ټلويزيوني خبري ګزارش
خبري ګزارش شاوخوا دوه نيمې دقيقې وخت نيسي، مګر لکه د يوه سينمايي فلم غوندې ښايي د پيل درلودونکى واوسي يانې څوک په کې ښکته او پورته شي او د ليدلو پر مهال زړه راکښونکى او له زړه راکښونکي متن څخه برخمن وي.
خبري ګزارشونه په دوديز ډول يا يې خبريال د پېښې له ځاى څخه لېږدوي چې کڅوړه (Package) ورته وايي او يا يې ايډېټران په خبرخونه کې چمتو کوي چې وي سي (VC) ورته وايي. په خبرخونه کې جوړ ګزارشونه هيڅ د پلاټ درلودونکي نه وي.
وړ او مناسب انځور، په رااخيستنه يا روايت کې ناپېيلتوب، په جزئياتو کې تعادل، په سکالو کې د سترګو ليدلى حال، په جوړولو کې چټکتيا او همغږى متن د ټلويزيوني خبري ګزارش له آرو برخو او ځانګړتياوو څخه شمېرل کېږي.
ګزارش په خبري آژانسونو کې لکه د مکتوب غوندې يوه پېښه بيانوي، خو ټلويزيوني خبري ګزارش بيا پر انځور راڅرخي. د ادبي متن ليکل او يا کارول، هغسې چې ښکلي، مجازي او غيرانتزاعي وييونه وکارول شي، داسې دي، لکه څوک چې د چمتو کولو تڼۍ کېمنډي.
تجربې ښودلې ده چې په دغه کړندود يا طرز سره ګزارش جوړول ناشوني نه دي، خو لږ و ډېر سخت او سر په درد کوي. هغه انځورونه يا شاټونه چې له پېښې مو تر لاسه کړي دي، د هغې هډوانې يا طرحې له مخې چې په ذهن کې يې لرئ، د زنځير د کړيو غوندې يې په يوه او بل پسې وتړئ، وروسته د هغو لپاره متن وليکئ.
هغه سکالو چې د ګزارش لپاره يوه زېرمه او سرمايه جوړېږي، سربېره پر دې چې بايد د يوه يا څو خبري ارزښتونو درلودونکې واوسي، نوې يا تازه، رښتينې او زړه راکښونکې هم وي او که نه د ليدلو لپاره د ليدونکي يا مخاطب ميل نه راپورته کېږي.
ساده ليکنه او لنډليکنه د خبري ګزارشونو په متنلکينه کې دوه کليدي آرونه يا اصلونه دي. متن بايد د شپږو بنسټيزو پوښتنو لکه د کله، څوک، چېرته، څه، ولې او څنګه ځوابونه ورکړي.
د ګزارش د جوړولو لپاره اړينه ده چې په پيل يا سر کې دې د بريالي انځور ښودنه (Establishing Shot) ځاى پر ځاى شي. له مخينه يا شاليد سره اړوند انځورونه دې ورپسې راشي، ځکه چې مخينه يا شاليد د ګزارش د بشپړوونکي نخچ يا رول لري.
له آر يا د چاپېريال د شور و زوږ له غږ څخه په وړ او مناسب کې ګټه اخيستل د ګزارش په زړه راکښونتيا کې ښه مرسته کولى شي.
هغه انځورونه چې د پېښې د نورو او زياتو جزئياتو وړاندې کوونکي يا بيانوونکي دي، وروسته دې ځاى پر ځاى کړل شي. هغه څيزونه چې د انځورونو له مخې د څېړنې او ښودلو ځواکمنتيا ونلري، نو په پلاټ کې دې ځاى پر ځاى او راونغاړل شي. که چېرته دغه کړۍ په سمه توګه سره بشپړ او تړل شي، کېداى شي چې خبري ګزارش په چټکتيا سره جوړ شي.
د ارمنستان د هېواد د مسافروړونکيو يوه الوتکه له ١١٣ مسافرو سره د څلورنۍ (چارشنبې) په ورځ د تورې بحيرې په سواحلو کې سقوط وکړ.
د دغه ډول پېښې په ګزارش جوړولو کې به ١٠ ثانيې پيليزه يا مقدمه، ١٥ ثانيې د يوه روسي عيني شاهد سونډ بايټ Sound Byte، ١٥ ثانيې د روسيې د مرستې رسولو ځواکونه، ١٥ ثانيې د دغې پېښې جزئيات، ١٥ ثانيې په ارمنستان کې د دغه ډول پېښو مخينه يا شاليد، ١٥ ثانيې د ارمنستان د هېواد د هوايي کرښو د يوه چارواکي سونډ بايټ او ١٥ ثانيې به هم پلاټ نيسي. په طبيعي ډول د دغه خبري ګزارش وخت به شاوخوا يوه دقيقه او ٤٠ دقيقې وي.
البته د ګزارش د جوړولو لړۍ او جريان تل په همدې ډول نه وي، ځکه شونې ده چې خبريال د انځورونو په ټاکنه کې زړه نازړه واوسي چې کوم يو يې وړاندې او کوم يو يې وروسته راشي.
ځينې وخت خبريال له ځوروونکي حالت سره مخ کېدونکى دى، که چېرته انځوراخيستونکى هم خپله کېمره د پېښې له پيله تر پايه د دوو ګړيو يا ساعتونو لپاره روښانه وساتي او د يوه مرسته رسوونکي چارواکي (هغه چې خپله ژغوربېړۍ په يوه لېرې واټن کې وګړي پسې چې لامبو وهي، ورولي.) انځور واخيستل شي، ډېره به ښه وي.
خبريال بايد د خپلې پوهې او تجربې تر څنګ صبر او حوصله هم ولري، کېداى شي چې په ګڼو انځورونو کې د دوو دقيقو ښو انځورونو پر موندلو وتوانېږي. البته په سمندر کې تر پر له پسې غوټو وهلو وروسته کېداى شي چې په سمندري تيږو کې ورته سيپۍ او مرغلره لاس ته ورشي.