چينايې جينۍ زانګ زي لين د ۲۰۰۷ كال د نړۍ د پېغلې (ښكلې جينۍ) سيالۍ وګټله. دغه سيالۍ د چين په سانيا ښار كې تر سره شوې چې په كې په لومړي ځل د مشرقي اسيا يوه جينۍ د نړۍ د پېغلې په نوم نازول كيږي.
نوموړې سيالۍ د هينان جزيرې په بيوټي كراون تالار كې جوړه شوې وه چې دوه زره نندارچيانو په كې ګډون كړى و، كله چې د چين د ۲۳ كلنې ښكلې برياليتوب اعلان شو نو تالار د چكچكو په ږغونو ولړزېدى.
زانګ زي لين د بيجينګ  ده، نوموړې د سيكرټرۍ دنده لري، اوډېرو ورته ويلې وو چې دا به لوبه ګټي.
د انګولا هېواد ماييكيلا ريـئس په پر دويمه  او او د ميكسيكو هېواد كېرولائينا موران ګورډيلا پر درېيمه نومره راغلې.
په دې سيالۍ كې د نړۍ ښكلې نجونې د هغوى د جسماني جوړښت، سينګار، كاليو، شخصيت او ښكلا په تول تلل كيږي.
د نړۍ د پيغلې دغه اوه پنځوسمه سيالې د ايډز پر نړيواله ورځ ترسره شوه تر څو خلك د دې ناروغۍ په اړه خبر شي.
د جنوبي افريقې د پخواني جمهور ريس نيلسن منډيلا لور  هم د دې سياليو په نوو قاضيانو كې وه، د نيلسن منډيلا زوى مكګاتهو د ايډز له امله مړ شوى و.
زانګ زي لين خپلو ۱۰۵ حريفو نجونو ته ماته وركړه او دا سيالۍ يې وګټله.
په ۲۰۰۶ كال كې د نړۍ د پېغلې تاج د چيك جمهوريت د اتلس كلنې زده كوونكې ټاټانا كچا رووا پر سر شوى و.