ډبل نذير (نذيراحمد نذير) نه، دوی پرڅوکيو ناست دي خو زه پر ولاړ يمه،.

پوهېګې ؛ څوکۍ مي ښه نه ايسې ،که هيڅ چاره نه وي نوبس بيا پرې درېګمه .

هميم جلالزی : موږ ژورناليستان که هر څه وينو نو ولس هم اوس موږ تعقيبوي ولو که دوني په دننه کي هم يو.

کله چي موپه کابل کي ليکوال ، شاعر ، طنز او لنډه کيسه ليکونکي ، امام او مفتي احمدفرزان ته دا عکس وښود . ويل يې   (  يا ولا   . . .  دا سړی نه پيژنمه   )

توحيدي صاحب ! سمه ده چي لارښووني او مشورې ته ډير کسان اړتيا لري خوغريبان لومړئ پيسو ته اړتيا لري .

اسد الله دانش ساپى چې د ژوند ډېره برخه يې د پښتو او پښتنو په چوپړ كې تېره كړې، اواوس هم لګيا دى شپه او ورځ د پښتنو د راوېښولو لپاره خولې تويوي،

(انځور: ساحل)

 

په كندهار كې د ارغنداب ښكلې دره چې په ليدويې زړه خوشالېږي.

( انځور: ساحل)

 

ځوان فرهنګي نبي ساحل په كندهار كې، د نبي جان ښكلې څېره هر وخت خندرويه وي، ډېرې خو، ښې خبرې كوي او خپل ملګري هر وخت د مېلې لپاره وردګو ته بيايي.

 

د بېنوا فرهنګي ټولنې ملګري د افغان فلم تكړه لوبغاړي ستورۍ منګل ته چې نوې كابل ته راغلې د ښه راغلي لپاره د هغې په كور كې.

 

مشهور ژورناليست ښاغلى صالح محمد صالح چي هر څومره خوري خو بيا هم نه چاغېږي، خداى دې چاغ كړي.

 

                 

د كندهار تكړه فلم لوبغاړى فضل احمد انيس، انيس ګله اكټينګ لكه چې ګټه و نه كړه اوس دې موسيقۍ ته لاس واچوه!

 

د پښتو تكړه وياند او ژباړن عزت الله پېژاند له خپل ملګري سره، ايس كريم وركه! چي خپه نه شي.

 

تكړه سندرغاړى سردار يوسفزى، ګرانه په دې نوي البم كې خو زما يو شعر هم ووايه!

 

د دانش خپروندويه ټولنې د كمپيوټر برخې مسول، ذبيح الله شفق چې كله هسي خفه او كله هسي خوشاله وي.

 

د بېنوا فرهنګي ټولنې فعال غړى مختار احمد انتقام چې غواړي (علامه)شي.

 

ځوان ليكوال، څېړونكى، ژباړن او شاعر ښاغلى عبدالقديم پتيال د خپل ملګري صالح محمد صالح په واده كې خدمت كوي، ملګري همداسې خوند كوي.

 

د پښتو ادبي غورځنګ_ كوټې مشر صادق ژړك، اې ژړك صيب يو بل سيمينار هم جوړ كړه ډېره موده وشوه چې كوټې ته نه يو تللي.

 

يو صالح او څو لاسونه ،( صالح محمد صالح) زما خوږ ملګرى.

 

د څرك مدنې ټولنې مشر نذير احمد نذير،بېچاره، دا سندره وايي ور پورې كړه ساړه ده ور پورې.....

 

كندهاري فرهنګيان لامبي

 اې ظالمانو دا محمديار بېچاره درنه مړ نه شي.

 

ځوان شاعر نذير احمد نذير له خپلو نوو ښكلو عينكو سره، پيره ډېر ښكلى ښكارې.

                

د نارنج خپروندويه ټولنې مشر سيد احمد قانع چې هر وخت خاندې (يو څه موده مخكې)

 

                             

سيد احمد قانع (په دې ورځو كې) :ظالمه څه شي خورې چې داسې چاغېږې، دا چل خو لږ صالح محمد صالح ته هم وښيه!!!

 

 

د ښكاري، او بڼكې كتابونو ژباړن عبدالحميد ترابي.

ترابي غوښتل چې شاه رخ غوندې هيرو شي خو بېچاره ليكوال شو...

 

عزت الله اميد چې په ډېر كم سن كې شاعرې پيل كړې، خو اوس هر څه ترېنه پاتې دي

اميدخانه لكه چې نه ددنيا شوې نه دين شوې...

 

ځوان اوتكړه شاعر عبدالواسيع هڅيال چې د روهي بهير وياندويي يې په ټېكه اخيستې او بل چا ته نوبت نه وركوي.

هڅياليه دا لور دې دومره نازوې لكه يوازې چې يې ته لرې!!!

 

د پښتو ادبي غورځنګ _ كوټې مشر محمدصادق ژړك په پښتني سټايل كې.

ژړك صيب دا تصوير دې د كالج زده كوونكي و نه ويني!

 

د پښين تكړه ليكوال عصمت الله زهير چې څو ځله د پښتونولۍ او افغانيت په جرم پاكستاني زندانو ته تللى...

 

ځوان اوزما د خوښې شاعر احسان الله جرس چې ډېر ژر خفه كېږي، خو ژر خوشالېږي هم.

جرس ګله ډېره موده وشوه چې د عاشقۍد كيسې نوي برخې دې نه دې راته كړې دهمدې لپاره به كندهار ته درځم.

 

تكړه ايډيټر سمير احمد چې پښتو ته يې ډېرې په زړه پورې او ښكلې سندرې تصويري كړي.

پيره لږ د دې پردې مخې ته راشه چې خلك دې وپېژنې د سكرين تر شاه هيڅ هم نشي كېداى!

 

ښاغلى احسان الله درمل، غښتلى شاعر، تكړه ليكوال، او پوى ډاكټر، زه حيران يم چې دومره ښكلى شعر هم ليكې او د ډاكټرۍ درسونو كې هم اول راځې! خداى دې همداسې بريالى لره!

 

خوند كوي ملګرو شنې چاى له بېړۍ سره_ مينه د نجلۍسره

صاحب كتابين شاعر واصل حسنيار، د ارام مزاج او ورين تندي څښتن.

حسنيار صيب اورېدلې مې چې دريم واده ته دې هم خيال دى،هسې نه چې پښېمانه شې!