يو له مهمو درسونو څخه، د هغو لپاره چې نوى يې پر كار پيل كړى وي د يوه خبري ګزارش د متن يا چوكاټ غوندې د مطبوعاتي اطلاعاتو ليكل دي چې په ټوليزه توګه پرمختګ وركول او د افهام او تفهيم يې هڅول دي. ايډيټران غواړي چې مطبوعاتي بيانيې بېله كوم دليله زر تر زره په پچۍ (باطله داني) كې وغورځوي، ښايي ځينې پردۍ ډلې ورته پراختيا او انكشاف وركړي. ((تل بهترين))، ((هر يو ګټونكى)) او يا ((يو له مهربانو څخه)) د بشر ډول او نوع بدلوي. تاسې سوژه لاسته راوړې ده، د مطبوعاتي بيانيې د ليكوال پر ځاى لكه د يوه خبريال غوندې فكر وكړئ. مطبوعاتي بيانيه بايد ژورناليسټيك سبك وپلټي چې هر ډول كتنې او ملاحظات وړاندې كړى شي.
دغه دنده څنګه پر مخ وړئ؟ دغه يو لارښود دى.
۱- سرليك The Headline: كېدى شي چې د لسو يا كمو كليمو درلودونكى وي. تاسې د ايډيټر د پام جلبولو ته اړتيا لرئ. سرليك بايد په مطبوعاتي بيانيه كې معلومات لنډ او خلاصه كړي، مګر له هغې لارې څخه اريانتيا پيداكوونكې او محركه وي، په اړه يې فكر وكړئ چې د اعلانونو يوه لوحه پر عمومي سړك ده، تاسې يوازې د معلوماتو څو كليمې په دې لوحه كې، د زياتو ايډيټرانو لپاره چې په مشخصه ورځ كې معلومات تر لاسه كوي، ځاى كړئ.
۲- پيلوونكى پاراګراف Opening Paragraph: ځينې وختونه د لنډ ليډ Summary Lead په نوم يادېږي او ستاسو لومړنى پاراګراف كره كتونكى او بحراني دى. دغه پاراګراف بايد شپږو بنسټيزو پوښتنو ته ځواب وركړي چې له ((څه، كله، ولې، چېرې، څوك يا چا او څنګه)) څخه عبارت دي. دغه پاراګراف بايد د مطبوعاتي بيانيې لنډيز وي چې د نورو لاندينيو پاراګرافونو د جزئياتو جوړولو ته زمينه برابروي.
پيلوونكى پاراګراف بايد د يوه چنګك درلودونكى وي او يوه نكته ده چې ستاسې لوستونكي په لوستلو كې مينه وال او علاقمند كوي، مګر په ياد ولرئ لكه د مطبوعاتي خبر غوندې چنګك له لوستونكي سره اړيكه او ارتباط دى. چنګك يوه مشكله هسته نه ده چې د پرمختګ د اصلي لارې د كږولو سبب وګرځي، يوازې په بيانيه كې يو حقيقت دى.
۳- د بيانيې متن The Body: د سرچپه هرم له ستراتيژۍ څخه ګټه پورته كړئ، د مطبوعاتي بيانيې د متن په پيل كې مهم معلومات او نقل قولونه ليكل كېږي. د سرچپه هرم دغه تخنيك د دې لپاره هم كارول كېږي، ځكه كه چېرې ايډيټران وغواړي چې بيانيه غوڅه او قطع كړي. هغوى كولى شي چې له پاى څخه يې غوڅه كړي، بېله دې چې مهم معلومات وبايلي او په اصل كې د بيانيې موخه له ټوليز تغير سره مخ شي.
۴- د پاى پاراګراف The Closing Paragraph: مهم معلومات بيا تكرار كړئ او د شخص نوم، د هغه/ هغې د ټيليفون شمېره او د برېښناليك پته يې ياد كړئ.
--------------------------------------------------------------------------------
· خپل ځان ډاډمن او باوري كړئ چې معلومات خبري ارزښت لري.
· لوستونكيو ته په ګوته كړئ چې معلومات د ستاسو لپاره دي او معلومه كړئ چې ولې دا ولولي.
· د خبر په يوې لنډې تشرېح سره پيل كړئ، وروسته راشئ چې چا دا اعلان كړى.
· له خپل ځان وپوښتئ چې څنګه خلكو ته په دې كې ارتباط وركړو او آيا هغوى توانايي لري چې ارتباط ټينګ كړي؟
· خپل ځان ډاډمن كړئ چې ستا د مطبوعاتي بيانيې لس كليمې ګټورې، اغېزناكې او ډېرې مهمې دي.
· د صفاتو له كارولو او ډېرې كلكې ګرامري ژبې څخه ډډه وكړئ.
· حقايق او واقعيتونه منعكس كړئ.
· په هرې اندازې چې ممكن وي ارتباط نيوونكې پته، شخصي پته، د ټيليفون شمېره، فكس، د برېښناليك او د ويبپاڼې پته په بيانيې كې زيات كړئ.
· ډاډمن شئ چې تاسې ټولې موضوعګانې په بيانيه كې ځاى كړې دي.
· په هر امكان سره بيانيې مطبوعاتي كاركوونكيو ته اسانه برابرې كړئ چې په اسانه توګه خپله دنده پر مخ يوسي.