جنګ ته لاړى سم راغى
څومره پښتون كم راغى
ستا د راتګ زېرى شو
بيا ږغ د چم_چم راغى
دود شو بيا د بم پورته
نوى غم پر غم راغى
ستا د بېرته تللو غم
ستا سره دى هم راغى
بس په يو كاته د يار
مړ سروش كې دم راغى
26.08.2008
- sorosh
نوميالى شاعر احمدفراز چي د کوزې پښتونخوا د نوښار سيمې اوسېدونکى او اصلاً پښتون و، د دوشنبې په ماښام د پاکستان د پايه تخت اسلام اباد په يوۀ روغتون کې تر اوږدې ناروغۍ وروسته له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. نوموړي په اردو ژبه ګڼ شمېر شعرونه ليکلي وو، چي له هغوى څخه يې څو ټولګې خپرې شوې هم دي.
...
02.09.2008
- sorosh
څومره سازونه په شپىلۍکښې بندىوان پراتۀ دىڅومره ىادونه مِ په شونډو د ارمان پراتۀ دى
څومره لفظونه دى چه زۀ پکښې اظهار کومهڅومره لفظونه مِ د ژبې اوىزان پراتۀ دى
مونږ د ىو بل قسم وطن د کوه قاف ښاپىرىزمونږ د خىال په سىنو بل قسم دىوان پراتۀ دى
زۀ د زمان او د مکان ترمنځه قتل شومهىاران په غم کښې د زمان او د مکان پراتۀ دى
مىنه ئ...