پښتون يمه
خوښ د پښتونخواه په ميږتون يمه ............................پښتون يمه
خاورې به مې م وايي چې پښتون يمه ..........................پښتون يمه
ته په سور سالو کې لکه ګل نغښتې راغلې يې
.....................زه پخپلو وينو کې ګلګون يمه ...............پښتون يمه
سود مې په بل نه شي خپله يو بڅری خاوره هم
...................زه ګوره په دې هکله قارون يمه ................پښتون يمه
مړ به يم خو هر د زړه پرهر به مې خندا کوي
.................. زه د وفا تخم يم ژوندون يمه ................. ...پښتون يمه
زه ورکېدی نه شم د جانان د جبين لمر يمه
................. څيره د ادراک د سباوون يمه .....................پښتون يمه
زه د بل نه تمه د سزا او قضا نه کوم
................ زه اثير د خپل ننګ د قانون يمه ..................پښتون يمه
مونږ سندرې نه وايو محبوبې د پردو سترګو
...............زه د پښتنو سترګو مجنون يمه .....................پښتون يمه
سپک نظر يې هم سترګې درندې شي چې راوګوري
.............. زه خدای زيږولی هسې درون يمه ..................پښتون يمه
تل پکې د ژوند د ازادۍ سندرې اړوم
.........زه شپېلۍ د خپل فکر د شپون يمه.......................پښتون يمه
زه تاريخ د خپل ادراک او خپلې فلسفې لرم
..........زه د خپلې خاورې افلاتون يمه ..........................پښتون يمه
چاته دې څوک نه وايي ما ټوله دنيا پېژني
.............زه خپله عنوان خپله مضمون يمه ....................پښتون يمه
منمه چې وخت له خپلې پاڼې شوکولی يم
.............زه د خپل وجود د تار تړون يمه .......................پښتون يمه
دا چې دې همه دنيا خوړلی وخت په وخت يمه
...........ښکلې يمه، خوږيمه ترسکون يمه .....................پښتون يمه
وخته که تا نن په خپله خاوره رېژولی يم
................زه به پرې سبا ﻻ رازرغون يمه..... .................پښتون يمه
داسې پامته دارهم د سپرلي دموسم نه يمه
...........ګل د خپل پرهر د ځيګرخون يمه ......................پښتون يمه
ما به دحالاتو پېچ و خم نه کړي ادل بدل
.................زه خپله استازی د بدلون يمه.......................پښتون يمه
بل خوا تللی نه يمه په خپل وطن کې ورک يمه
...........رابه شم د خپل ځان په لټون يمه.........................پښتون يمه
وخته ځه ته ښه لوبې په زړه د (سائل ) وکړه، خو
...........زه پوی په مطلب د زړه چاودون يمه....................پښتون يمه
زما په دواړو اوږو....
زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئ
زما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ
د پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئ
د رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ
په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو
زما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ
زما په لاسو کې په پښو کې ديوتاګانو د وخت
د زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ
د ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنو
ما په کتار کې د ژوندون د لېونو وليکئ
ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مينو
حال د بلوچو ماشومانو د سلګو وليکئ
د آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو
اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليکئ
غــــــزل
چې د قامت سوری یې لر ته رسي بر ته رسي
د دلدارۍ هنر به څنګ داسې دلبر ته رسي
لا په کابل کې پابندي ده د نارنج په ګلو
ګني هغه خوشبو خو زړه د پېښور ته رسي
زه ګوزارونه د جانان د بڼو پېژنمه
لکه تاو کړی غشی نېغ راځي ځیګر ته رسي
څه بختورې وې د هغو کلو لارې کوڅې
چې یې د هر چم نه سر ونخلي ګودر ته رسي
چې تر هغې به زمونږ زړونه زمونږ وي او که نه ؟
زمونږ ځواني چې د وعدو د ګلو کر ته رسي
هلته د فکر لېوني ګلونه اوغوړوي
زما پیغام چې پښتنو ته چرته چرته رسي
څوک د " سائل " د جادوګر زړه په جذبه پوهیږي
څوک د سائل د جادوګر قلم هنر ته رسي
کــــــــابـــــــــل
ما لا کابل لیدلی نه دی ،ما کابل ونه لید
خو دغه ښار زما د مستو لېونو خوبونو
د ښاپېریو ښار دی
زما د مینې د جمال او رنګینو ښار دی
تیرو نیولی دی خو ښار د پلوشو ښار دی
د خاموشۍ دیوان پرې ناست دي ګني
د شور او شر ښار دی
د پېغلو ښار دی د زلمو ښار دی
ماضي پرستو سادګانو ته په لاس ورغلی
ګني دا ښار د مستقبل د لېونو ښار دی
د خاموشۍ پیریانو
یې هر ګوټ پیر نیولی
ګني دا ښار خو د ژوندون د تماشو ښار دی
ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل اونه لید
خو د دې ښار د حسن
قیصې مې ډېرې اوریدلي دي په زړه مې لیک دي
دا ښار د ډېرو ژوند پرستو ګلالو ښار دی
دا د سندرو او ټپو ښار دی
دا د سازونو او نغمو ښار دی
ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل ونه لید
خو اوریدلي مې دي
چې د آسمان ستوري له دې ښاره رڼا اخلي
خو اورېدلي مې دي
چې د هلمند او قندهار سپرلي
د ده له ګلو نه خندا اخلي
خو اورېدلي مې دي
چې دلته څوک راغلي
سودا یې واخلي چې سودا واخلي
دا لېونی ښار دی
زما نه ما، له تا نه تا واخلي
ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل ونه لید
خو د کابل تصویر زما په زړه کې
خدایزده د څو پېړیو
راسې په خوب اوده دی
داسې اوده دی لکه چاته چې جانان په څنګل
د ډېر شوګیر نه پس اوده پاتې شي
او ویښول یې خپل مین ته له نیمګړي خوبه
یوه ګناه ښکاري
یوه عظیمه ګناه
خو چې د خوبه به ویښیږي کله
کله چې ویښ شي او په زړه مې غزونې وکړي
دا غزونې که مې زړه وران نه کړي
ودان به څنګ پاتې شي؟
دا نالیدلي قیامتونه زه لیدل غواړمه
دې زلزلو ته خامخا غاړه وتل غواړمه
خو- ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل ونه لید
ما لا کابل لیدلی نه دی خو زما سندرې
کابل لیدلی په کابل کې غږېدلې هم ده
ما لا کابل لیدلی نه دی خو زما غزلې
دردونه تلي په کابل کې ګډېدلي هم دي
خلکو لیدي اوریدلي هم دي
زلمو دسترګو په تک سور خمار کې
دوی لمبولي هم دي
پېغلو د خپلو اننګو خالونه
پرې ورشیندلي هم دي
زما سندره د کابل د پرهرونو ژبه
زما سندره د درد څړیکه د دردونو ژبه
زما غزل د هرې پېغلې هوسۍ
په ګوټ پیرونو د کتو انداز
زما غزل د هرې پېغلې د نم ناکو سترګو
په آئینو کې د زخمونو سینګار
لویو وړو پېژندو
پېغلو زلمو پېژندو
دغه آواز او ترنم او نغمګي به پېغلو
دغه حسرت دغه ارمان او دغه سوز به لمو
راټولوو د زخمي زړونو د ټکور لپاره
پېغلو به اخستو الهام ترې د خپل شور لپاره
ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل اونه لید
خو. . . .
زه خپل غزل خپلې سندرې د کابل په ښار کې
په داسې داسې ګوټ پیرونو ګرځولی یمه
لکه په هره لار چې تلی یمه
لکه چې هرې افسانې ته رسېدلی یمه
لکه چې هرې ښکالو
هرې سلګۍ هر اسویلي په مخ وهلی یمه
ګام په ګام ،ساه په ساه په چیغو ژړیدلی یمه
اغــــــــاز
دوينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري
تاله تصوير په ګلاب جوړ کړم کنه
سترګې دې ډکې شوې په بله اوړي
کاسه راواخلم شراب جوړ کړم کنه
شونډې دې شور غواړي سندرې غواړي
سندره وايي رباب جوړ کړم کنه
ګونګو جذبو له چې دې ژبه ورکړي
ستا په نوم داسې کتاب جوړ کړم کنه
غزل
اوس هم ترخې سترګې خوږې ساتو
ستـــا د يادونو هــــديرې ســـــــــــــاتو
مــــــــــونږ د وفــا او محـــبت لارې
ســتا د جبــــين هسې رڼـــې ســـــــاتو
کـــاڼي راواخـــله کـــــه ګلونه نـه وي
مــــونږ به څه ياد ستا د کوڅې ساتو
د اننـــګو قهر دې مـــــړاوی مه شه
بلــــې به دا بلــــــــــې لمبـــې ســـــاتو
ستـــا د پښتون لــــوظ په تـــمه تمه
ستــــــــا د ديدن سبا ته شپې ساتو
سپرلــی کـــه ؤ پدې به هــم راشي
مونږ ورته دا شاړې مـــيرې ساتو
د خپلې مينې او وفـــا پـه يقــــين
لارې د ژوند د محبوبې ســــــــاتو
چې په خندا ورته ....
چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشي
چېرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي
راشه مظلوم زړه مې په يو نظر يوه لمبه کړه
چې په ظالم زړګي دې پاتې ارمانونه نشي
بيا د جنون مستي ځواني غواړي د مستې مينې
بيا چېرته خيال د تورو زلفو ځنځيرونه نشي
په دُعاګانو مې د خوږ زړګي دردونه نه ځي
څو چې ښېرې د شونډو تړم ټکورونه نشي
وړې مې د روح جنازه چېرته د خندا په اوږو
په وينو سره دې ترې شينکي شينکي خالونه نشي
د نظر غشي مې په زړه باندې په پام اوروه
چېرته زخمي پکې دا ستا نازک يادونه نشي
خاموشې شونډې مې لوستې بيدارېدې ويل يې
اورونه مه چېړه لوګي دې پرې فکرونه نشي
ويده دنيا يې د سائل قلمه مه لړزوه
د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نشي
غزل
شونډې درنه خوري خاموشي شور پکښې پیدا که
مري دې د مخ سره جانانه اور پکښې پیدا که
زړه مې یو ریدی دی ،لاله زار یې کړه جانانه
دغسې یو څو زخمونه نور پکښې پیدا که
زړه ته مې اوس نه را رسي ستا د بڼو غشي
تاو یې کړه، راتاو یې کړه لږ زور پکښې پیدا که
مه بدوه زړه د یار د کاڼي کاڼي زړه نه
دغلته صنم هم شته خو کور پکښې پیدا که
جانه د مودو نه زما زړه سوری سوری دی
ګل دي ستا خبرې خو ټکور پکښې پیدا که
څه رشته خو بویه د وطن سره "سائله"
کور دې پکښې نه سهي خو ګور پکښې پیدا که
څلوریزه
ستا د حسن د اسمان انګړ خالي شو
ستا د خال د خندا ستوری پکې نشته
پښتونخواه شوه دهاړ سره غرمه سائله
د ګلـــونو د ســــــر سیوری پکې نشته
غزل
لکه د اوښکې زړه ژور نه لري
داسې موجونه سمندر نه لري
تا به په خپل تصویر کې څوک ځایوي؟
دلته خو څوک داسې هنر نه لري
په څومره خلکو کې تنها وي سړی
چې زړه لري او د زړه سر نه لري
په خوله خو اوس هم خلک مینې کوي
په شونډو پاړ په زړه پرهر نه لري
مازدیګری په زړه د ننه ژاړي
پېغلې منګی لري ګودر نه لري
ستا د خبرو د منطق نه لوګی
وزن بلا لري ، باور نه لري
قیصه زما د مستقبل سائله
چې شپه لري څنګ به سحر نه لري
غزل
سرې شګې الوتې د ګل موسم نه ؤ جانانه
خو ستا یو یو نظر د ګل نه کم نه ؤ جانانه
په شونډو کې دې خدایزده وه د کوم سپرلي سندره
په لاس کې دې غانټول نه ؤ شړشم نه ؤجانانه
ګونګی ؤ هر بتکی په هر ګوټ پیر کې خاموشي وه
دا دغسې دستور خو ستا د چم نه ؤ جانانه
ما اوریدې ، موجود وې د هر کاڼي په وجود کې
خو ستا د زړه په کاڼي کې صنم نه ؤ جانانه
نن څه چل ؤ ، شکي خو د سائل په مینه نه وې؟
په زلفو کې دې هغه پیچ وخم نه ؤ جانانه
غزل
اوښکې څه داسې چل په سترګو د جانان کې کوي
لکه واړه چې پټ پټوڼی په باران کې کوي
ما د ټپې غوندې په غېږه د ژوندون کې واخلي
ماته زما قیصه په جار او په قربان کې کوي
د غوټۍ پټ تبسم هم د ګلستان برخه وي
دا خلک څنګه ژوند په ذات کې او په ځان کې کوي؟
د پښتنې مینې د زخم د ګلابه زار شم
چې تل ګلونه په فراق او په هجران کې کوي
یمه حیران دا دلته دومره خاموشي ولې ده؟
پاڼې که وچې هم شي شورخو په خزان کې کوي
چې زړه ترې غواړي، سر ترې غواړي د خیال اور ترې غواړي
سائل ژوندون د داسې مینې په درمان کې کوي
غزل
ما درله د ګل جنازه نه راوړه
راغلم خو په لاس کې مې لمبه راوړه
پاڅه خوبولې سترګې پرانیزه
ما درله د ورځ رڼا په شپه راوړه
توان د اودریدو لرې که نه لرې ؟
اوښکو مې تازه یوه قیصه راوړه
تنده مې پرې ستا د زلفو ماته کړه
دا هوا د چرته نه وږمه راوړه ؟
بې د یار له ذکره، فکره بل کمال ؟
روح له مې اسباب د ګناه مه راوړه
څړ یکه د سائل د زړه پرهر اوکړه
زلفې کړه خورې ورې ، ډیوه راوړه