د زړه په وينو پېشنمی کومه
ستا په يادونو پېشنمی کومه
د ګاونډۍ د لور د خولې په شاتو
په دېوالونو پېشنمی کومه
څه بې اذانه روژه ماتی کوم
څه بې بانګونو پېشنمی کومه
هره مړۍ زما په اوښکو لمده
ډک له دردونو پېشنمی کومه
د خپل جومات د اذان کړنګ مې په زړه
په افسوسونو پېشنمی کومه
مور مې هم نشته چې مې زړه ونيسي
بې خويندو ورونو پېشنمی کومه
14.09.2008
- sorosh
د هند مشهور سندرغاړى کيلاش خېر وايي چې سندرې د ده د ژوند انځورګري کوي، دى وايي ما ته چې ژوند څه راکړي د هغو تجربو مغز په خپلو سندرو کې ټولنې ته وړاندې کوم.د بي بي سي د اردو څانګې خبريال سنجيو له نوموړي سره په دې ورځو کې يوه مرکه کړې دا چې د کيلاش خېر سندرې نن نه يوازې په هند بلکې په ټوله نړۍ کې د خلکو پر ژبو دي د همدې ارزښت له مخې مو دا مرکه پښتو ته واړوله هيله ده تاسو ته هم په زړه پورې وي._ کله چې ستاو ږغ اورو نو داسې ښکاري چې دا د يوه پاک زړه او سپېڅلې...
19.09.2008
- sorosh
اوس خو پاچا يم خزانه لرمهزه هم د مينې يو کيسه لرمهستا په خاطر که وي نو غم نه کومبيا خو د مرګ لا حوصله لرمهزه اوس له ځانه څه خپه غوندې يمزه اوس له ځانه فاصله لرمهڅومره ناوخته يې زما کړ جانانله زندګۍ دغه ګيله لرمهزموږ د ښار څو لېونيانو سرهسروشه ټينګه يارانه لرمه
10/09/2008...