د کاروان صيب د يوې غزلې نه په الهام
سندره شه راواچوه ټيکۍ په ترنم کې
ای خير دی لږ مې ياد کړه ليونۍ په ترنم کې
غزل ټپې سروکي له چمبې سره ښه وايي
د ټولو جونو ميره دا جينۍ په ترنم کې
که ته يې چرته نوم په ترنم کې زمزمه کړې
جانان به دې هم ستايي د شپيلۍ په ترنم کې
خوږې خوږې خبرې وي، نرۍ نرۍ ژړاشي
يو څوک وهي په نيمه شپه سلګۍ په ترنم کې
چې کله د ګودر يا د تنور په غاړه کيني
اتله يادوي دې جينکۍ په ترنم کې
19.04.2009
- wiar
ما ويلې ته به مې جانان شې ماته به خوږ لکه ايمان شې زما به زړه زما به ځان شې زما دزړه بازاره وران شې په تاکې بله سودا نشته بې له غمه +++ستا پېغلتوب سره به څه کړم خوشالي ته کړه غم به زه کړم بس په غمونو به زړه ښه کړمچې خپل قسمت ته فکر وکړم وړوکی مړ وای چې مې نه ليدل غمونه +++درپسې هر وخت په ژړا يم جانانه هر چاته دې ستايم زه که مين يمه په تا يم اول مې نه ويل اوس يې وايم دزړه خبرې مې په خوله راغلې دينه
+++موږ غريبان...
27.07.2009
- wiar
تا په نکريزو پر ورغوي زما ، نوم ليکلی ما د خپل جسم په رګ رګ کې دا ستا ، نوم ليکلی مونږه مجبوره ، مونږ ته بله لاره نه وه پاتې مونږ سر ښندنې ته په خپله رضا ، نوم ليکلی په ښاريه کې يوه نوې اندېښنه خوره ده چا د قاتل پر دروازه د پاچا ، نوم ليکلی پر هره لاره چې پل واخلمه ، واپس راشمه پر هره لاره د بېلتون د بلا ، نوم ليکلی جلاله ! ته رښتيا ساده يې ؟او که ځان زوروې ؟ لا ، چې پر زړه...