يوه ښځه چې وايي په نندارتون كې له يوه انځور څخه دومره متاثره شوه چې ونه توانېده بېله ښكلولو يې پرېږدي اوس انځور ته د زيان ورا اړولو په جرم آن تر محكمې ورسېده.
دا د امريكايي انځورګر ټومبلې هغه انځور دى چې نژدې دوه ميليونه ډالره ارزښت لري، د دې انځور ښكلي سپينوالي مېرمن سيم رينډي دومره اغېزمنه كړه چې انځور يې ښكل كړ او د خپلو شونډو د رنګ نښه يې پر پرېښوده، په زړه پورې دا ده چې رينډي خپله يوه انځورګره ده.
رينډي تر دې وروسته روانه و چې د فرانسې د لامبې ميوزيم ساتونكو پوليس راوغوښتل اونوموړې يې ونيول.
رينډي وايي چې پر انځور باندې دا سره نښه د هغې شيبې څرګندونه كوي چې د هنر زور خپل كار وركړ او تاثير يې وكړ، نوموړې له فرانسوي خبري رسنۍ اې ايف پي سي سره په مركه كې وويل چې انځورګر په خپل انځور كې يو سپين ځاى زما د شونډو لپاره پرې ايښى و.
ټومبلې په ۱۹۳۸ كې په ويرجينيا كې زېږېدلى، خو نژدې نيمه پېړۍ يې په اټاليا كې تېره كړې.
نوموړي په ۲۰۰۱ كې د هنر تر ټولو ارزښتناكه انعام (( ګولډن لايو ايوارډ)) وگاټه.