ګپ شپ
د اسامه بن لادن برتانوۍ مږور
يو پنځوس كلنه جين فيليكس براون د برتانيې د چيشائر ښار ده او د اسامه له اوه ويشت كلن زوى عمر اسامه بن لادن سره يې په مصر كې د خپلو رخصتيو پر مهال لېدلې و، نوموړې پر آس سپره وه چې له عمر سره مخ شوې وه.
جين فيليكس ملسمانه شوې ده او د مسلمانۍ نوم يې (زينا محمد) دى، د عمر اسامه بن لادن سره تر مينې وروسته نوموړې په مصر او سعودي عربستان كې په اسلامي انداز د خپل واده ترسره كړل.
زينا ( جين فيليكس براون) وايي چې عمر د نړۍ تر ټولو ښكلى، خاموش طبيعته،نېك او ډېر دروند سړى دى، زينا دا هم وايي چې دوى تر دې مهاله ځكه خپل واده له خلكو پټ ساتلى و، چې هسي نه له دې امله يې كورنۍ بدنامې شي.
زينا له عمر اسامه بن لادن سره دومره مينه لري ، چې د بن لادن له كورنۍ سره د تړاو له پايلو څخه بې پروا يې له عمر سره واده وكړ، دا هغې په وينا چې اوس ډېره خوشحاله ده، او له خپل څښتن سره د ورځې په ساعتو_ساعتو د موبايل او انټرنيټ له لارې خبرې او بانډار كوي.
زينا محمد هيله څرګنده كړې چې نړۍ به د هغې واده ته بد نه وايي،ځكه هغې يې له عمر سره واده كړى نه يې له پلار اسامه بن لادن سره او عمر له خپل پلار سره د اوو كلو را په دې خوا اړيكې نه دې نيولې.
زينا تر دې وړاندې پنځه ځله واده كړى، په اوولس كلنۍ كې يې لومړى واده هم له يو عرب سره شوى و، نوموړې وايي چې په ۱۹۷۰ كې يې د يوې مېلمستيا پر مهال له اسامه بن لادن سره ليدلې دې.
زينا محمد درې زامن او پنځه لمسيان لري او بل پلو عمر اسامه بن لادن هم په سعودي عربستان كې يو واده كړى دى، زينا وايي چې د عمر لومړۍ مېرمنه هم د هغوى پر واده كومه نيوكه نه لري.
عمر اسامه بن لادن او زينا محمد په سعودي عربستان كې په دولتې ډول د خپل واده د منل كېدا په موخه وړاندېزپاڼه ثبت كړې ده او اوس زينا په دې هڅو كې ده چې له برتانوي چارواكو څخه برتانيې ته د عمر د ورتللو اجازه ترلاسه كړي.