نجيب نايل

Profile Photo

زه نجيب الله نايل د ارواښاد حاجي رئيس خان زوى چې نقريباً پر ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال د زړه ته راتېرې سيمې پېښور د ګلبهار په سيمه کې زېږېدلى شم، خو له آره د ننګرهار ولايت د سپين غره د لمنې د کږې د خوږياڼيو ولسوالۍ د زاوې د کلي اوسېدونکى يم.
لومړنۍ زده کړې مې د پېښور د افغان کمېشنرۍ د زندۍ پنډغالي (کيمپ) په ښوونځي کې ترسره کړي او تر کډوالۍ وروسته مې پاتې زده کړې په جلال آباد ښار د مياعمر په عالي لېسه کې تر دولسم ټولګي پورې بشپړې کړي دي.
له پېنځو کلونو راهيسې د ژورنالېزم په ډګر کې منډې رامنډې وهم او په دې برخه کې مې له بېلابېلو رسنيو سره ژورنالېستيکي چارې ترسره کړې دي چې ښې بېلګې يې د ولس غږ خپرونه، نننى افغانستان مياشتنۍ مجله، پانګه مياشتنۍ مجله او نور يادولى شم.
کله نا کله يو نيم مات ګوډ شعر هم ليکم چې له نېکه مرغه يوه شعري ټولګه چې (لکه ګل شونډې، لکه پاڼې سترګې) نومېږي، چاپ شوې ده. د دې تر څنګ مې په ژباړو کې هم يوه نيمه ليکنه ژباړم چې آرماګدون: درېيمه نړيواله جګړه چې يو ديني څېړنيز او سياسي ډوله کتاب دى، هم ژباړلى دى. د ژورنالېزم په برخه کې مې خپله هم ليکنې کړي دي او د نورو ژورنالېزم پوهانو ليکنې مې راژباړلې دي چې په دې برخه کې مې درې د ژورنالېزم کتابونه راژباړلي چې يو د ايران د وتلي ليکوال او ژورنالېست ډاکټر يونس شکرخواه يو چې پاړسي نوم يې (خبرنويسى مدرن) نومېږي، پښتو (نوې خبرليکنه) ته راژباړلى دى، يو بل کتاب چې ژورنالېستيک لارښود نومېږي، بېلابېلې د ژورنالېزم په اړه لارښوونې لري چې د ځوانو ژورنالېستانو لپاره يو ګټور کتاب دى او يو بل کتاب چې (د راپورليکنې بنسټونه) نومېږي، هم راژباړلى دى.

پرليکه ژورنالېزم


پرليکه ژورنالېزم

د ژورنالېزم پېژندوى:هر ليکني يا ناويل شوي روايت ته ژورنالېزم وايي چې هغه پېښې او واقعيتونه چې په ټولنه او د تاريخ په اوږدو کې ژورې ريښې لري، ګزارش کوي او يا يې څېړي (کېداى شي چې په يوه ټاکلي وخت پورې تړلي واوسي يا تاريخي او پخوانۍ بڼه ولري.) دغه روايتونه ژورنالېستان، ليکوالان او پازوال مديران ټاکي او ترتيبوي يې چې له يوې ټاکلې زاويې څخه يې بيان کړي؛ دا بيا په ليکوال پورې اړه لري چې په څه ډول يې لوستونکي ته وړاندې کوي.پرليکه Online د زياتو برخو رانغاړون

11.02.2009 نجيب الله نايل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more