موده سوه تيره چي هير کړى دي يم
موده سوه تيره چي مي نه پېژنې
وختونه وسوه چي دي ياد کي نه يم
زما راتلو ته اوس په تمه نه يې
اوس دي په بل چا پوري زړه تړلى
اوس دي د زړه په کور کي بل اوسيږي
او س دي رازونه دي په نورو شريک
اوس دي دزړه په هغه پراخ جهان کي
زما لپاره زره څاي هم نسته
خو مګر اوس مي لا هم ياد کي ته يي
خومګر اوس هم ستا خيالونو کي يم
اوس لاهم ستا د پښو اواز ته غوږ يم
اوس هم له تا د راتلو تمه کوم
اوس هم دورځي په لس ګونه ځله
د موبايل پر سکرين نظر تيروم
چي ګوندي ستا پيغام راورسيږي
چي ګوندي ګوتي ناپامه غوندي
زما شمېرې ته يو مسکال راکړي
ګوندي چي بيا به ستا اواز واورمه
ګوندي چي بيا به مي زړګى ارام سي
خومګر زه اوس دومره بخت نه لرم
خومګر اوس دي زه هيرکړى يمه
خو مګر اوس مي بيخي نه پېژنې
اوس دي يادونو کي هم نه راګرځم
خوکاش چي تاته يې هم زما پشاني
له ميني ډک زړه واي در کړى مالک
نو بيا به ولي سره ليري واي موږ
بيا به مو ولي سره نه ليدلاى