یو ستوري ته وم ناسته ټوله شپه په ترنم
ژړلو مې یو څوک هره شیبه په ترنم

چا شوم ټوخله وکړه شومه چوپه لکه بت
تصویر ته دې راغلې وم څه ښه په ترنم

له سوزه یو ( ملنګ شاعر) بې دریغه زنګیده
يسن ) مې ورته وې څه په مزه په ترنم

ځواني د پیکر ټال دانتظار په زاړه ښاخ
زه زانګم پکې ګرانه همیشه په ترنم

ورشو کې ژڼي څک شي تروشې ټنډې شي خواره
چې ستا یو غزل واخلم ښه ډاډه په ترنم

ژړیږي کاینات ورسره واړه تر سهر
چې وايي مناجات نو (بلینډه) په ترنم


۱۲-۶-۲۰۰۶

ځاځي آریوب،ګل غونډۍ