اوس خو پاچا يم خزانه لرمه
زه هم د مينې يو کيسه لرمه
ستا په خاطر که وي نو غم نه کوم
بيا خو د مرګ لا حوصله لرمه
زه اوس له ځانه څه خپه غوندې يم
زه اوس له ځانه فاصله لرمه
څومره ناوخته يې زما کړ جانان
له زندګۍ دغه ګيله لرمه
زموږ د ښار څو لېونيانو سره
سروشه ټينګه يارانه لرمه
10/09/2008
17.09.2008
- sorosh
د زړه په وينو پېشنمی کومهستا په يادونو پېشنمی کومه
د ګاونډۍ د لور د خولې په شاتوپه دېوالونو پېشنمی کومه
څه بې اذانه روژه ماتی کومڅه بې بانګونو پېشنمی کومه
هره مړۍ زما په اوښکو لمدهډک له دردونو پېشنمی کومه
د خپل جومات د اذان کړنګ مې په زړهپه افسوسونو پېشنمی کومه
مور مې هم نشته چې مې زړه ونيسيبې خويندو ورونو پېشنمی کومه...
24.10.2008
- sorosh
څه موده وړاندې (۱۵ـ۱۶ اکتوبرـ ۲۰۰۸) د ميسور په مهاجانا کالج کې د (conflux) تر سرليک لاندې د نني او راتلونکي ژورناليزم یو دوه ورځنی پيسټیوال جوړ شوی و، چې د کارناټکا ايالت د ډېرو پوهنتونو زده کوونکو په کې ګډون کړی و، همدا رنګه پيسټیوال ته د دې ايالت د ښوونې او روزنې وزير هم راغلی و.د دې غونډې يوه برخه کلتوري پروګرام و چې پر هند سربېره د افغانستان د زده کوونکو په ګډون د نورو ډېرو هېوادونو زده کوونکو خپلې کلتوري جامې وښودې او هم يې د خپلې سيمې نڅاوې وکړې، چې د افغانستان...