ما ويلې ته به مې جانان شې
ماته به خوږ لکه ايمان شې
زما به زړه زما به ځان شې
زما دزړه بازاره وران شې
په تاکې بله سودا نشته بې له غمه
+++
ستا پېغلتوب سره به څه کړم
خوشالي ته کړه غم به زه کړم
بس په غمونو به زړه ښه کړم
چې خپل قسمت ته فکر وکړم
وړوکی مړ وای چې مې نه ليدل غمونه
+++
درپسې هر وخت په ژړا يم
جانانه هر چاته دې ستايم
زه که مين يمه په تا يم
اول مې نه ويل اوس يې وايم
دزړه خبرې مې په خوله راغلې دينه
+++
موږ غريبان يو له ازله
تا ملنګي نه قبوله
کبر کوه کله نا کله
دا ما خو داسې نه ګڼله
چې دې ملنګ شم څوک دې خير نه راکوينه
+++
دا ستا غمونه مې ياران دي
راسره لاس په لاس روان دي
ټولې کانې مې د جانان دي
د ياره زړه صبرول ګران دي
په دريابونو کرښې چا راښکلې دينه
04.04.2009
- wiar
راليږونکی :Mayan M.Qasimد راليږونکي پته :mayan_qasim@yahoo.comنيټه : 02-04-2009
محترم وياړ دی بريالۍ وي٠د سلام سره يو ځاې يو شعر در ليږم که دې خوښ شو ،خوښ به شم او که نه نو ٠ ٠٠٠ د سپين غرۀ لمنې دې شنې ويم٠ق٠مين
غزل
زور شو بې زوره، ناتوان پاتې شوعقل په کور ،عشق په ميدان شو
په تش ګوګل لکه رباب، ترې راغلمزړۀ مي کوڅه کښې د جانان پاتې شو
د کبر ډک سلام ئې کله اخستزړۀ مې افغان وو او افغان پاتې شو
ليلا خپل حسن په بازار ک...
04.05.2009
- wiar
د کاروان صيب د يوې غزلې نه په الهام
سندره شه راواچوه ټيکۍ په ترنم کېای خير دی لږ مې ياد کړه ليونۍ په ترنم کې
غزل ټپې سروکي له چمبې سره ښه واييد ټولو جونو ميره دا جينۍ په ترنم کې
که ته يې چرته نوم په ترنم کې زمزمه کړېجانان به دې هم ستايي د شپيلۍ په ترنم کې
خوږې خوږې خبرې وي، نرۍ نرۍ ژړاشييو څوک وهي په&...