هيڅوك نه غواړي چې ښكلي پرېشان شي
بس له لرې ورته وګوري روان شي
دا چې هره ورځ وركيږي دلته زړونه
هسې نه چې ټول په تا باندې تاوان شي
زړه مې ستا ډېرو بې ورو داسې نرى كړ
چې رقيب شړې نو هم زما ارمان شي
په وړه خوله چې كوې لويه خبره
دا ستا غشى ولې لوى تر دې كمان شي
د دروېش خاورې وجود به هم سره زر شي
كه دې شونډو ته نږدې لكه پېزوان شي
27.11.2007
- sorosh
بيا د چا لار كې ناست يم چا ته انتظار يمه زهڅومره مصروف مې دى جانان څومره وزګار يمه زهچېرته چې ګل د ژوندانه د مرګ په پښو كې پروت ويد هاغه كلي ده هغه د هاغه ښار يمه زه اوس به د عشق او غريبۍ پيټي كړم څنګه پورته؟ملا مې ده ماته دخپل ژوند د اوږو بار يمه زه دلته د د ډېرو ښكلو، خاورې د قدم يمه زهدلته د ډېرو، د نازكو غاړو هار يمه زهما لېونى همداسې پرېږدى بېخودۍ كې ښه يم له ځانه وډار شم چې كومه ورځ هوښيار يمه زه
...
05.12.2007
- sorosh
چينايې جينۍ زانګ زي لين د ۲۰۰۷ كال د نړۍ د پېغلې (ښكلې جينۍ) سيالۍ وګټله. دغه سيالۍ د چين په سانيا ښار كې تر سره شوې چې په كې په لومړي ځل د مشرقي اسيا يوه جينۍ د نړۍ د پېغلې په نوم نازول كيږي.نوموړې سيالۍ د هينان جزيرې په بيوټي كراون تالار كې جوړه شوې وه چې دوه زره نندارچيانو په كې ګډون كړى و، كله چې د چين د ۲۳ كلنې ښكلې برياليتوب اعلان شو نو تالار د چكچكو په ږغونو ولړزېدى.زانګ زي لين د بيجينګ ده، نوموړې د سيكرټرۍ دنده لري، اوډېرو ورته ويلې وو چې دا به لوبه ګټي....