د خیال په بام ستوري ته لاره نیسم
ستا د الهام ستوري ته لاره نیسم
ځمه د غره په څوکه غلی کېنم
نن د ما ښام ستوري ته لاره نیسم
شیندم سرې وینې د شفق په غرونو
اچوم دام ستوري ته لاره نیسم
وړه خولګۍ ترېنه په زوره اخلم
نن یو ګلفام ستوري ته لاره نیسم
کالونه وشوو د (آریوب) له ټکه
مست د (آګام) ستوري ته لاره نیسم
که ېې په سترګو کې تصویر کړم بدرۍ
پدې مرام ستوري ته لاره نیسم
نن پرې ( هدفه) ښه اتڼ زده کوم
ډک د خیام ستوري ته لاره نیسم
سپوږمۍ ته ولې پټه وریځو کې ځې
زه مې خپل رام ستوري ته لاره نیسم
***
01.09.2007
- wiar
ای د وطن پيغلې غبرګ لاسونه په زيارت کيږدئ
سولې ته جنډۍ تړې نذرونه په زيارت کيږدئ
***جوړی کتارونه په هوا کې دسپين غر په لور
پاس په اسمانو کې لړۍ لړۍ ځي تورغر په لور
والوزئ شاهين شئ قطارونه د خيبر په لور
بيا د سولې غږ شئ د...
10.09.2007
- wiar
یو ستوري ته وم ناسته ټوله شپه په ترنمژړلو مې یو څوک هره شیبه په ترنم
چا شوم ټوخله وکړه شومه چوپه لکه بتتصویر ته دې راغلې وم څه ښه په ترنم
له سوزه یو ( ملنګ شاعر) بې دریغه زنګیدهيسن ) مې ورته وې څه په مزه په ترنم
ځواني د پیکر ټال دانتظار په زاړه ښاخزه زانګم پکې ګرانه همیشه په ترنم
ورشو کې ژڼي څک شي تروشې ټنډې شي خوارهچې ستا یو غزل واخلم ښه ډاډه په ترنم
ژړیږي کاینات ورس...