شـعرونــه


داروښاد غرقاب دوه غزلې

دې شوخ نظر مې ستا د حسن تاثير وتښتوو خوب مې پښتون نه وو نو ځکه شبګير وتښتوو دې غيرتي ولس کې تاب شته دې طاقت دې پکې روس او فرنګ يې په نارو د تکبير وتښتوو د پاکې مينې مين تل په زولنو کې ګوره پښتون زلمي مې زولنې او ځنځير وتښتوو ما ويلې جوړ به شې سمسور به شې اې ګران وطنه رقيب ظالم مې د خوب دغه تعبير وتښتوو ×××××××××××

15.05.2010 wiar

غزل

 تا په نکريزو پر ورغوي زما ، نوم ليکلی ما د خپل جسم په رګ رګ کې دا ستا ، نوم ليکلی  مونږه مجبوره ، مونږ ته بله لاره نه وه پاتې مونږ سر ښندنې ته په خپله رضا ، نوم ليکلی  په ښاريه کې يوه نوې اندېښنه خوره ده چا د قاتل پر دروازه د پاچا ، نوم ليکلی  پر هره لاره چې پل واخلمه ، واپس راشمه پر هره لاره د بېلتون د بلا ، نوم ليکلی  جلاله ! ته رښتيا ساده يې ؟او که ځان زوروې ؟ لا ، چې پر زړه

27.07.2009 wiar

غزل ـ نقيب احمد اتل

د کاروان صيب د يوې غزلې نه په الهام   سندره شه راواچوه ټيکۍ په ترنم کېای خير دی لږ مې ياد کړه  ليونۍ په ترنم کې غزل ټپې سروکي له چمبې سره ښه واييد ټولو جونو ميره دا جينۍ  په ترنم کې که ته  يې چرته نوم په ترنم کې زمزمه کړېجانان به دې هم ستايي د شپيلۍ په ترنم کې خوږې خوږې خبرې وي، نرۍ نرۍ ژړاشييو څوک وهي په&

04.05.2009 wiar

ټبه يزې_اتل

ما ويلې ته به مې جانان شې ماته به خوږ لکه ايمان شې زما به زړه زما به ځان شې زما دزړه بازاره وران شې په تاکې بله سودا نشته بې له غمه +++ستا پېغلتوب سره به څه کړم  خوشالي ته کړه غم به زه کړم بس په غمونو به زړه ښه کړمچې خپل قسمت ته فکر وکړم وړوکی مړ وای چې مې نه ليدل غمونه +++درپسې هر وخت په ژړا يم جانانه هر چاته دې ستايم زه که مين يمه په تا يم اول مې نه ويل اوس يې وايم دزړه خبرې مې په خوله راغلې دينه +++موږ غريبان

19.04.2009 wiar

محمد قسيم مين نوی غزل

راليږونکی :Mayan M.Qasimد راليږونکي پته :mayan_qasim@yahoo.comنيټه : 02-04-2009 محترم وياړ دی بريالۍ وي٠د سلام سره يو ځاې يو شعر در ليږم که دې خوښ شو ،خوښ به شم او که نه نو ٠ ٠٠٠ د سپين غرۀ لمنې دې شنې ويم٠ق٠مين غزل زور شو بې زوره، ناتوان پاتې شوعقل په کور ،عشق په ميدان شو په تش ګوګل لکه رباب، ترې راغلمزړۀ مي کوڅه کښې د جانان پاتې شو د کبر ډک سلام ئې کله اخستزړۀ مې افغان وو او افغان پاتې شو ليلا خپل حسن په بازار ک

04.04.2009 wiar

دهلال - دوه شعرونه

راليږونکی :angaarد راليږونکي پته :angaar3@hotmail.comنيټه : 03-04-2009 وروره سلامونهالله دې ښه لره،ډېره موده وشوه چې پر ليکه مې نه يې موندلی،په دې هيله چې ښه به وې،دغه دوه غزلې درلېږم،شاعر يې زموږ ملګری دی په پېښور کې د آريانا پوهنتون محصل دی که دې په ويبلوګ کې خپرې کړې منندوی به دې يممجيب الرحمان انګار غزلمحدوديت دی،که خوښي ده او که وير دیمحبت چې دی د دوو زړونو جاګير دیدا وګړي هسې تش په نوم ازاد ديدلته هر څوک د خورو زلفو اسير دیزما دزړه په

04.04.2009 wiar

نظم -زرلښت حفيظ

راليږونکی :زرلښته حفيظد راليږونکي پته :zarlasht_4@hotmail.comنيټه : 28-03-2009 زرلښته حفيظراشه ننګرهارتهراشه ننګرهارته چې ګلان درته ډالۍکړمهباغ دنارنج ګل نه ارغون درته ډالۍکړمه داخو دژوندی طاقت ژوندي اولسوکوردیسوله يو ارمان د باچا خان درته ډالې کړمه دلته ملنګ جان دوطن عشق ملنګي کړیمينه دوطن ننګ دافغان درته ډالۍ کړمه دلته د حمزه دمينې ښکلې کتاب ولولهراشه دالفت دشعر ديوان درته ډالۍ کړمه دلته دميرويس اوابدالي دننګ بچي اوسي

29.03.2009 wiar

غزل- ډاکټر حسن

راليږونکی :dr hassanد راليږونکي پته :hassandoctor2000@yahoo.comنيټه : 28-03-2009 غزل لکه لمرنظر مې یوسي په حجاب د پلوشو کېعجیبه پرده پوشي ده دوصال په تماشو کې زړه مې مات نه کړې جانانه ، محبت به مې سیواشيلکه خورچې دچاعکس شي دهندارې په ټوټوکې چې دتادزلمي حسن ،حق ادا شي پکې یارهبیا دې زما ځواني شي خاورې دحسرت په هدیرو کې په فطرت کې وي سپیڅلی ،چا پیریال سړی خیرن کړيد چینې رڼې اوبه شي خړي پړي په ویالو کې پیغلې څړیکې مې دخوږ زړ

29.03.2009 wiar

غزل - جلال امرخیل

راليږونکی :jalalد راليږونکي پته :jalalamarkhil@yahoo.comنيټه : 24-03-2009 غزل دا چې درګرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه د زړه له درده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه د عشق هندارې خړوي ، د هوس باد را الوتی له دغې ګرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه هغه غله سترګې بيا راغلې ده ، لږ پام په کار دی هغه بهر ده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه قاتلې ! کوم ساده د لمر په وړانګو پرخه سپاري ؟ ته يې نامرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه

28.03.2009 wiar

غزل ګلستان شينواری، هندوستان٠

راليږونکی :Gulistan Shinwariد راليږونکي پته :Gulistan_Shinwari@yahoo.comنيټه : 23-03-2009 په ریاضت ،په شوګیرو،په تکلیفو کې رسيد سبائي رڼا ته خلک تورو شپو کې رسي له بې همتو ورکړل شوي بیرته واخیستل شيهاغه چې کار کوي تقدیر ئي په لاسو کې رسي منم چې مینه او نفرت په هر انسان کې شته دیخو د اوج ټکي ته دا دواړه پښتنو کې رسي خوښي په شتو باندې هم نه ده محلو کې نه ويچې ورکوي ئي خدای غریبو ته خیمو کې رسي څوک چې خوبونه د اسمان

24.03.2009 wiar

څلوريزې - امانالله نصرت

راليږونکی :امان الله نصرتد راليږونکي پته :hewad_kabul@yahoo.comنيټه : 20-03-2009 څلوريزې د تيارو زړونه مو وچول سهار شود خزان لښکرې ماتې شوې بهار شود رڼا قافلې راغلې ګران وطن تههره خوا نغمه نغمه شوه د ژوند وار شو پسرلی شو خنداګانې يو په دوه شوېد وختونو ښکلاګانې يو په دوه شوېد نړئ ناوې سينګار شوه په ګلونوهرې خوا ته ځلاګانې يو په دوه شوې بيا وختونه د سپرلو راغلل وطن تهکاروانونه د وږمو راغلل وطن تهګل غوټيو ورکړې غاړې يو او بل

20.03.2009 wiar

غزل

 

19.03.2009 wiar

غزل- جلال امرخیل

غزل پروت په مـــــــــورچل کـــــې د جهاد ، په عنبرينو څڼو خـــــــاونده ! ته يې لرې ښاد ، په عـــــنبرينو څـــــــــــڼو خدايزده شهيده ! تورو خاورو کې به څنګه پروت يې ؟ بېګا هـــــــــمزولو کـــــــــړلې ياد ، په عنبرينو څـــــــــڼو غونچې غـونچې پر مخ راغورځي ، څه چاره يې وکړه کــــــــــړې به تباه جــــــــــلال اباد ، په عنبرينو څـــــــــڼو

19.03.2009 wiar

گواښونه- امان الله نصرت

راليږونکې  :امان الله نصرتد راليږونکي پته :hewad_kabul@yahoo.comنيټه : 17-03-2009 گواښونهد یار کوڅه کې  رقیبان راته گواښونه کوي تورې په لاس بیا غمازان راته گواښونه کوي زما د یار د مخ رڼا یې په زړه او ربل کړیځکه نن ستوري د اسمان راته گواښونه کوي ما ویل د گل پر پستو شونډ و به مې  شونډې ږد مهد زمانې سپیره خزان راته گواسونه کوي له ما نه غواړي په سرووینو گټل شوی جاناند خوږې مې نی د ښمنان راته گواښونه کوي گناه مې

18.03.2009 wiar

غزل ګلستان شينواری ،هندوستان

راليږونکی :Gulistan Shinwariد راليږونکي پته :Gulistan_shinwari@yahoo.comنيټه : 06-09-2008 وي لکه ژمي کې له اوره لېرېچې شي سړی له خپله کوره لېرې راځه د غرو ډډو ته لاړ شو اشنا له دغه ښار له دغه شوره لېرې زه دې همداسې تهمتي ګرځمه تا دې خدای وساتي له توره لېرېپه مخه ښه کې راترغاړې وځه چې را نه ځې د سترګو توره لېرېای ګلستانه اشنا بېرته راشه درپسې مړه به شمه نوره لېرې

09.09.2008 wiar

غزل- ګلستان شینواری هندوستان

څومره ښايسته دي څومره ښکلي ستوري اشنا زمونږه ددې کلي ستوري ستاسې په ښار خو سپوږمۍ هم نشته هلته برېښنا درته وژلي ستوريکه د هېواد په ننګ شهيد شوې یاره درباندې جوړ به کړمه څلي ستوري اوښکې يې څاڅي د باران په بڼه زموږ په حال باندې ژړلي ستوري چې مو ښوونځی سوزيده ټولو ژړل په رڼا ورځ مې دي لېدلي ستوري ای ګلستانه جانانه بېرته راځي راته په غوږ کې وايي غلي ستوري

13.08.2008 wiar

گواښونه - امان الله نصرت

راليږونکی :امان الله نصرتد راليږونکي پته :hewad_af@yahoo.comنيټه : 29-05-2008 د یار کوڅه کی رقیبان راته گواښونه کویتوری په لاس بیا غمازان راته گواښونه کوی زما د یار د مخ رڼا یی په زړه او ربل کړیځکه نن ستوری د اسمان راته گواښونه کوی ما ویل د گل پر پستو شونډ و به می شونډی ږد مهد زمانی سپیره خزان راته گواسونه کوی له ما نه غواړی په سرووینو گټل شوی جاناند خوږی مینی د ښمنا ن راته گواښونه کوی گناه می داده چی ښکلا د خپل وطن می ستایمد

31.05.2008 wiar

څلوريزې - امان الله نصرت

راليږونکی :امان الله نصرتد راليږونکي پته :hewad_kabul@yahoo.comنيټه : 28-05-2008 د ګلونو پړاو که رقيب مې نه صبريږي له کړاوهتير به نه شم ستا د مينې له تړاوهدا مې پريکړه دا مې ژبه دا سوګند دىلاس به وانخلم د ګلو له پړاوه څلوريځېغليم زمونږ په وينو رنګ کړل کليپه ډير وحشت يې ړنګ و بنګ کړل کلياوس به بدل ترينه د وينو اخلمچې يې تبا راته په جنګ کړل کلي

29.05.2008 wiar

بختور زېږون- امان الله نصرت

په دښتو د مکې رنګين ګلونه وريدلپيدا چي محمد (ص) شو رحمتونه وريدل فضا شوه مينه _مينه کائنات نغمه _ نغمه شولوږمې په نڅيدو شولې رنګونه وريدل په لارو په کوڅو کي کول وړانګو اتڼونههر خوا د رڼو ستورو بارانونه وريدل خورې شوې ځلاګاني د غوټيو اننګو کيله هسکه د ايمان دنور موجونه وريدل د ژوند په مناروک

22.05.2008 wiar

تور ماښام - امان الله نصرت

خير دى کــــــه خپور د ظلم دام دى چاته مه وايه څهپام کــــــــــــوه دا کلى بد نام دى چـــــــاته مه وايه څه د وخت ساقي له کاسې لاندې نېم کــــــــاسه نېولېلاس کـــې يې ستا د وينو جــام دى چاته مه وايه څه دلته رقيب د هر مين په زړګــــــــــــي لــوبې کـــــــــويداسې عمل خـــــــو دلته عـــــــام دى چاته مه وايه څه دلـــته رڼا او مشا

19.05.2008 wiar

غزل - ارواښاد صفت الله غرقاب

ستـــــــا يادونه مې يادېږي خـــــــــــو ته نه يي لا غمونه مـــــــــــې زياتېږي خــــــــــــو ته نه يي چې ته وې هـــــــــــلته دې قــــــــــدر پر ما كم وو اوس چې زړه زمــــــــــــــا ځورېږي خو ته نه يې چې سحر ماښام مې دواړه وو ستا څنګ تې ســـــــــــــــحر كېږي مـــــــــاښام كېږي خو ته يې تا ويل بيا به دې زه وكــ

04.05.2008 wiar

غزل - ګلستان شينواری (هندوستان)

خود به وي وران پسې زمونږه ددې زړونو کليچې ګــــــرځوي ځان سره دوي د ښايستونو کلي تړاو خو خــــامخــــا لري ښــــکلي د ستورو سرهپه دوي ودان دي ددې ځمکې اسمانونو کلـــــي راځئ اسمان ته لاره جوړه کړو سپوږمۍ راولورڼا رڼا به کـــــړو دا خپل د تورو غـــــــــرونو کلي خـــــــوا ته  ئې ورشمه لـــــــه وېرې څـه ونه وايمهج

05.04.2008 wiar

دجانان به لټون

دکندهارنه عارف بختیارسلامو نه وومنئ د مکې کلیوالې یو شعر درلیږم امید لرم چې راته خپور يې کړئ. دجانان به لټون خدايه چېرې به پيدا هغه جـــــــانان کــــړم چــــــې دسوي زړه حــــــالت ورته بيان کړم لابه څــــــــود نفرتو دنيا کــــــــــــې اوســـــمچې مې ياررانه جدا دى څوک دځان کړم ت

03.04.2008 wiar

کنړ سيند- زرلښت حفيظ

د کنړ سيند يمه څپو کې لراو بريا د و مزه يم خادم دخپل ملت پښتون ټبريا د و م بيادغني له شعرديوان سره موجو نه و همزه د و لي بابا  ارمان ا ټک خيبر يا د و م لکه دبازبرۍبه پورته کړي منګولوکې خپلچې سره ټول کړي پښتانه سوله هنرياد وم جرګه جرګه به شي دخان غفارمزاره پورېد نارنج ګل ميلې ته ځي ترننګرهاره پورې

03.02.2008 wiar

ازاد شعر - زرلښت حفيظ

که د زمان زولنۍ ماتې کړمهدپيغور دونياته شا واړومدزړګي راز نه مې پرده پورته کړمڅه چې مې زړه کې وي بهر وباسمنو زمانه به راته داسې واييچې د حيالوپټه ورک شو درنهته د پښتون د غرور خيال نه ساتېخو زه د خداې نه مې مننه کومچې زه ازاده پيدا کړی يمهماته اسلام په نوم مذهب راکړیپه کې ازاده يې ګڼلې يمهلکه چې څنګه نارينه حق لريزه هم بنده د خداې جواز لرمهچې خپل په نن او پرون وغږيماو د خپل خيال

02.02.2008 wiar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more