پر دېوال و راځوړند ساعت ته ګورم

کوچنۍ ستنه له يوه څخه اوښتې

شپه ژورې خاموشۍ غېږ کې اخيستې

بس يوازې له ساعته  ټک- ټک خيژي

کله کله په تېزۍ يو ګاډى تېر شي

د کوټې تر کړکۍ تېزه رڼا راشي

ورپسې د کوڅې ټول سپي په غپا شي

---

 

پر دېوال و راځوړند ساعت ته ګورم

کوچنۍ ستنه اوس له دوو څخه اوښتې

په کوټه کې پاڼې ښې خورې ورې دي

موده وشوه چې همدغسې پرتې دي

هره خوا خواره واره دي کتابونه

يو څومات او څو بې سره قلمونه

د دوى منځ کې هغې پاڼې رانه ورکې

پر ليکلي چې مې چا ته و شعرونه

---

 

پر دېوال و راځوړند ساعت ته ګورم

کوچنۍ ستنه اوس له درو څخه تېرېږي

خداى خبر چې نن بيا څه ورپېښه شوې

زړه حيران دى زړه نرى نرى خوږيږي

بيچاره يوازيتوب په سر اخيستى

له چوپتيا نه لېونتوب په سر اخيستى

موده وشوه د خبرو سړى نشته

ورسره بلا خبرې او کيسې دي

خو د ده د اورېدلو سړى نشته

---

 

پر دېوال و راځوړند ساعت ته ګورم

کوچنۍ ستنه له څلورو نه ورتېره

شپه ژورې خاموشۍ غېږ کې اخيستې

بس يوازې له ساعته ټک- ټک خيژي

زړه حيران دى زړه نرى نرى خوږيږي

کله کله په تېزۍ يو ګاډى تېر شي

د کوټې تر کړکۍ تېزه رڼا راشي

ورپسې د کوڅې ټول سپي په غپا شي

 

۲۵/ ۱۲/ ۲۰۱۰