پرليکه ژورنالېزم يوه برخه ده. پرليکه ژورنالېزم کولى شي چې څورسنيزه معلومات لکه پر ليکنې او ګرافيک (په کتابونو او ورځپاڼو کې) سربېره غږ، ميوزيک، فلم او انېمېشن (په راډيو، ټلويزيون او فلم کې)، درې اړخيز (3D) او نور خپاره کړي.
٤- پرليکه ژورنالېزم لاس ورکوونکى او له بل څيز سره تعامل کوونکى Interactive دى چې دا د پرليکه ژورنالېزم لپاره ښه او غوره ځانګړتيا ده. ډېر تړاوونه Hyperlinks د ګورتپاڼې پر مخ د دغه تعامل لپاره تر ټولو ښه او عمده جوړښت بلل کېږي. پخوانى يا سنتي ژورنالېزم (د چاپي رسنيو، راډيو، ټلويزيون او برېښنايي ژورنالېزم په ګډون) مخاطب پر يوه کرښه يا ليکه ورسموي، خو پرليکه ژورنالېزم مخاطب ته دا اجازه ورکوي چې د ګورتپاڼې پر مخ چې کوم راغونډ شوي تړاوونه د کېمنډلو يا کلېک کولو لپاره ځاى پر ځاى شوي دي، کېمنډي او وټاکي.
په پرليکه ژورنالېزم کې لوستونکي کولى شي چې هغو ليکنو ته چې پرليکه ژورنالېست د هغوى لپاره چمتو کړي دي، په سملاسي ډول لاسرسى پيدا او ځواب ورکړي. دغه ځوابونه زيات ډولونه او شکلونه ځان ته غوره کولى شي چې عبارت دي له: ژورنالېست يا پازوال مدير ته برېښناليک چې له پخوانيو ليکونو سره چې د چاپي رسنيو پازوال مديرانو ته لېږل کېږي، ورته والى لري، خو په دې توپير سره چې د چاپي رسنيو په پرتله په پرليکه ژورنالېزم کې ليکونه ژر لېږل کېږي او خپرېږي.
پرليکه ژورنالېزم همدارنګه له بېلابېلو بحثونو څخه ګټه اخيستلى شي يانې د دې ځواکمنتيا لري چې لوستونکيو ته د يوې ليکنې په اړه ژر ځواب ورکړي او په همدې اړه د نورو خلکو الواکونه يا نظريات هم لوستونکيو ته وړاندې کړي. لوستونکي کولى شي چې په ټولګډي (دسته جمعي) بحث او په يوه منځپانګيز چاپېريال کې چې له لومړۍ ليکنې او د پرليکه ژورنالېست له آر ګزارش څخه سرچينه اخلي، ګډون وکړي. بلاګونو (د وېبلاګ لنډه شوې بڼه) دغه لړۍ ښه اسانه کړې ده.
په پرليکه ژورنالېزم کې د خپراوي ځانګړتياوې News Distribution:
١- ارزاني Cheap
٢- د ټولو لاسرسى او په هر ځاى کې يې شتون Ubiquitous
٣- سملاسى او ژر تر ژره تر لاسه کول Instant
د پرليکه ژورنالېزم راتلونکى څه دى؟
د خبر د راټولولو پخواني سازمانونه، خپروونکي او د څپه ييزو خپرونو خپروونکي به د وېب په پراختيا او پرمختيا کې خپلې هڅې دوامدارې ساتي او دغه پخوانى يا سنتي ژورنالېزم له ډېرې شتمنۍ سره- سره به پر پرليکه او انټرنېټي ژورنالېزم بدلېږي يانې د پخوانيو رسنيو بيا راڅرګندېدل به په نوې بڼه د نوې ټکنالوژۍ په مرسته د ګورتپاڼې پر مخ وي. همدارنګه بلاګونه د عامو خلکو لپاره د خوښې وړ يو اوزار ګرځېدلى دى او هغوى به پرليکه ژورنالېزم کې ننباسي يانې داخلوي.
په همدې حال، که هغه په لويو سازمانونو کې دننه وي او که بهر وي، ژورنالېستان تجربه کوي او يوه داسې لاره چاره لټوي چې د پخواني انټرنېټ له وړتياوو څخه ښه ګټه واخلي او نوي منځپانګيز چاپېريالونه په کې رامنځته کړي چې په هغو کې لوستونکي له خپلو پوښتنو، تجربو او ستونزو سره په ډله ييزو توليدوونکيو کې پر ژورنالېست به بدل شي او مسلکي ژورنالېست به خپلې خبري ليکنې په کې په خپله ځايوي.
د وېب وړتياوې عبارت دي له:
ډېر تړاوونه، تعامل کول، د ځاني يا شخصي ګورتپاڼو جوړول (چې د ياهو غوندې پاڼې نوم يې يادولى شو او په سايبر ژورنالېزم کې دغه شونتياوې ډېرې موندل کېږي.)، د ګروپي بحثونو د رامنځته کولو وړتيا، د ډلو يا ګروپونو د جوړولو وړتيا، وېب به د ځانګړيو مخاطبو لپاره د خپرونو پر زياتولو پيل او ادامه پيدا کړي چې دغه لړۍ به په پاى کې يواځې د يوه کس لپاره خپرونې کوي. په تېر وخت کې موږ Broadcasting کاوه، خو اوس په پر له پسې ډول د Narrowcasting پر لوري خوځېږو؛ لکه د پخواني ليک غوندې به زموږ مخاطب يواځې يو کس وي.
څنګه کولى شئ چې د پرليکه ژورنالېزم مهارتونه زده کړئ؟
د دغه کار لپاره بايد د ژورنالېزم آرونه (اصول) او همدارنګه هغه تخنيکونه چې ژورنالېستان يې د ليکنې د بېلابېلو ډولونو لپاره کاروي، ولولئ. پرليکه ژورنالېستان بايد همدارنګه له انټرنېټي پلټنو څخه د ګټې اخيستنې څرنګوالى، په کتابتونونو کې پلټنه او پر دې سربېره دې د څېړنې او تحقيق آرونه او د ګزارش ورکولو تخنيکونه ياد کړي.
د وېب د پاڼو د جوړولو لپاره د HTML د کوډليکنې بنسټونو يادول، له ډيجيټال انځور او د غږ له توليد سره اشنايي او د وېب له برنامې سره تړلي هغه تخنيکونه چې د څورسنيزو توکو د زياتولو لپاره کارېږي، د پرليکه ژورنالېزم لپاره زيات اړين دي.
اړينه ده چې تاسې د ليکوالۍ د ډګر لومړنيو يا ابتدايي مهارتونو ته اړتيا لرئ. د دغه کار د کړاو او تمرين لپاره ښه لاره د ليکنو د بېلابېلو ډولونو ليکل دي او د هغوى د کتنې او د نظر ورکولو لپاره باتجربه مسؤل مديرانو ته وړاندې کول دي.
درې ټکي:
١- په ګوګل Google پلټونکي کې د پلټنې لپاره يوه ښه لاره دا ده چې تر موخن ويي وړاندې د Define: ويى وليکل شي، لکه:
Define: Hyperlink
دغه کار زموږ لپاره د Hyperlink د ويي په اړه بېلابېل پېژندويونه (تعريفونه) پيدا کوي.
٢- په وېب کې د Directory له خدمت څخه ګټه اخيستنه، چې له More تړاو يا لېنک څخه د پلټنې د باکس تر څنګ د لاسرسي وړ دى، کولى شي چې له موږ سره د پاموړ مفاهيمو د ځينو برخو په لاسته راوړلو کې مرسته وکړي. د بېلګې په توګه، د Online Journalism د عبارت د موندلو لپاره له دغه خدمت څخه په ګټې اخيستنې سره اړوند تړاوونه د Social Science، Journalism او د Communication تر برخو لاندې يې مفهوم تر لاسه کولى شئ چې دغه لاندېنۍ برخې يو منطقي انځور زموږ په ذهن کې د پاموړ پلټنې له مخې انځوروي.
٣- زيات خلک د ((انټرنېټ)) او ((وېب)) وييونه يو ډول ګڼي، په داسې حال کې چې د وېب په پرتله د انټرنېټ مفهوم لرغونى او پخوانى دى او د اړيکې د رامنځته کېدو يېبره (حاصل) يې له ټيليفونونو او سرورونو Servers څخه ؤ او د نننۍ ورځې په پرتله يې ډېر ساده او په توپير سره شکل درلود. مګر ((وېب)) هغه چاپېريال دى چې په هغه کې له غږ، انځور، متن او انېمېشن څخه هم ګټه اخيستل کېداى شي.
پرليکه ليکوال کولى شي چې له آزادې سرچينې خبريالۍ څخه په ګټې اخيستنې سره له لوستونکيو لارښوونه تر لاسه کړي يا دا چې له هغوى غوښتنه وکړي چې د يوې پروژې په توګه د يوه ګزارش دنده پر غاړه واخلي. البته تر اوسه پورې زياتره پرليکه ګزارشونه په سنتي دود او روش سره په خپله د ليکوال له خوا او د مرکې، مشاهدې او د پخوانيو ليکنو او سوابقو له لارې چمتو کېږي.
د آزادې سرچينې پر بنسټ ولاړه خبريالي:
د دود له مخې، ژورنالېستان د ګزارشونو سکالووې له خپل ځان سره پټه ساتي، د دې لپاره يې سوژه نه اعلانوي چې د خپل ځانګړي ګزارش د چمتو کولو چانس خپل رقيب يا بل ژورنالېست ته په لاس ورکړي.
د پورتنۍ خبرې اپوټه، د آزادې سرچينې پر بنسټ ولاړه خبريالي Open Source Reporting سرچپه ده. ژورنالېست د خپل پاموړ ګزارش سکالو اعلانوي او له لوستونکيو غواړي چې د سکالو لپاره ورته ليډ، سرچينې او زاويه ورته راولېږي. که څه هم په داسې حالت چې نور ليکوالان يا ژورنالېستان هم د هماغې سوژې په اړه ليکل کولى شي، نو په ځانګړې توګه د سوژې واک او اختيار له لاسه وځې؛ مګر د آزادې سرچينې پر بنسټ ولاړه خبريالي د متقابلې همکارۍ نمونه ده او له هغې هيلې او ارمان څخه سرچينه اخلي چې له لوستونکيو څخه تر لاسه شوي معلومات او سرچينې له يوه ليکوال او ژورنالېست څخه ډېر ښه دي.
نو د ګزارش لړۍ پرانېزئ چې نور وګړي هم په کې دخيل شي. دغه کار د دې لامل کېږي چې ګزارش په چټک ډول او زياتې ژورتيا سره چمتو کړئ. د آزادې سرچينې د ګزارش تخنيکونه د کوچنيو ليکوالو او خپلواکو وېبلاګ درلودونکيو لپاره چې د لويو خبري سازمانونو سرچينو ته لاسرسى نه لري، ډېر زيات ګټور دى. نو که چېرته وکتل شي، د آزادې سرچينې د ګزارش مخينه (سابقه) انټرنېټ ته راګرځي.
وېشل شوې خبريالي:
وېشل شوې يا وېشلې خبريالي Distributed Reporting د لوستونکيو له لوري د معلوماتو د لېږلو پر بنسټ تر د آزادې سرچينې خبريالۍ يو ګام وړاندې اخلي. په دې ډول خبريالۍ کې لوستونکي په خپله پر ژورنالېست بدلېږي، هغوى معلومات د له يوه ټاکلي ځاى څخه د پاشليو ګزارشونو غوندې خپروي چې تر راټولولو وروسته د وروستني خپراوي لپاره چمتو کېږي. د دې ډول خبريالۍ لپاره ښه بېلګه د ويکيپيډيا Wikipedia ګورتپاڼه ده چې هر څوک، په هره ژبه او له هره ځايه په کې معلومات خپرولى شي او د نړۍ زياتره ژبې په کې ګډون لري.
که چېرته دغه ډول ګزارش په ښه توګه سازمان او جوړ نه شي، کېداى شي چې پر يوه بېنومه او بې نښانه بولېټن بدل شي چې ناسم او بې بنسټه خبرونه وړاندې کوي. خو که چېرته يو د وېشلې خبريالۍ خبريال خپل ګزارش په پازواله (مسؤلانه) توګه جوړ او د معلوماتو سرچينه کنټرول کړي او له لوستونکي وغواړي چې خپل هويت (د برېښناليک له لارې) څرګند کړي، کېداى شي چې ګزارش يې پر يوه ټاکلي وخت او له سترو معلوماتو څخه ډک جوړ او ټولنې ته وړاندې کړي.
پخوانۍ خبريالي:
مرکه، مشاهده او څېړنه يا تحقيق د يوه خبري ګزارش د جوړولو لپاره د معلوماتو د راټولولو درې پخوانۍ تګلارې دي.
مرکه:
غواړئ چې پوه شئ چې څه پېښ شوي دي؟ هغه څوک پيدا کړئ چې پوهېږئ، له هغوى سره خبرې وکړاى شئ. په سرچينو غوره هغه څوک دى چې په نېغه توګه په پېښه يا ستاسې د پاموړ سوژه کې ښکېل دى.
خپل ځان مو وروپېژنئ او ورته ووايئ چې د کومې رسنۍ لپاره کار کوئ. که چېرته غواړئ چې مرکه مو ثبت کړئ، نو اړينه ده چې لومړى اجازه واخلئ؛ په ډېرو ځايونو او حالتونو کې د خلکو د غږ ثبتول د هغوى له خوښې پرته ناقانوني عمل دى. که چېرته په ځان کې د ژر ليکلو او يادښت يا نوټ اخيستلو Note Taking ځواکمنتيا نه وينئ، مرکه ثبت کړئ. کار مو د مرکه کېدونکي د نامه پر پوښتلو او د هغه د نامه پر اخيستلو سره پيل کړئ او د اړتيا پر مهال د هغه رسمي دنده هم وپوښتئ.
هغه پوښتنې وکړئ چې ځواب يې په ((نه)) او ((هو)) سره نه وي. هغوى د پېښې ښه څېړلو ته اړ کړئ، ځوابونو ته يې غوږ کېږدئ او په ذهن کې مو انځور کړئ چې د مرکه کېدونکي په مرکه کې کوم پوښتنې لري چې نور او دقيق معلومات ترې تر لاسه شي. پوښتنې جوړې کړئ او تر کومه مو چې د پاموړ معلومات تر لاسه کړي نه وي، پوښتنو ته ادامه ورکړئ.
ونه وېرېږئ او داسې هم ونه انګېرئ چې پوښتنه مو احمقانه ده. که چېرته مرکه کېدونکي داسې څه وويل چې تاسې پرې نه پوهېږئ، له هغه هيله وکړئ چې هماغه ټکى په ساده ژبه بيان کړي. که چېرته د هغه خبرې ستاسو په اند سمې نه وې، لامل يې وپوښتئ او ښه څېړنه او وضاحت ترې وغواړئ. که چېرته تاسې هم کوم ټکي ته پام ونه کړئ، نو د لوستونکي يا اورېدونکي هم ورته پام نه کېږي او نه يې هم درک کولى شي. تل له مرکه کېدونکي سره په ادب او درناوي چال چلند کوئ، خو هممهال خپل درناوى او غرور مو لوستونکيو ته هم وساتئ. اجازه ورنکړئ چې د مرکه کېدونکي کوم خوځښت او حرکت مو له وړ او سختو پوښتنو له کولو څخه واړوي، که چېرته اړ شوئ، نو د عامه اړيکو له لارې د مرکه کولو لپاره ګام پورته کړئ؛ مګر اجازه ورکړئ چې د مرکې د وخت په ټاکلو کې له تاسې سره مرسته وکړي او له هغوى څخه معلومات تر لاسه کړئ، خو پوښتنې او د ګزارش زاويه په خپله جوړه کړئ.
مشاهده:
له خپلو پېنځګونو حسونو څخه د ګزارش په جوړولو کې کار مرسته واخلئ چې ليکنه مو بېساه او وچه ونه اوسي. آن که چېرته يواځې يوه مرکه سر ته رسوئ، هڅه وکړئ چې د مرکې کولو پر مهال دا نکتې يا ټکي هم يادښت کړئ: څه وينئ؟ څه اورئ؟ څه بوى کوئ؟ او څه شى حس کوئ؟ له دغو جزئياتو څخه په ليکنه کې ګټه واخلئ او لوستونکى د مرکې ځاى او هماغه وخت ته له ځانه سره يوسئ.
البته د هغو نااړوندو جزئياتو له کارولو څخه چې ليکنه مو ترې زيانمنه کېږي، ډډه وکړئ. اړتيا ورته نشته چې د مرکه کېدونکي د وېښتانو د رنګ په اړه هم ليکل وکړئ، خو دا چې ستاسې له ليکنې سره بشپړ تړاو ولري. د مشاهدې د مهارت د ځواکمنولو لپاره دېرش ٣٠ دقيقې ځانته کېناستل او د شاوخوا ليدونکي چاپېريال په اړه څه ليکل يو ښه تمرين دى.
د لاسوندونو (سندونو) او مدرکونو کنټرول:
په ټوليز (عمومي) ډول پرليکه ژورنالېستان په شتو معلوماتو کې په پلټلو سره کولى شي چې د زرګونو په شاوخوا کې په زړه پورې سکالووې پيدا کړي.
د The Smoking Gun ګورتپاڼه يواځې د ورځنيو رښتينو اريانوونکيو پېښو په خپرولو سره په زرګونو تنه کتونکي لري.
ژورنالېستان د ځانګړيو معلوماتو د موندلو لپاره لکه جرمي ګزارشونه او يا په سازمانونو پورې تړلې بوديجه له کمپيوټر څخه تر لاسه کوي. که چېرته پر کمپيوټري پروګرامونو لکه Excel، Access او Mapinfo باندې پوهېږئ، په اسانۍ سره کولى شئ چې زيات معلوماتي فايلونه وګورئ او سره يې پرتله کړئ.
دا اړينه نه ده چې کومه تګلاره پر مخ وړئ، د هرې ليکنې لپاره ټولې تګلارې او روشونه وازمېيئ؛ مګر که چېرته غواړئ چې معلومات تر لاسه کړئ چې د ليکنې موضوع يا چورليزه (محوري) پېښه مو ښه څرګنده شي. په بشپړه توګه پر يوې فرضيې سره يې پيل کړئ، خو په نورو معلوماتو پسې هم وګرځئ چې ستاسې فرضيه له ننګونې سره مخ کوي يا له هغې سره په مغايرت کې پېښېدونکي وي؛ نه دا چې يواځې هغه نقل قولونه او ورکړل شوې شمېرې چې يواځې ستاسې د فرضيې ملاتړي واوسي، راوړئ او په مخالفت کې له پېښېدونکيو معلوماتو څخه سترګې پټې کړئ.
لوى ژورنالېستان د خپلو ليکنو د معلوماتو د پلټلو لپاره په کراتو- کراتو دغه تګلاره پلټي، هغوى ګرځي راګرځي او زياتې مرکې کوي. په زياتو مدرکونو پسې ګرځي او په هغه ځاى کې لومړنى ګزارش يې يا لومړنۍ برخه يې پر بېلابېلو لارو رهي کوي، زيات وخت پر مشاهده تېروي.
په ګزارش کې مو راټول او پر ځاى شوي معلومات وګورئ، وګورئ او بيا يې هم وګورئ. هڅه وکړئ چې د مرکه کولو پر مهال مو چې څه ليدلي يا مشاهده کړي دي او يا له رسمي مدرکونو او سوابقو څخه د معلوماتو په رااخيستلو او څېړلو کې کوچنۍ تېروتنه ونکړئ، ځکه چې هر څه منل کېدونکي دي، خو دا له زيان او خطره تش نه دي.
د ګزارش لپاره څنګه يوه زاويه پيدا کړو؟:
له يوه ښه کارپوه سره مرکه چې د ساده پوښتنو او ځوابونو په هډوانه (قالب) کې واوسي، د خبريالۍ د پيلولو لپاره يوه ډېره ښه لاره ده. پر دې سربېره د ورځپاڼو، وېبلاګونو او د رسنيو لوحو Message Boards د لوستلو پر مهال ښه ځير واوسئ چې د ورځې سکالووې يا موضوعګانې پيدا کړئ.
په www.poynter.org ګورتپاڼه کې د Al's Morning Meeting په نامه يوه برخه شتون لري چې هره ورځ ژورنالېستانو ته تازه سوژې او د ګزارشونو زاويې وړاندې کوي. د Extra! Extra ګورتپاڼه چې د پلټونکيو يا څېړونکيو ژورنالېستانو په وسيله چلېږي او د څېړنيزو ليکنو يا ګزارشونو ښې بېلګې هم لري؛ تل د ذهن د ((ضبط)) تکمه کېمنډئ او تل په کې که له ځانه وپوښتئ: ((آيا دا سوژه زما د مخاطب لپاره په زړه پورې ده؟)) اريان به شئ چې زياتره وخت يې ځواب مثبت يا هو وي.
په پاى کې، يوه ليکچه (کتابچه) او يو ليکاڼى (قلم) له ځانه سره ولرئ او تل يې له ځانه سره لکه د ملګرو ګرځوئ، که چېرته اړتيا پېښه شوه يا دا چې يو کس مو د ګورتپاڼې لپاره په زړه پورې واوسي، د مشاهدې او مرکې له لارې ترې مهمې نکتې او ټکي تر لاسه کړئ.