فرانسوي پوليسو پرون د مشهور انځور ګر پيبلو پكاسو دوه غلا شوي انځورونه او يوه ننداره تر لاسه كړه، دغه غلا شوي هنري اثار پنځوس ميليونه يورو ارزښت لري چې پكې د پكاسو د لور (مايا) او دويمې مېرمنې (جيكولين راك) انځور هم شته.
نوموړې توكي د همدې كال په فبروري مياشت كې د پكاسو د لمسۍ له كوره غلا شوي ول.
د پكاسو د لمسۍ ډيانا پكاسو وكيل ويلي چې موندل شوي انځورونه په ښكاره روغ مالومېږي، پوليس په دې اړه وايي چې غلاشوي اثار دومره مشهور دي چې په عامو بازارونو كې نه شي پلورل كېداى، پوليسو د دې غلا په تور درې كسان هم نيولي دي.
د هسپانوي انځورګر پكاسو هنري اثار د نړۍ تر ټولو ګرانبيه اثار شمېرل كېږي، او وړاندې هم د نوموړې د اثارو غلاكولوهڅې شوي دي.
په ۱۹۸۹ كې هم غلو د پكاسو د يوې بلې لمسۍ له كوره څخه د اوولس ميليونه ډالرو په ارزښت دوولس انځورونه غلا كړي ول چې وروسته د پوليسو له خوا بېرته ونيول شول.