بيا په کوم لورې په کوم خوا لاړې
بيا د کوم سولې په سودا لاړې

اې دوطن اې ملالې شهزادګۍ
د کوم ماتم په وير ژړا لاړې

نه دې ټپۍ شته نه د مينې کيسی
د کوم سنګر په تماشا لاړې

د ازاد په نوم سرود دې نشته
بيا د کوم ننګ په کربلا لاړې

مټۍ را ونغاړه بنګړي شرنګوه
په کې يادونه د لالي شرنګوه

په وطن  ننګ اواز او ژغ پورته کړه
بيا يوه ملاله شه بيرغ پورته کړ

جرګه مارنو ته جرګي يادوه
د سولې غږ شه تراني يادوه

غواړم لنډۍ ټپۍ دې بيا واورم
دغيرت چغه په خندا واورم

زما د مينې نغمه ګر شاعرې
دحسين خيل اې انځورګر شاعرې