له دې څخه تېرېږم چې خبر NEWS ته ولې خبر NEWS وايي، د كومو وييونو د سر ټكي دي او يا هم په پښتو او نورو ژبو كې له كومو وييونو سره ورته والى لري، نو يو څه درسره په ښه خبر او خبرليكنې تم كېږم. خپله خبر هغه جمله ده چې ولې؟ څنګه؟ چېرته؟ او كله؟ ته له ځانه سره ځواب ولري. د ساري په توګه: پرون مازيګر د وينې د سرطان له امله يو تكړه شاعر حميد د جلال آباد د عامې روغتيا په روغتون كې هغه مهال خپل روح خداى ته وسپاره چې كوروالاوو يې ده ته په بيه د وينې اخيستو توان نه درلود. دا يوه خبري جمله ده، ځكه:
· څه؟ د شاعر مړينه
· څنګه؟ د پيسو نه درلودل
· چېرته؟ د جلال آباد د عامې روغتيا په روغتون كې
· چا؟ يو شاعر حميد
· ولې؟ د وينې د سرطان له امله
· كله؟ پرون مازيګر
دا خبر شپږو اړينو توكو ته ځواب لري او د خبر د تعريف په تول پوره دى او د لوستو وړ خبر هم دى، ځكه د انسان له ژوند سره تړاو لري، عاطفه پكې شته، تازه والى لري او هم دغه شاعر يو پېژندل شوى شخص دى. خو كله داسې خبر وي چې په هغه كې د خبر شپږ توكي (ولې، چا، څنګه، چېرته، څه او كله) ځواب شوي وي، ولې ښه او د لوستو وړ خبر ورته نشو ويلى. نو راځئ چې وګورو د ښه خبر د لوستو او چاپ وړ خبر لپاره كوم توكي اړين دي.
· زړه راښكونتيا
· د خلكو له ژوند سره تړاو
· تازه والى
· خلكو ته نږدېوالى
· ناعاديوالى
· شهرت
· احساس
· ډرامه
· منازعه
· اغېز
· تلوسه
· بېساريتوب
· ځانګړتوب
· اهميت
دا هغه توكي دي چې د دې په شتون خبر د لوستو او چاپ وړ ګرځي چې په دې ټولو كې دلچسپي، د خلكو له ژوند سره تړاو او تازه والى ډېر اړين دي. د ساري په توګه كه وليكو چې: د واتيكان (۵۰۰) عسكر د خپل يو ګاونډي هېواد له خوا د يوې نښتې په ترڅ كې تېره يكشنبه وروسته له څو ساعته مقاومت ژوندي ونيول شول. په دې جمله كې هم د خبر له اړينو توكو څخه ډېرو ته ځواب شته، لكه: څه؟ د واتيكان (۵۰۰) عسكر، ولې؟ د يوې نښتې په ترڅ كې، څنګه؟ ژوندي ونيول شول، كله؟ تېره يكشنبه، چا؟ د خپل يو ګاونډي هېواد له خوا.
خو دا چې دا خبر د هغه چا لپاره څه د اهميت وړ دى او يا هم د هغه چا لپاره چې د واتيكان په هكله معلومات نه لري، خو دا چې پېښه تېره يكشنبه ترسره شوې بيا هم خبر يې بې اهميته دى، نو څرګنده شوه چې په دې خبر كې د خبر توكي (ولې؟ چا؟ څنګه؟ چېرته؟ څه؟ او كله؟) شته، خو د ښه خبر توكي چې مهم يې تازه والى او دلچسپي ده، نشته، نو ځكه خبر خپل اهميت له لاسه وركړى او د لوستونكي او يا هم اورېدونكي پام ځانته نشي اړولى او كه وليكو چې: نن سهار په كرزي د نامعلومو كسانو له خوا بريد وشو او ... يوازې د همدې سرليك په ليدو هم ټول خلك دا خبر ټول لولي، ځكه د دې خبر سرليك په داسې يوه موضوع كښل شوى چې خلك يې په اړه د څه اورېدو سره دلچسپي لري، نو همدا ده چې راته جوته شوه چې د ښه خبر لپاره رښتيا هم د ښه خبر اړين توكي اړين دي. بله خبره چې بايد ورڅخه يادونه وكړم، هغه دا ده چې موږ كله خبر ليكو بايد د خبر ليكلو پرمهال د خپلې رسنۍ بڼه په نظر كې ونيسو چې آيا نړيواله ده كه سيمه ايزه؟ بيا په هماغه ډول خبرونه پكې ځاى پر ځاى شي چې خلك يې د لوستو تلوسه ولري، ځكه خبر د خوړو مثال لري او خواړه سړى هغه وخت په ښه شوق خوري، كله چې ورته وږى وي. اوس يوه بله خبره هم شته چې د خبر لپاره مهمه ده، هغه د خبر ليكلو طرز دى چې يو خبر بايد په څه ډول وليكل شي، تر څو لوستونكي هغه راواخلي او سر تر پايه يې ولولي، نو د دې لپاره چې زموږ اورېدونكي ورته تر پايه غوږ كېږدي، نو بايد د خبر په ليكلو كې هم ځينې قاعدې مراعات شي چې هغه قاعدې په دې ډول دي.
دا چې مخكې هم ورته اشاره وشوه چې خبر د خوړو مثال لري، نو كله چې سړى خواړه خوري، كه په اول ځل څكلو يې خوند وركړ، خواړه خوري او كه نه، نه، نو كه هر څومره ګټور خواړه وي، نه يې خوري. خبر هم همداسې درواخله، كه په لومړي سرليك يې د سړي سترګې خوږې شولې، لولي يې او كه نه، نه. نو د دې لپاره چې زموږ خبر لوستونكي او يا هم اورېدونكي ولري، نو بايد خبر په دې ډول وليكو:
لومړى د خبر خوندوره برخه رااخلو او په سرليك Headline كې يې ليكو، بيا د خبر غوښنه برخه Meat Part رااخلو او ورپسې يې ځاى كوو چې انسان موړ كړي او سودا يې قطع كړي. ورپسې كه په خبر كې منازعه موجوده وه هغه اچوو، ځكه په خبر كې منازعه د چكنۍ او مسالو حيثيت لري او كه دا برخه ونلري، نو په دې صورت په خبر كې شاليد يا پسمنظر Background اچوو او ورپسې لكه د نارنج او يا هم ليمو د شربت په ډول پكې داسې خبرې ليكو چې زموږ خپل نظر نه وي، خو د پاى لپاره بايد مناسبې خبرې وي، لكه: د كرنې وزير نن د يكشنبې په ورځ لغمان ته راغلى ؤ چې په (۵۰۰) بزګرانو يې ټراكټورونه ووېشل او هم يې د اصلاح شوي تخم د يوې پروژې پرانيسته وكړه چې له دې ځايه به د لغمان ولايت بزګر په وړيا ډول اصلاح شوي تخمونه لاسته راوړي. نو اوس كه له دې خبر څخه د خپلې يوې سيمه ايزې ورځپاڼې او يا هم راډيو لپاره خبر برابروو، نو څنګه به كوو؟ راځئ چې اوس د خبر، ښه خبر او خبرليكنې قانون مخې ته كېږدو او يو خبر تيار كړو.
لومړى د دې خبر د كره والي لپاره خپله د عمل ځاى ته ځان رسوو، بيا هغه څه په لاس راوړو چې موږ يې په خبرليكنه كې كول اړين بولو، كله مو چې اړين جزئيات لاسته راوړل، نو خبر ترې داسې جوړوو. لومړى خبره چې بايد په سرليك Headline كې واچول شي، هغه پر (۵۰۰) بزګرانو باندې د ټراكټورونو وېشنه ده او د اصلاح شوي تخم پروژه جوړول دي، بيا ورپسې غوښنه برخه په كې د وزير راتګ د لغمان ولايت ته او هم د ټراكټورونو د وېش او اصلاح شوي تخم د پروژې په هكله اړين جزئيات دي، بيا دا چې په دې خبر كې منازعه نشته، نو اوس شاليد اچوو او بيا خپلې خبرې په مناسبو جملو چې زموږ خپل نظر پكې نه وي، بس كوو.
له پورتنيو خبرو جوړ خبر:
په (۵۰۰) بزګرانو د كرنې د وزير له خوا ټراكټورونه ووېشل شول. سرليك Headline
د كرنې وزير د خپل راتګ پرمهال د لغمان ولايت كې پر (۵۰۰) بزګرانو ټراكټورونه ووېشل چې له (۱۰) جريبو څخه زياته زمكه يې د خپلو غوايانو په ذريعه كولبه كوله او هم سږ كال يې په خپلو زمكو كوكنار نه وو كرلي او هم يې د دې لپاره چې نور به څوك په لغمان ولايت كې د كوكنارو كښت نه كوي. د اصلاح شويو تخمونو يوه پروژه يې پرانيسته چې له دې ځايه به د لغمان بزګران په وړيا ډول اصلاح شوي تخمونه لاسته راوړي. غوښنه برخه Meat Part
دا د كرنې وزير لغمان ولايت ته لومړۍ پلا راتګ ؤ او په پام كې لري چې د هېواد نورو ولايتونو ته به هم سفر كوي. شاليد Background
لغمان ولايت تر كندهاره وروسته دويم ولايت دى چې د كرنې وزير ښاغلى ... په كې د ده په وينا په مستحقو بزګرانو ټراكټورونه ووېشل او هم يې د اصلاح شويو تخمونو پروژه پرانيسته. پاى ټكى End Part
نو اوس راځئ چې د خبر، ښه خبر او خبرليكنې قانون مخ ته كېږدو او د قانون د مراعات له مخې ووايو چې زموږ دا خبر به څومره لوستونكي ولري.
۱- د خبر له توكو څخه:
كله؟ نن د يكشنبې ورځ.
څه؟ په بزګرانو د ټراكټورونو وېش.
څنګه؟ د ترياكو (خاشخاشو) د نه كرلو له امله.
چا؟ د كرنې وزير.
چېرته؟ په لغمان ولايت.
۲- د خبر له اړينو توكو څخه:
دلچسپي: په بزګرانو د ټراكټورونو وېش.
تازه والى: نن د يكشنبې ورځ.
د خلكو له ژوند سره اړيكه: د لغمان ډېرى وكړي بزګر دي.
په خلكو تاثير: په بزګرانو سهولت راتلل او خلك د ترياك نه كرلو ته هڅول.
تلوسه: په كندهار كې دا كار شوى ؤ.
اهميت: د خلكو د اقتصاد پياوړتيا او له كندهاره وروسته لغمان دويم لمبر ولايت راتلل.
ناعاديوالى: په لغمان كې دا لومړى ځل دى چې يو وزير داسې يو غټ كار كوي.
۳- د خبرليكنې قانون ته پاملرنه:
لومړى په سرليك كې هغه خبره راغلې چې خلك يې ضرور بولي، ځكه د خلكو پام ځانته رااړوي، دويم په غوښنه برخه كې كافي معلومات شته چې سړى موړ كړي، درېيم شاليد ځكه وركړل شوى چې منازعه پكې نشته او خبر هم په مناسبو كليمو پاى ته رسېدلى، ځكه د ليكوال يا خبريال خپل نظر پكې دخيل نه دى. نو اوس ويلى شو چې دا خبر زموږ په سيمه ايزه خپرونه كې خامخا ټول خلك لولي، خو كه يوې نړيوالې راډيو او يا هم چاپي خپرونې ته خبرليكو، هلته بيا د غټ خبر او واړه خبر پر بنسټ د نشر او يا نه نشر وړ معيار ټاكو.