هر هغه فكر چې ما له دې راګرځوي چې په خبرو كې څرګند كړم، ښايي چې په خپل عمل  كې وښيم.
+++
كېداى شي د سپېڅلي غره نوم به دې اورېدلى وي، ځكه چې دا د نړۍ تر ټولو دنګ غر دى.
كه چيرې د دې غره هغه لوړې څوكې ته وخېژې، نو بس په زړه كې به دې دا يوه هيله در پيدا شي چې له دې غره كښته شې او د لاندې درو په تل كې له خوارو او غريبو سره واوسېږې.
په همدې خاطر يې سپېڅلى غر بولي.
+++
زموږ د عيسى (ع) درې عجيبه خبرې چې تر اوسه په كتابونو كې نه دې راغلي:
_ دا چې هغه زموږ او تاسو غوندې انسان و.
_ دا چې ډېر ځيرك، پوه او خوش طبعه و.
_ هغه فكر كاوه چې بريالى دى، په داسې حال كې چي ناكامه و.
+++
څومره مينه چې سپېڅلې مريم له خپل زوى حضرت عيسى (ع) سره كوله آيا ام يهود له خپل زوى سره، تر هغه لږ نه كوله؟
+++
هر انسان ، دهر هغه پاچا او هغه غلام زوى دى چې تر دې وړاندې يې په نړۍ كې ژوند كاوه.
+++
زموږ تر ټولو سپېڅلې اوښكه هغه ده چې له سترګو نه د وتلو لار ورمالومه ده.
+++
بې شكه هغه لاسونه چې د اغزيو تاج جوړوي، تر دې هغه لاسونه ډېر ښه دي چې هيڅ هم نه كوي.
+++
هنر د ابديت په لوريو ګام دى
+++
ابدي نړۍ تللو ته مې ډېر زړه كېږي، ځكه هلته به مې خپلې نامنظمې قصيدې راټولې او نيمګړي انځورونه به مې پوره كړم.
+++
بد بختې دا ده چې زه مې خالي لاس خلكو ته ونيسم خو څوك پكې هيڅ هم وا نه چوي او مايوسي دا ده چې زه خپل ډك لاس خلكو ته ونيسم او څوك هيڅ هم ترې وانه خلي.
+++
ما خپل ټول غمونه په ژمي كې  راټول او په خپل بڼ كې مې ښخ كړل، كله چې پسرلى شو زما په بڼ كې ډېر ښكلي او له ټولو نه بېل ګلان وغوړېدل.
ګاونډيانو چې زما ګلونه وليدل نو ټولو وويل دا ځل چې د ګلونو د كرلو وخت راشي، نو ددې ګلانو يو څه تخم موږ ته هم راكړه چې په خپلو باغونو كې وكرو.
+++
اوه پېړۍ وشوې:
له يوې ژورې درې څخه اوه كوترې والوتې، په هوا كې كړۍ جوړه كړه او د يو دنګ او په واوره پټ غره د څوكې پر لور روانې شوې.
له هغه اوو خلكو نه چې دوى ته يې كتل يوه وويل:
زه د دې اوومې كوترې پر وزر يو تور ټكى وينم.
نن سبا په هغه دره كې خلك هر وخت وايي چې په پخوا زمانو كې اوه تورې كوترې د دې سپين غره څوكې ته الوتې وې.
+++
كه چېرې پر وريځ كښېنې ، نو د دوو هيوادونو تر منځ كرښه او د دوو كروندو تر منځ به پوله هيڅ ونه شې ليداى!
خو افسوس دى چې تر پر وريځ نه شې كېنستى.
+++
كوم شى چې زموږ ډېر خوښېږي او ترلاسه يې نه كړو، هغه زموږ زړه ته تر هغه شي ډېر رانږدې دى چې خپل كړى مو دى.
+++
كه چېرې پر خپل ځاى ټينګ وې، نو د توپان په وخت كې بېړۍ ته بد او رد مه وايه.
بېړۍ سمه دمه ده او چلوونكى يې هم ډېر تكړه دى.
خو وېره او نارامي ستا په خېټه كې ده.
+++
كه ته د خپل قوم، هيواد او ذات له تعصب نه خلاص او لوړ شې، نو د خپل رب غوندې به شې.
+++
په دې كې شك نه شته چې په مالګه كې يو سپېڅلى زور پروت دى، په همدې خاطر زموږ په اوښكو كې هم شته او په سين كې هم.
كه چيرې موږ د دې په سپېڅلې تنده كې لالهانده شو نو خامخا به مو خړوبوي.
هم د شبنم څاڅكى او هم د اوښكو.
+++
له چا سره چې دې خندلي وي، هغه هېرولاى شې خو له چا سره چې دې وژړل هيڅكله به يې هېر نه كړاى شې.
+++
ته ولې فكر جن يې؟ ځكه فكر ستا د كور د ختيځ دېوال يو نوى كولك دى.
+++
د هر وره شاته يو پټ سرى راز پروت دى چې اوه_اوه مهرونه پر لګېدلي دي.
+++
د هر لوى سړي دوه زړونه دي:
_ درد او غم احساسونكى زړه
غور او فكر كوونكى زړه
+++
خداى پاك (ج) دې د بدهضمۍ ناروغان ماړه كړي.
+++
په هرو سلو كلونو كې د نصرانيانو عيسى د مسيحانو له عيسى سره د لبنان د غرونو په منځ كې په يوه بڼ كې ګوري.
دواړه تر ډېره بانډار كوي او هر ځل د نصرانيانو عيسى د مسيحانو عيسى ته وايي:
ګرانه دوسته زه وېرېږم، چې زه او ته به تر ورستۍ ورځې په يوه خوله نه شو.
+++
هغه مينه چې هره ورځ پر جوش نه راځي هغه هره ورځ مري.