ښځو د تاريخ په اوږدو کې تل د مساوات، درناوي او د نارينه وو غوندې د حقونو د تر لاسه کولو لپاره هڅې کړي او ستونزې ګاللي دي.

خو  په داسې حالاتو کې چې هر څه د نارينه په لاس کې وي، او آن ښځو ته بنيادي حقونه هم نه ورکوي، د ښځو لپاره دا ستونزمنه وي  چې خپلو موخو ته ورسيږي.

د نارينه سالارۍ فکر او سوچ له کلونو کلونو را روان دى، او آن په يوويشتمه پېړۍ کې هم ښځې له ډېرو توپيريزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د نړۍ په ډېرو سيمو کې نه دي توانېدلي چې له نارينه وو سره اوږه په اوږه ودريږي او له خپلو حقونو برخمنې شي.

ښځې نه يوازې د نارينه سالارۍ سره په جګړه کې وې، دوى ته هغه وخت نوره هم ستونزمنه شوه شوه چې کله د رنګ يا توکم پرستۍ سره هم مخامخ شوې.

د دوى همدې هڅو او مبارزې نوى رنګ راوړى او د فيمنيزم، يا د ژوند په ټولو برخو کې د نارينه وو سره د برابرو حقونو فکر او سوچ رامنځته شو.

فيمينزم د ښځو او د هغوى د ونډې درناوى او د ژوند په ټولو  ټولنيزو، سياسي او اقتصادي اړخونو کې د برابرو حقونو لرل دي.

ډېر خلک فکر کوي چې د دې فسلفې ساتونکې يا مبارزين يوازې ښځې دي ، خو دا سمه نه ده هر څوک فيمينيسټ يا د ښځو د حقونو ساتونکى جوړېداى شي، او په دې مبارزه کې برخه اخيستاى شي.

زموږ په پښتني ټولنه کې هم د يو نيم نورو ټولنو غوندې، دا ستونزه له ډېره پخوا شته، او هر وخت مو ښځو ته د خپلو روا حقونو په ورکولو کې ناروا کړې ده، زموږ ټولنه د ښځو پر حقونو په سترګو پټولو کې تر نورو يو څو ګامه  وړاندې روانه ده.

زموږ په ټولنه کې هر وخت د ښځو پر حقونو تېرى شوى، تر دې چې د ژوند په ډېرو اړخونو کې له دوى نه د دوى ټول هغه  حقونو هم اخيستل شوي چې زموږ سپېڅلي دين اسلام تر ټولو دينونو په بشپړه او روښانه توګه ورکړي دي.

له بده مرغه چې دلته هر وخت اسلام زموږ د منفي کلتور، او ښځه هر وخت د خپل ورور يا پلار د ناروا کړونو قرباني شوې ده.

د دې ټولو  غير انساني دريځونو او زموږ د منفي کلتور د بدرنګې څيرې د ښودولو لپاره به يوازې دا مثال کافي وي، چې اوس هم يو ورور قتل کوي او په بدل کې خپله بې ګناه خور  د ځمکې پر سر  د دوږخ کندې ته اچوي او په بدو کې يې ورکوي.

نور پر ستونزو نه خبرې نه کوم او خپلې خبرې ته راځم.

په نړۍ کې ښځو ډېرې لارې وموندلې تر څو خپل حقونه تر لاسه کړي، د دوى د مبارزې يوه لويه برخه ادبيات دي چې دوى د خپلو موخو لپاره وکارول.

ادبيات چې د هرې اډيالوژۍ او فکر د بيانولو او خپرولو تر ټولو اسانه او اغېزناکه لاره ده، د همدې مبارزې يوه برخه جوړوي.

د فيمينزم او ادبياتو تر منځ ډېره زړه رشته ده، په نړۍ کې ډېرو مېرمنو وکولاى شول چې په ادبياتو کې خپل فکر او غوښتنې ولېږدوي او د دوى دا کار تر ډېره بريالى شوى هم دى.

کريسټين دي فيزان، هنا وولي، او جوانا اينيس دي لا کروز لومړنۍ ښځينه ليکوالانې دي چې په دې اړه يې ليکل وکړل او د نورو لپاره يې لاره خلاصه کړه.

دا لړۍ د نړۍ د نورو ژبو تر څنګ پښتو ادب ته  هم راغځېدلې، او  د پښتو ښځينه ليکوالو او شاعرانو وخت په وخت د خپلو ليکنو او شعرونو له لارې د ښځو د حقونو د ساتنې فکر لېږدولى دى.

د خوشالۍ خبره دا ده چې د اوسني دور د ښځينه ليکوالو او شاعرانو  په ليکنو او شعرونو کې هم دا څرکونه ترسترګو کيږي، او دا به په راتلونکې کې يوه لوى بدلون ته لار پرانيزي.

نعيمه غني وردګ چې د ځوان کهول له شاعرانو څخه ده، او په کابل کې د ميرمنو د بهير لاروۍ ده زه يې له نامه  او شعر سره د همدې بهير د پاڼې له لارې اشناه شوم، او کله چې مې د نوموړې يو شعر (توپير) ولوست، ډېر مې خوښ شو، زما دا لنډه ليکنه  د توپير ستاينه او څېړنه هغومره چې په کار ده  نه شي کولاى، خو دا يوازې دې ښکلي شعر ته د واه واه ويلو په نيت ليکم.

توپير، بلا انځورونواو پيغامونه لري او په ځانګړي ډول د يو توپير بيان دى، چې زموږ د ټولنيز بدلون يو څرک په کې ليدل کيږي.

توپير د پښتنې ټولنې د ښځو پر وړاندې د هغه سلوک او دريځ، د بدلېدونکې څېرى  ښکلى انځور او بيان دى، چې سړى يې په ليدو خوشاليږي او لوستونکي ته د بدلون يو زېرى ورکوي.

په توپير کې د  پښتنې ټولنې  د هغه مور چې د ژوند له ټولو بنيادي حقونو بې برخې ده، او د نوي دور هغه لور چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه  کوي  دوه روښان تصويرونه وينو.

توپير زموږ د بد کلتور د بدلېدو يو پيلامه او د روښانه راتلونکې يوه شهکاره تابلو ده چې په ډېر مهارت او هنر سره انځور شوې ده، زه يې انځورګرې ته مبارکي  وايم او تاسو يې لوستو ته رابولم.

 

 

توپير

څومره توپير دی زما او ستا په منځ کې

زما لوستې مکتبۍ لورجانې

زه دقفس دمنځ بندي مینا وم

ته الوتونکې یې مرغۍ لورجانې

ما به ډوډۍ په اجازه خوړله

تا سرحدونه او حدونه مات کړل

ماته خو کور لویه نړۍ ښکاریده

تا د کورونو ستر قلفونه مات کړل

مابه خبر کول ګناه ګڼله

ته فیصلې کوې خپل حق یې ګڼې

ما به پرده له ګنهګار ګوله

ته تماشې کوې خپل حق یې ګڼې

مابه دې پلار د سر سړی بللو

ته خپل خاوند د څنګ ملګری بولې

مایې د چا په مخ کې نوم نه اخیست

ته یې جانان ته یې ښاغلی بولې

زه یو تصویر د حقایقو یمه

ته یو تصویر د لیونتوب ښکارې

زما په نوم به پلار او ورور شرمیدل

ته یې شمله د نارین توب ښکارې

ما د خبرو کړلو حق نه درلود

ته د ریښتیا ویلو حق غواړې

ما د ژړا کولو حق نه درلود

ته د خندا کولو حق غواړې

خداى دې وکړي چې د پښتنې ټولنې د نوي دور د (لور) دا تصوير نور د ليونتوب تصوير پاته نه شي، او دا خوب رښتيا شي، زه دا توپير د يوه نوي بدلون لپاره يوه سپرغۍ بولم، هيله ده دا سپرغۍ په يوه اور او اخر په يوه انقلاب بدله شي.

 

حکمت سروش