درد شي مرهم غواړي ټكور غواړي
مينه هم ګرانې ! دزړه زور غواړي
نور په ثواب او ګنا نه دى جانان
خو تور اوربل زما نه خور غواړي
درقيب مرګ ته يي زړه نه كيږي جوړ
جانان چي توره هم په پور غواړي
كټ مټ صهبا شي ما له هوشه باسي
سترګي مې سري كړي رانه اور غواړي
ستا داوربل تيارو كې ځان وركوي
دا سباوون ماښآم په پور غواړي
02.09.2008
- sorosh
موده سوه تيره چي هير کړى دي يم موده سوه تيره چي مي نه پېژنېوختونه وسوه چي دي ياد کي نه يمزما راتلو ته اوس په تمه نه يې اوس دي په بل چا پوري زړه تړلىاوس دي د زړه په کور کي بل اوسيږياو س دي رازونه دي په نورو شريکاوس دي دزړه په هغه پراخ جهان کيزما لپاره زره څاي هم نسته خو مګر اوس مي لا هم ياد کي ته ييخومګر اوس هم ستا خيالونو کي يماوس لاهم ستا د پښو اواز ته غوږ يماوس...
02.09.2008
- sorosh
چوپان چي څه موده مخکښي د کوم بل سايټ له لاري انلاين وو له همهغه ځايه نور له منځه وړل سوی دی. خو دلراوبر له برکته او ددوی څخه په مننه دلراوبر دبلاګونو په ليست کښي ورته ځای ورکول سوو.
چوپان مو و لوستلو ته درابللو ترڅنګ ستاسو غورو مشورو، نيوکو او نظرونو ته همېش سترګي په لاره دی.
ستاسو مشورې او نظرونه چي بې له ځنډه به عملې بڼه غوره کوي دچوپان دپرمختګ په معنی دي...