راليږونکی :Mayan M.Qasim
د راليږونکي پته :mayan_qasim@yahoo.com
نيټه : 02-04-2009
محترم وياړ دی بريالۍ وي٠
د سلام سره يو ځاې يو شعر در ليږم که دې خوښ شو ،خوښ به شم او که نه نو ٠ ٠٠٠
د سپين غرۀ لمنې دې شنې وي
م٠ق٠مين
غزل
زور شو بې زوره، ناتوان پاتې شو
عقل په کور ،عشق په ميدان شو
په تش ګوګل لکه رباب، ترې راغلم
زړۀ مي کوڅه کښې د جانان پاتې شو
د کبر ډک سلام ئې کله اخست
زړۀ مې افغان وو او افغان پاتې شو
ليلا خپل حسن په بازار کړ ليلام
مجنون غريب په بيابان پاتې شو
مينه د يار چې څوک په تله تلي
ها دکاندار دئ ،په دکان پاتې شو
چې ئې لشکر د عاشقانو وليد
حسن په عشق بيا بد ګمان پاتې شو
مين په يوه پياله کښې هر څه موندل
زاهد له وېرې د رحمان پاتې شو
پشاور ٢ر٤ر٢٠٠٩
غ
04.04.2009
- wiar
راليږونکی :angaarد راليږونکي پته :angaar3@hotmail.comنيټه : 03-04-2009
وروره سلامونهالله دې ښه لره،ډېره موده وشوه چې پر ليکه مې نه يې موندلی،په دې هيله چې ښه به وې،دغه دوه غزلې درلېږم،شاعر يې زموږ ملګری دی په پېښور کې د آريانا پوهنتون محصل دی که دې په ويبلوګ کې خپرې کړې منندوی به دې يممجيب الرحمان انګار
غزلمحدوديت دی،که خوښي ده او که وير دیمحبت چې دی د دوو زړونو جاګير دیدا وګړي هسې تش په نوم ازاد ديدلته هر څوک د خورو زلفو اسير دیزما دزړه په...
19.04.2009
- wiar
ما ويلې ته به مې جانان شې ماته به خوږ لکه ايمان شې زما به زړه زما به ځان شې زما دزړه بازاره وران شې په تاکې بله سودا نشته بې له غمه +++ستا پېغلتوب سره به څه کړم خوشالي ته کړه غم به زه کړم بس په غمونو به زړه ښه کړمچې خپل قسمت ته فکر وکړم وړوکی مړ وای چې مې نه ليدل غمونه +++درپسې هر وخت په ژړا يم جانانه هر چاته دې ستايم زه که مين يمه په تا يم اول مې نه ويل اوس يې وايم دزړه خبرې مې په خوله راغلې دينه
+++موږ غريبان...