نجيب نايل
زه نجيب الله نايل د ارواښاد حاجي رئيس خان زوى چې نقريباً پر ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال د زړه ته راتېرې سيمې پېښور د ګلبهار په سيمه کې زېږېدلى شم، خو له آره د ننګرهار ولايت د سپين غره د لمنې د کږې د خوږياڼيو ولسوالۍ د زاوې د کلي اوسېدونکى يم.
لومړنۍ زده کړې مې د پېښور د افغان کمېشنرۍ د زندۍ پنډغالي (کيمپ) په ښوونځي کې ترسره کړي او تر کډوالۍ وروسته مې پاتې زده کړې په جلال آباد ښار د مياعمر په عالي لېسه کې تر دولسم ټولګي پورې بشپړې کړي دي.
له پېنځو کلونو راهيسې د ژورنالېزم په ډګر کې منډې رامنډې وهم او په دې برخه کې مې له بېلابېلو رسنيو سره ژورنالېستيکي چارې ترسره کړې دي چې ښې بېلګې يې د ولس غږ خپرونه، نننى افغانستان مياشتنۍ مجله، پانګه مياشتنۍ مجله او نور يادولى شم.
کله نا کله يو نيم مات ګوډ شعر هم ليکم چې له نېکه مرغه يوه شعري ټولګه چې (لکه ګل شونډې، لکه پاڼې سترګې) نومېږي، چاپ شوې ده. د دې تر څنګ مې په ژباړو کې هم يوه نيمه ليکنه ژباړم چې آرماګدون: درېيمه نړيواله جګړه چې يو ديني څېړنيز او سياسي ډوله کتاب دى، هم ژباړلى دى. د ژورنالېزم په برخه کې مې خپله هم ليکنې کړي دي او د نورو ژورنالېزم پوهانو ليکنې مې راژباړلې دي چې په دې برخه کې مې درې د ژورنالېزم کتابونه راژباړلي چې يو د ايران د وتلي ليکوال او ژورنالېست ډاکټر يونس شکرخواه يو چې پاړسي نوم يې (خبرنويسى مدرن) نومېږي، پښتو (نوې خبرليکنه) ته راژباړلى دى، يو بل کتاب چې ژورنالېستيک لارښود نومېږي، بېلابېلې د ژورنالېزم په اړه لارښوونې لري چې د ځوانو ژورنالېستانو لپاره يو ګټور کتاب دى او يو بل کتاب چې (د راپورليکنې بنسټونه) نومېږي، هم راژباړلى دى.
ټلويزيوني ژورنالېزم
ټلويزيوني خبري ګزارش
د ګزارش جوړول د خبري ژانرونو په لړ کې تر ټولو سخت او مسلکي کار دى چې په دې کې له نورو ژانرونو لکه، پلاټ، Sound Up، داستان يا کيسې او.... څخه ګټه اخيستل کېږي.خبري ګزارش شاوخوا دوه نيمې دقيقې وخت نيسي، مګر لکه د يوه سينمايي فلم غوندې ښايي د پيل درلودونکى واوسي يانې څوک په کې ښکته او پورته شي او د ليدلو پر مهال زړه راکښونکى او له زړه راکښونکي متن څخه برخمن وي.خبري ګزارشونه په دوديز ډول يا يې خبريال د پېښې له ځاى څخه لېږدوي چې کڅوړه (Package) ورته وايي او يا يې ايډېټران په خبرخو
ټلويزيوني ژورنالېزم
لکه څنګه چې تاسې ټول پوهېږئ چې د خبرونو او ګزارشونو په جوړولو او وړاندې کولو کې ځيرتيا يا Accuracy د ځانګړي ځاى درلودونکې ده او هم بايد ټول خبرونه او ګزارشونه له دغې مهمې ځانګړتيا څخه برخمن وي. په څنګزني ډول، د هر خبر لپاره لاندېنۍ پېژندل شوې پوښتنې د يادولو وړ دي:١- څه پېښ شوي دي؟٢- چېرته پېښ شوي دي؟٣- څه وخت او کله پېښ شوي دي؟٤- څوک په کې ککړ يا دخيل دي؟٥- ولې دغه پېښ شوي دي؟٦- څنګه يا څرنګه دغه پېښ شوي دي؟دا د هر خبر لپاره هماغه پېژندل شوې شپږ پوښتن