شعرونه
دنيا
په دنياحكم چلونكو خلكو
يو ګام لاره
له ګمانه تر يقينه پورې لاره
پښتانه
بيا مې د بابا د كور درشلې نړولى شي
نظم
ثمر سيرت
شعرونه
غزل
په نارنج ګل مشاعره كې دافغانستان په نوم لوستل شوى نظم
يوڅوك سپيره افغانستان نوميږي
دمڼې ګل په مشاعره كې دشاعرانو شعرونه
ستړي مه شئ
او روسان چا واېستل ؟
……… او روسان چا واېستل ؟
د عبدالستار سعادت ژباړه
پاڼه، وينه د طاووس بڼكه راوړئ
زه پښتون يم
زه پښتون يم
لونګ لونګ نظر
جي جلان ځاځى
غزل
تا چې زما او ما دې تا سترګې راواړولېځان ته مو خپله د دونيا سترګې راواړولې تاته يې د ګوتې د نيولو جرئت هم ونکړوموږ لېونيو ته هر چا سترګې راواړولې پرخه يم ګله ستا په غېږه کې مې کله پرېږيلمر ميرات مړي وينې بيا سترګې راواړولې ته قضاوت وکړه چې نوم د وفا چاته ورکړمتا نا اشنا غم دې اشنا سترګې راواړولې د سپېلني د زړه لوګي به ډېر درولېږمهوار کړه که نن چېرې هوا سترګې راواړولې
غزل
چراغ د تېلو نه لرم د زړه چراغ ته ناست يمد اوښکو په باران کې د شپې مړه چراغ ته ناست يم د چا لشې باڼه مې د ورغوي له زړه باسمد لويې شپې په لوی کور کې واړه چراغ ته ناست يم د وخت دا ځوانيمرګه شپې به کله دومره وکړيجانانه چې له تاسره به زه چراغ ته ناست يم نړۍ ليکي غزلې واړه نوو چراغوو تهيو زه يم چې تر اوسه لا زاړه چراغ ته ناست يم په ما باندې هم فرض ده چې پخپله هڅه وکړمتر کومه به د پلار او د نيکه چراغ ته ناست يم له کوم يوه چراغ نه
غزل
جانانه چې له تا سره وطن راپسې ژاړيپه داسې مرګ مې مړ کړه چې دښمن راپسې ژاړي سبا به مې د کاڼو په ځای لمانځي په ګلونوسبا به ددې کلي هر يو تن راپسې ژاړي که خدای منئ په مينه يې شکي شومه ملګروپرون يې چې وژلمه او نن راپسې ژاړي ډيوې دومره لوګی خو د دېوال په مخه پرېږدهاشنا چې ورته ګوري ماسخوتن راپسې ژاړي قربان د شاعرۍ له دې مقامه سپېلنيهغزل مې لکه خپل ورونه زامن راپسې ژاړي
غزل
مين په ژوند ، مين په ګل يمه زهدشنه ځنګله فطري بلبل يمه زهڅه نيمګړتيابه وي ضرورپه ماكېداچاويل چې مكمل يمه زهدوخت ناخوالوزه بې وخته سپين كړمدپښتنې پيغلې وربل يمه زهمامې دخپلوهيلوقتل كړىخلكوماووزنۍ قاتل يمه زهدمينې راز مې په هربيت كې پټ دىديومين شاعرغزل يمه زه
بې جراته نه يو
خيركه غريب يو بې غيرته نه يوداسې بې پته بې عزته نه يو خدايه داولې دهرچابد ايسومونږه خودومره ملامته نه يو په مينه ژوند كوو په مينه پايوهسې بې مينې ، محبته نه يو سترګې لرو خوچاته يې نه برګوودومره خوهم بې نزاكته نه يو حساب ترې اخلو اوحساب وركوودومره بې باكه ، بې جراته نه يو موږ په اغزنولارو ډيرتللي يوخولاخفه دخپل قسمته نه يو په ويښه ژوند تيروو ، ويښ خلك يوډك له كينې اوشرارته نه يو واړه نړۍ ته هم په مينه ګورول
غزل
لږ راشه په ميدان شپې كه د شپو شوې بيا به ګډ ځولږ وركې اوازي كه د جګړو شوې بيا به ګډ ځود ښيځو چې موسم شو چې غاټول كړ سر را پورتهدخوړ غاړي چې ډكې له سبو شوې بيا به ګډ ځولږ واورې چې شوې ويلې ، لږد يخ لمن چې ټولهاوبه لږې رڼې چې د ويالو شوې بيا به ګډ ځوويلني چې راوخاته لمرونه چې تاوده شولاوږدې شپې چې لږلنډې د څيلو شوې بيا به ګډ ځود بخت په تندي خړې بيكسياره كه باران شوې !را برخه كه يو دوه شپې د سپرلو شوې بيا به ګډ ځو
غزل
خاونده زړه مې داسې له جانانه سره ځي يوڅوخړې كيږدۍ چې له طوفانه سره ځي سهارشي ماسپښين شي ، مازديګر شي اوشپه راشي دحسن جادوګره له ماښامه سره ځي يامړشي ياټپي شي ياله ژونده لاس په سرشي انسان چې ترمنزله له انسانه سره ځي زمونږ سپيره نصيب ته خدايه څه رارسيدلي دشعرښاپيرۍ خوله كاروانه سره ځي يوچاراته پخوا ديارله لوري وه ويلي مدام مې تړمې اوښكې له ګريوانه سره ځي