کنفرانس يا پوهنغونډه هغه ناسته يا غونډه ده چې په يوې ټاکلې موضوع په کې د نظر د څښتنانو له خوا بحث کېږي. دغه غونډې کله په څېړنيزو او تحقيقاتي مسايلو څرخي؛ کله، کله علمي او فرهنګي موضوعات څېړي او کله هم پر ښوونيزو، ميتوديکي او يا پر نورو ټولنيزو مسايلو او چارو رڼا اچوي.
خو که له خپله سرليکه لېرې ولاړ نه شو، نو ويلى شو چې مطبوعاتي يا خبري کنفرانس چې له نامه څخه يې څرګنده ده د خبري ناستې يا غونډې هغه شکل دى چې په کې خبريالان يا مطبوعاتيان په يوې ځانګړې موضوع کې معلومات تر لاسه کوي.
د مطبوعاتي يا خبري کنفرانس ځانګړى دود دا دى چې يو څوک چې غواړي خبري سرچينو ته معلومات کوي، لومړى بايد پر ټاکلې موضوع په لنډه توګه وغږېږي چې خبريالانو ته په کې پوښتنې پيدا شي؛ وروسته په اړونده موضوع کې خبريالان مطلوب شخص پوښتي او معلومات ورکوونکى ورکوي، که په سياسي او ټولنيزه برخه کې معلومات ورکوي او يا هم په بله برخه کې وي، خو بايد موضوع دومره واضحه شي چې خبريالانو ته په کې د پوښتنې ځاى يا ژورناليسټيک (Fact) پيدا شي او ژورناليسټ يا خبريال وکولى شي چې په شاوخوا يې د ښو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره خپلې پوښتنې وړاندې کړي.
له مرکې او څېړنيزې ليکنې سره بايد د مطبوعاتي کنفرانس توپير وشي او هرې څېړنيزې غونډې، د جر و بحث مجلس او يا آزاد بحث ته د مطبوعاتي کنفرانس نوم ورنکړل شي.
همدارنګه د موضوع ټاکنه د ارزښت له مخې د مطبوعاتي کنفرانس لپاره بنسټيز ارزښت لري، په دې مانا چې کله، کله ځينې عادي او غيرعادي پېښې د دې جوګه نه وي چې خبري رسنۍ پرې زيات فوکس وکړي، مګر که موضوع په دې وارزي چې مطبوعات يې انځور کړي، بايد په کې له يادو شويو لارو چارو او مېتود نه کار واخيستل شي.
د خبري کنفرانس او مرکې په مينځ کې هم بايد توپير وشي. مرکه يا مصاحبه هغه خبرې اترې دي چې د يوې ټاکلې موخې په رڼا کې د سيمو او باوري معلوماتو د راټولولو لپاره له يوه يا ډېرو خلکو سره د هغوى د فن، مسلک، تخصص او يا دولتي او يا رسمي موقف په رڼا کې کېږي. مرکه د يو لړ معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د يو شمېر پوښتنو ټولګه ده چې دمخه په نظر کې نيولى شوي وي. مرکه هغه ژورناليسټيک ژانر دى چې د ډيالوګ په بڼه تر سره کېږي، په دې مانا چې مرکه کوونکى پوښتنې او مقابل لورى چې مرکه ورسره کېږي، ځوابونه وايي. د مرکې پر مهال چې ژورناليسټ غواړي، په پام کې نيولي شخص سره مرکه وکړي، د مرکې موضوع او ترتيب هغه مهم ټکي دي چې بايد له پامه ونه غورځول شي، خو په کنفرانس کې موضوع د مطلوب شخص له خوا ځانګړې کېږي.
بله دا چې مرکه کله د مرکې لپاره او کله هم د راپور (Report) لپاره وي، خو د مطبوعاتي کنفرانس پر بنسټ يوازې راپور ليکل کېدلى شي، ځکه په مرکه کې ښايي پوښتونکى يا خبريال دا ښه وګڼي چې پوښتنې په خپله خوښه انتخاب کړي؛ نو مرکه د خپلو تخنيکي وسايلو په پام کې نيولو سره د مرکې په شکل اړوي، مګر په خبري کنفرانس کې ښايي د زياتو خبريالانو د پوښتنو له امله دا کار شونى نه وي.
مرکه له هر چا سره کېدلى شي، خو خبري کنفرانس يوازې دولتي چارواکي، د ټولنيز رسوخ څښتنان، مطبوعاتي او سياسي خلک ورکولى شي. کله، کله کېدى شي ځينې خلک چې په ټولنه کې ډېر مطرح نه وي، هم مطبوعاتي کنفرانس ورکړي، د بېلګې په توګه يو کروندګر راپاڅي او د خپلو ښو حاصلاتو او اصلاح شويو تخمونو په باب مطبوعاتو ته معلومات ورکوي. مګر دا په مطبوعاتو پورې اړه لري چې دا موضوع څومره جدي په پام کې نيسي او څومره ارزښت ورکوي.
مرکې په يو ځل له زياتو خلکو سره کېدلى شي، خو خبري کنفرانس نهايت له دوو او هغه هم له داسې اشخاصو سره چې په يوه موضوع کې د دوو خواوو استازيتوب وکړي، کېدى شي. خبري کنفرانس خبريالانو ته د خبري مفاهيمو د لېږدونې ښه لاره ده، مګر د آزاد بحث، کره کتنې او د نظرونو د تبادله کولو په مفهوم بايد نه وي.
کله، کله آزاد مجلسونه، شوراګانې او بېلابېلې غونډې چې په کې له خبريالانو او مطلوبو اشخاصو پرته زيات خلک ګډون لري، د خبري کنفرانسونو نوم ورکولى کېږي، خو مطبوعاتي کنفرانس چې يو لوى ژورناليسټيکي ژانر دى بايد په خپل آر شکل ورسره چال چلند وشي، نه چې هرې غونډې ته د خبري کنفرانس نوم ورکړل شي.